وزیرستان په کابل کې....

وزیرستان په کابل کې....

 

د پاکستان په جنګ ورځپاڼه کې مې پر یوه کالم سترګې ولوېدې، چې پېښور، کوټه او اسلام اباد ټولې سیمې یې وزیرستان ګڼلې وې، ځکه په دغو ټولو مرکزونو کې ګڼ وزیران اوسیږي، خو جګړې هم پکې روانې دي.
دغه وضع د افغانستان په اړه هم صدق کوي، ځکه د وزیرانو ، سلاکار وزیرانو او سلاکارانو شمېر سلګونو تنو ته رسیږي او پوره وزیرستان یې تشکیل کړی، خو د چارو په پرمختګ او د اداري سسټم په رغونه کې یې هیڅ اغیز نه دی پرېیښی.
د ولسمشر کرزي پر شاوخوا او په وزارتونو او نورو ادارو کې په درجنونو سلاکار وزیران او سلاکاران ګومارل شوي، خو تراوسه په هیڅ برخه کې هم ددوی کارونه نه دي محسوس شوي.
د ولسمشر کرزي په مصلحتي نظام کې، چې ټول دار او مدار یې په مصلحت او د بېلابېلو ډلو پر رضایت راڅرخي، دا یو معمول ګرځېدلی، چې چارواکي تر ګوښه کېدو وروسته یا سلاکار وزیران ګومارل کیږي او یا سلاکاران. که داسې ونه شي، هغوی یا خپه کیږي او یا د ځینو ښاغلو په څېر د حکومت په مخالفه جبهه کې واقع کیږي. کرزی په دې برخه کې په حقه هم دی، ځکه ځینو ته یې ، چې دا څوکۍ ورکړې، خپلې پخوانۍ جبهې یې پرېښودې، خو ځینې یې، چې له صحنې و اېستل په مخالفه جبهه کې له یوه بشپړ انتقادي سیاست سره د حکومت پر وړاندې ودرېدل.
 په تېرو اتو کلونو کې څو ځله کابینې تغییر کړی او څو ځله والیان سره  رد او بدل شوي دي. په دغه رد او بدل کې له څو محدودو کسانو پرته، چې یا له ولسمشر سره د خصومت له مخې له صحنې وتلي او یا له فساد سره یوځای له هېواده تښتېدلي ، نور ټول سلاکار وزیران ټاکل شوي او یا سلاکاران. همدا لامل دی، چې د سلاکار وزیرانو او سلاکارانو شمېر سلګونو تنو ته رسیږي او ارګ هم ورو ورو په وزیرستان بدلیږي.
هر سلاکار وزیر او سلاکار پر میاشتنیو لګښتونو سربېره دسترخوان او نور لګښتونه هم لري، چې نږدې د یوه وزارت له تشکیلاتي لګښتونو سره برابریږي.  پر دې دپاسه، هر وزارت او یو شمېر ریاستونه او ادارې بهرني سلاکاران هم لري، چې د یوې ورځې معاش یې د یوه دولتي مامور تر یوه کال معاش زیات دی.
ولسمشر او د هغه وزیران خپل ورځني کاري ساعتونه د ورځنیو چارو له تقسیم اوقات سره سم تعینوي. له کورنه تر دفتر پورې د وزیر تګ عموما ۹ بجې وي. که ډېر کار وکړي، تر شپږو بحو به وي، چې پر اتو کاري ساعتونو دوه هغه ور اوړي. دا، چې یو ساعت سهار مهال په ځنډ راځي او یو ساعت په ډوډۍ کې تېروي، بېرته اتو ساعتونو ته راټیټیږي. په دغو اتو ساعتونو کې یو ساعت له اداري، مالي ريیسانو او نږدې همکارانو سره سهارنۍ ناستې او سلا مشورې اخلي. دغسې د وزارت د اسنادو او نورو پاڼو پر لاسلیکولو هم پوره یو ساعت لګیږي، ځکه په لسګونو داسې اسناد وي، چې د وزیر امضا پکې حتمي وي. لږ ترلږه خو به اسناد لولي هم، ځکه که داسې ونه کړي (ناخوانده امضا کرده) خو بیا نورې  ستونزې را ولاړوي. له خلکو سره کتنې، له قومي مشرانو سره کتنې، په غونډو کې ګډون، د پروژو او ... پرانستل، خبري غونډې او ... د وزیر ورځنی څه، چې اونیز کار پای ته رسوي.
په دومره بوختیا کې وزیر بېچاره کله دا وخت مومي، چې له یو درجن سلاکارانو سره وګوري او د هغوی مشورې واوري. طبعي ده، چې سلاکار او (د ولسمشر د بوختیا په صورت کې) سلاکار وزیر به بېکاره پاتې کیږي. بیا د افغانستان په څېر هېواد کې، چې هرڅوک ځان من بولي او له بل نه د اورېدو فرهنګ ډېر لږ پرځان تطبیقوي.
ما په یو شمېر ادارو کې داسې ( کورني او بهرني) مشاوران لیدلي دي، چې د وزیر غږ ته په انتظار د بېچاره ګانو سترګې څلور شي. کوناټي یې په څوکیو کې په ډېره ناسته شنه وي، خو څوک ترې مشوره نه اخلي. داسې مشاوران مې هم لیدلي، چې د مشاوریت وړتیاوې نه لري او یوازې په واسطو او د خپلوۍ په کارت پر څوکیو ناست دي.
تېر اته کلن وضعیت داښیي، چې د وزیرانو او سلاکار وزیرانو ګومارنو نه یوازې دا، چې د دولتي او حکومتي ادارو وضع نه ده ښه کړې، بلکې د تشکیلاتو د پړسوب او د نورو پر حقونو د خېټې اچولو له لارې یې عملا اداري فساد ته لاره اواره کړې ده. د پاکستاني لیکوال دغه وینا د کابل په محیط کې هم ښه صدق کوي، چې له کابل نه وزیرستان جوړ شوی او دغه وزیرستان د جګړې پرځای فساد، کاري ناغیړي او تشکیلاتي پړسوب رامنځته کړی دی.

۲۵۰ تنو غربیبانانو ډلیز واده وکړ .

۲۵۰ تنو غربیبانانو ډلیز واده وکړ .

 

د هند امرتسر ښار ته نږدې ۱۲۵ جوړو چې د واده وس یې نه درلود د هندوانو په یوه مقدس مکان کې چې ورته ګوردواره وایې په ډلیزه توګه واده وکړ.

د دغو جوړو د واده لګښت د سیمې د یوه خان له خوا ورکړ شوی وو.

دغو جوړو د Guru Granth Sahib په مقدس کتاب لاس کیښود او ژمنه یې وکړه چې په شریک ژوند کې به یو بل ته وفاداري کوي.

د ډلیز  واده دغه مراسم دړ بابا جلنداس په ګوردواره کې تر سره شول .

په هند کې معمولاً فقیرې کورنۍ ډلیزو ودونو ته زړه ښه کوي.

د واده په دغو له ګڼه ګوني ډکو مراسمو کې جالبه خو دا وه چې یوه سړي له دوو میرمنو سره په یوه وخت کې واده کړی وو خو کله چې د واده د مراسمو منتظمینو  واده شوې جوړې شمیرلې نو ولیدل شول چې یوه ښځه سر ته وزي او خاوند یې نشته چې وروسته معلومه شوه چې دغه ښځه د هغه سړې برخه ده چې یو بله ناوې یې هم دغه محفل ته ورسره را وستلي ده .

ایا د عراق طرح به په افغانستان کې کار ور کړي؟

ایا د عراق طرح به په افغانستان کې کار ور کړي؟

 

د پوځي چار افغان او بهرني شنونکي د افغانستان په جنوبي ولایت هلمند کې د افغان اردو او بهرنیو ځواکونو د بریالیو عملیاتو په اړه تبصرې کوي. په دغه ولایت کې د امریکا پلیو ځواکونو د افغان امنیتي ځواکونو په ملګرتیا سره د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې د مارجې وړوکی ښار، چې د افغانستان په جنوب کې د طالبانو عمده او مهم مرکز ګڼل کېده، په خپل کنټرول کې راوست.  هغوی وایي، چې په یوه بل نارامه ولایت کندهار کې هم ورته عملیات اجرا کوي. یو شمېر شنونکي سره له دې ، چې د دغو عملیاتو د پوځي اړخ پر بریالیتوب اعتراف کوي، یو لړ اندېښنې هم لري.
هغوی انېښنه څرګندوي، چې د بهرنیو ځواکونو نوې ستراتیژي د افغانستان د حکومت پر هغه پلان د بطلان کرښه وباسي، چې په دې وروستیو کې یې دولت ته د منځلارو طالبانو د جذبولو لپاره په پام کې نیولی دی. دا یوه د بحث وړ مساله ده.
د امریکا د متحده ایالاتو د استازو له ویناوو داسې ښکاري، چې امریکا له طالبانو سره پرمذاکراتو هیڅ ډول مدلل ایډیولوژیک ممنوعیت نه لري، په همدې خاطر هغوی په هیڅ وجه ددې مخالف نه دي، چې د خپلو متحدانو په ډله کې یې شامل کړي. خو له دې سره سره، امریکا به له هغوی سره خبرو اترو ته هغه وخت ترجیح ورکوي، چې شرایط د امریکا په ګټه وڅرخي. په بله وینا، امریکایان له خبرو اترو ډډه نه کوي، خو غواړي دغه جریان د زور او قوت له دریځ نه پر مخ بوځي.
واشنګټن په عراق کې هم په دريو ورستیو کلونو کې خپل تکتیک په همدې ډول عیار کړی و. کله، چې عراق د ایتلافي ځواکونو تر برید وروسته د جګړې په ډګر واوښت، امریکایان په ظاهره دې ته متوجه شول، چې دوی په عراق کې ځینې کارونه په ناسمه توګه پرمخ بېولي دي. د امریکا د دفاع وزارت ( پنټاګون) د اوسني وزیر رابرټ ګیټس په رهبرۍ یو نوی پلان طرح شو. د دغه پلان مهمې ځانګړنې مجازات او تشویق و.  امریکایي ځواکونو پر عراقي جنګیالیو خپل بریدونه چټک کړل او په عین حال کې یې پر هغو قومونو او قبایلو پیسې ووېشلې، چې له هغوی سره یې مرسته کوله او یا لږ ترلږه یې د بې طرفۍ ژمنې ورکړې. دغه کار  په عراق کې په ایډیالوژيكه توګه بریالی نه شو.  یو شمېر هغوی، چې د امریکا ملاتړ یې کړی و، د بېلابېلو عواملو له مخې بېرته د جنګیالیو لیکو ته ورغلل. نورو یې له متحدانو سره خپله وفادري وساتله، خو په نتیجه کې ، کله ، چې هغوی ته اړتیا نه محسوسېده، په خپل حال یې پرېښودل.
په هر صورت د ګیټس نوي تکتیک د عراق په ثبات کې خپل رول، که سطحي هم و، ترسره کړ. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، رابرټ ګیټس غواړي همدغه تګلاره اوس په افغانستان کې وکاروي. خو ایا د عراق تجربه په افغانستان کې کار ورکړي؟ ځکه په دغو دوو هېوادونو کې شرایط یو تربله فرق کوي.
دغه تګلاره په مجموعي شکل په عراق کې اغیزناکه وه، خو په افغانستان کې اوضاع تر ډېره حده بل ډول پرمخ ځي. د دغو دوو هېوادونو د وضعیتونو ترمنځ ګڼ شمېر ګډ  وجوهات شته، خو یو شمېر اصولي توپیرونه هم موجود دي. په عراق کې د خلکو د متنوع ملي او مذهبي ترکیب له اړوندو ستونزو سره سره، د یوه متمرکز او مستحکم حاکمیت لپاره هلې ځلې شته دي. هلته خلک کولای شي، چې له یوه مشخص حاکم سره مینه او یا کرکه وکړي، خو ډېر لږ داسې پېښیږي، چې یو څوک د قوي او پیاوړي حاکمیت له اړتیا نه سترګې پټې کړي. افغانستان یو بشپړ بېل تاریخ او همدا راز جغرافیایي موقیت لري.
په عراق کې کله هم د پښتنو ازادو قبایلو سیمې او ازادې پولې نه وې. په بله وینا، که امریکایان په رښتیا هم غواړي د عراق تجربه په افغانستان کې عملي کړي، هغوی مجبور دي، چې په خپلو تګلارو او پالیسیو کې بدلونونه راولي، خو دا کار هم د بریالیتوب د تضمین په توګه نه شو ګڼلای.

دامریکا جنګي ستراتیژي پرکومه خوا روانه ده ؟

دامریکا جنګي ستراتیژي پرکومه خوا روانه ده ؟

 

د امریکې ترمشرۍ لاندې دانګلیس په لارښوونه نړیواله جنګي ستراتیژي پر کومه خوا روانه ده ؟

له نن نه تقریباً دوې لسیزې مخکې مې د کوزې پښتونخواه په کوېټه ښار کې په لومړي ځل څو سیمه ییزې چاپ شوې نقشې د لومړۍ درجې کاغذ پر مخ د سړک پرغاړه تر سترګو شوې ـ چې په هغې د اوسني افغانستان نقشه وه ،او ور سره د پاکستان ـ هندوستان ـ تاجکستان ـاُزبکستان ـ تُرکمنستان او ایران تقشې هم کښل شوې وې .  تر څنګ یې بله نقشه پرته وه چې په هغې کې د تُر کستان کبیر نوم لیکل شوی ؤ ، او د افغانستان نقشه په کې نه وه . خو په بله نقشه کې د هندوستان کبیر ـ او افغانستان کبیر نوم لیکل شوی ؤ ـ او د پاکستان نقشه په کې نه تر سترګو کېدله . تر څنګ یې د غازي امانُ الله خان ـ پنجشېري احمد شاه مسعود او د کندهار د مرچ آغا عکسونه هم چاپ شوي وو . او په نقشو د فرانکلن د مؤسسې نوم لیکل شوی ؤ . خو په دوهم او درېیم ځل په انټر نېټي سایټ کې مې هغې ته ور ته نقشې و لیدلې ، خو له مخکینیو نقشو سره یې توپیر داؤ چې په دې نقشو کې د ایران له چابهار ه ـ تر ګوادر بندره  او ټول بلوچستان پورې د افغانستان د ځینو سویْل لوېدیځو سیمو په شُمول بېله جُغرافیوي محدوده تر سیم ، او همداراز د کوزې پښتونخواه ټولې برخې په افغانستان پورې تړلې برېښېدې . کراچۍ او د سیند ایالت ځنې برخې پر هند ور ګډې شوې کښل شوې وې . خو د افغانستان شمال  ـ  او شمال ختیځ ولایتونه په تاجکستان او د منځنۍ آسیا په نورو هېوادونو کې ور مُدغم شوي برېښېدل . بل لور ته په همغه کال دلوېدیځو غږیزو رسنیوله خوا وویل شول چې د بلوچستان په تفتان سیمه کې د دالتون په نامه د یوه امریکایي شرکت له خوا دری کوچیني هوایی ډګرونه جوړ ـ او ( ۳۰۰ ) بلوڅ  ځوانان په خلیج کې د امریکایي سمندري ځواکونو له خوا سمندر ته د پو ځي ټرېنېنګ له پاره یووړل شول ، خو دا مالومه نه شوه چې د تفتان په سیمه کې ددغو چریکي هوایي ډګرونو په جوړېدو کې ـ  او همداراز د بلوڅ ځوانانو د لېږلو تر شا د چالاس ؤ ؟ ځکه د طالبانو د واکمنۍ پر وخت خوست ـ ننګرهار او کندهار سیموته له همدې ځایه ناچاودلي توغندي ور توغول شوي وو .  خو پوښتنه داده چې آیا د پاکستاني چارواکوله خوا دکومې معاملې په ترڅ کې اجازه ور کړشوې وه ـ او که امریکې په خپل سر داکار کړ ی دﺉ ؟   بلخوا د پېښور په ټاون سیمه کې د یوې امریکایۍ ښځې په مشرۍ چې یو اوښ ، یو سپی ، یو آس او څو کچرې یې لرلې ـ او په پټه یې په چترال او هلمند کې د نشه یي موادو پروژې پر مخ بېولې ـ کېدی شي چې د تر یاکو دغه ترویج په افغانستان کې د نننۍ جګړې له پاره پلان شوی ؤ  . خو کله چې په افغانستان کې د طالبانوپه نامه د پنجابیانو واکمني منځته را غله ، د رژیم نیمایي عُمریې تېر شو ـ په پا کستانیو او غربي مېډیاوو کې د اُسامه بن لادن او القاعده نومونه هم ورسره زمزمه کېدل . دا هغه وخت ؤ چې امریکا او په مجموع کې ناټو له روسانو سره ـ سره له دې چې رونالد ریګن او ګورباچوف په خپلو کې د افغانستان پر سر د جوړ جاړي لاره هواره کړې وه ، خو بیا هم په ټولو اړخونو کې پوره توافُق ته نه وو  سره رسېدلي . ځکه خو یې د امریکایې او لندنۍ پالېسۍ پر مټ د طالب تر مشرۍ لاندې د ډېورنډ کرښې برید خوځوونکي آن د آمو د سیند پر غاړه له روسانو نه د نورو امتیازونو تر لاسه کولو ـ¬ او د راتلونکو خوبونو ریښتیا کېدو له پاره ور ته ودرول . د افغان ډلو ځینې مشران د الرّیاض او شرقُ الأ وسط ورځپاڼو په حواله تلهبیب ته څو څو ځلې ور غوښتل شوي ـ او هلته د قومي او ژبني توپیري توکړو سبق ور کړ شوی ـ اوښکاره بېلګه یې په دې آخرو کې پر پښتنو د بني اسرایْلود ټبر د یوه ښاخ بې بنسټه تور پورې کول دي ـ چې په ډېره سپین ستر ګۍ یې د پښتون قام لس زره کلن  تر لمر روښانه هویت په بډه په کې وهلی ـ او تر بني اسراْیلو مشر پښتون یې د کشرو اسراْیلو ځوځات بللي . هغه اسراْیل چې په نړیواله کچه یې د خپلو پیغمبرانو په وړاندې نړیوال جنایتونه تر سره کړي ـ او د خپل درواغجن خصلت له مخې د بني آدم د شجر ې په مسخ کولو کې ښکاره لاسوهنه کړې او کوي یې . د افغانانو ځینو هغومشرانو هم د اروپایي ا تحادیې د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړ چې د سرې ماتې خوړلې غدۍ سره یې تړاو در لود .  ځینې د خُرما په بدل کې د هغه چلتار په لومه کې ونښتل چې څه د پاسه سل کاله وړاندې دخلیجي هېوادونو له پاره  په مُتّحده  ا یالاتوکې روزل شوې کورنۍ د سُلطان زنګي او صلاحُ الدّین ایوبي له بچیانو د غچ اخیستو په موخه راوړل شوې وې ، او ځینې نور بیا چې د پنجابي لنګ په ټوټو کې را ټو کېدلي وو ـ او په افغانستان کې ددوی پر پزه د خانۍ د پېځوان ور ځړولو  ژمنې ور سره شوې وې ، او ور ته ویل شوي وو چې د اختلاف شعار به دې په افغانستان کې د واک او ځواک پر ګدۍ کښېنوي . خو ځینو نورو چې د واتیکان له کټوري یې د غربي ډ مو کراسۍ تر حلاجي وتلې ـ او له ټولو انساني اخلاقو تصفیه شوې پر جنایاتو ککړې اوبه څښلې وې ، او د بې تعهُده  مُتخصص په نامه د پردیو رسنیو پر مټ را څر ګند شول . او پر افغانانو د روسانو له خوا دور تپل شویې جګړې ټو ل ارزښتونه او قُربانۍ یې د حرفه وي دېکتې شویو جنګسالارانو په څېره کې پر اوبو لاهو کړې.  ځینو د ملت تر شعار لاندې ټولې ملي شتمنۍ په بډه ووهلې ـ او د افغانستان ملي سپېڅلتیا یې لا پسې چټله کړه ، او ځینو نورو بیا په ديني سپیڅلتیا کې ځانونه تر صاحب حال خلکو هم اوچت ګڼل او مجبورو افغانانو ته یې د جنت او دوزخ ټکټونه ور کول ، خو خپل اولادونه او خپل خپلوان یې په شخصي ډول په کور د ننه او بهر کې په لوړو زده کړو راتلونکو واکونو ته د رسېدو په موخه لګیا کړي دي . ځینو بېوزلو غریبانو ته یې د قوتُ لایموت تر نامه لاندې د ملېشو او امنیتي کمپنیو دروازې د خپلو بهرنیانو پر مټ خلاصې کړې ، او له نړیوالې مافیا سره یې د خپلو جنایتي اړیکو پړي نو ر هم وغړل ،  او ځینو بیا د رشوتونو او اختلاسونو لاره خپله کړه ـ او په بهر کې یې د شخصي بېزنېس نوې دُنیاګې ځانته پرې جوړه کړې ده . دا ـ او دېته ورته ټول دابة ُ الأرض وایرسونه چې پر افغان کالبوت ور ننوتي ـ  او ملي او بینُ المللي شتمنۍ یې تر ې وڅټلې ، اوس غواړي چې په کې پروت بې ګوره او بې کفنه افغاني کالبوت بې کوره او بې وطنه هم کړي . ځکه خو یې لومړی له روسانو سره د جهاد په نامه ـ بیا یې د واک د ګدۍ پر سر په خپل منځ کې ـ ور پسې یې د شر او فساد له منځه وړو تر شعار لاندې د طالب په نامه پر پنجابیانو سره وټکول ، په پاکستان کې یې پر له پسې کودتاوې وکړې ، ذُالفقار علي بوټو یې د جنرال ضیأ الحق  په لاس په دار وځړاوه ، جنرال ضیأ الحق یې د بېنظیرې  له پاره په هواکې لولپه کړ ، بېنظیره یې د نوازشریف له پاره له وا که وغور ځوله ، او نوازشریف یې د جنرال مُشرف په لاس سعوي عربستان ته تبعید کړ ، او بېنظیره یې د آصف  علي زرداري د واک قُرباني کړه  . خو د افغانستان د بې ثُباته کولو له پاره یې د مجاهدینو مشران د بوټو په لاس په پاکستان کې وساتل ، د ضیأ الحق په لاس یې وده ور کړه ، نوازشریف د افغانستان ملي اُردو ړنګه کړه ،  بېنظیرې طالبان وروزل ، او مُشرف طالبان پر افغانستان په اصطلاح واکمن کړل   او په پای کې غربي لوبغاړي په خپله د لوبې میدان ته را ووتل ـ او تر ( ۹۱ ) کالو وروسته یې د خپل ځبېښاک ښکېلاک ډوله ستراتیژي د سپتمبر د (۱۱ مې) د هغې مصنوعي پېښې په پلمه په افغانستان کې د نړیوال منشور د (۵۲ مې ) مادې پر بنسټ د افغانانو د خپلواکۍ او د خاورې د تمامیت د حُقوقو له  په نظرکې نیولو پرته  په ډېره بېباکۍ او سپین سترګۍ پلې کړه .  افغانستان یې د نړیوالې جګړې لومړۍ کرښه جوړه کړه ، په تُرکمنستان او اُزبکستان کې یې د یونیکال او بریډاس په څېر د ( ۷ ) لویو کمپنیو پانګونه وکړه . د افغانستان تر نیولو څه موده وروسته یې پاکستان ته د ( C I A ) اړوند ( ۴۰ ) تنه امریکایي جنرالان د پاکستان د اتومي پُرو ګرام د څارلو له پاره اسلام آباد ته ولېږل ، تر څو خپلې اوتومي سر ګلولې یې د دوی پر ضد و نه کارول شي . خو افغانستان یې د ثُبات ـ امنیټ ـ ښې حُکومتدارۍ او بیارغونې تر شعارونو لاندې پوره ( نهه )کاله د روسانو په څېر و غولاوه . روسانو هم د ( کور ـ کالي ډوډۍ ) تر شعار لاندې افغانان ( بې کوره ـ بې کفنه او پردیو خیراتونو ته کښېنول ) ، او د امریکې تر مشرۍ لاندې ناټو هم افغانان د ( بې امنیو ـ ړنګولو ـ بې ثُباتۍ ـ ناولې پر فساد او اختلاس ککړې حُکومتدارۍ ) د ویر او ماتم پر ټغر کښېنول . افغانستان دوی ونړاوه ، د افغانستان نظام دوی د بې ثُباتۍ پر خوا روان کړی ، امنیّت دوی ګډوډ کړی ، او ښې حُکومتدارۍ ته دوی د پای ټکی اېښودل غواړي ، ځکه  د افغانستان  په کورنیو چارو کې په ډاګه ګوتې وهي ـ چې ښکاره بېلګې یې په انتخاباتو کې د پیټر ګالبرېټ او اُرو پایي استازي لاسوهنه ده چې د افغانستان د مشر تابه مشروعیّت یې د اوباما له ستراتیژۍ سره سم تر سوال لاندې راوستل. د بارک اوباما ستراتیژي په افغانستان او سیمه کې داده چې جنګ او سوله د خپلې دوامداره ناروا تغذیې له پاره څنګ په څنګ پر مخ وړي . ددې مانا داده چې په افغانستان او سیمه کې هېڅوک باثُباته او خوندي  پر خپل واک پاتې نه شي . او تل په سیمه کې اوبه خړې ـ او خپل کبان په کې ونیسي . ځکه خو یې په حُکومتونو کې حُکومتونه ـ او اپوزیسیونونه جوړکړي دي ـ تر څو پر مسؤلو افغان مشرانو د هر اړخیزو فشارونو په بدل کې خپلې ناروا غوښتنې او فیصلې ومني . د امریکې په مشرۍ نړیوال ایتلاف یا ناټو د افغانستان له مُنتخب ؤلسمشر  حامد کرزي سره د ملي اُردو ـ ملي پو لیسو ـ اداري اصلاحاتو ـ او بیارغونې ژمنې کړې وې ، خو یوه یې هم عملي نه شوه . په نړۍ کې یې د افغانستان د بیا رغونې په نامه ډېرې مرستې را ټولې کړې ـ خو افغان دولت ته یې له ستونزو د خلاصون پر ځای نور کړاوونه هم وزیږول ، د( ډي ډي آر) او ( ډایاګ ) په نامه یې افغانستان بې وسلې او بې واکه کړ ، هوایي ځواک خویې زموږلا د مخه را ختم کړ.  خو په بدل کې یې هغه امریکایۍ پپشې هم افغان ځواکونو ته ور نه کړې ـ چې خپل ځان پرې وساتي . او اوس یې  دېته ملاتړلې چې د تاریخ په دې حساس پړاو کې زموږ نظام را ړنګ کړي . خو پو ښتنه دا را پور ته کېږي چې آیا امریکه په افغانستان کې اوس مهال تر کرزي بل داسې بدیل موندلی شي چې دا تشه پرې ډکه کړي ترڅو امریکه او ور سره ټلواله خپلو موخو  ته پرې ورسېږي ؟ نه ! هېڅکله نه !  ځکه چې د روسي او امریکایي شطرنج مّدنظر هغه افغاني دانې لا د مخه نورو کارولې ـ او نن ورځ له کاره لوېدلې دي . او په پاکستان کې د انګرېزانو د خانۍ او نوابي فورمول نور په افغانستان کې نه چلېږي چې دلته به هم له افغانانو د خان او ارباب تر ګروت لاندې د قمار په موټي کې کار ترې واخلي . ځکه هغوی له تېرو یادونو د عبرت درسونه اخیستي . او اوس مهال یې د سره بېل یې کړه ـ اېل یې کړه  ، تر آزمون لاندې د راغلو مېلمنو د وېش لوبې ته سترګې نیولې ـ چې بیا د چا پر سینه د دوښمنۍ سپېرې نه منونکې کرښې را کاږي ؟ چېرته دوبۍ ـ  که فلسطین جوړوي ؟ او که کشمیریا بلو څان جوړوي ؟ یابه تېبت او هندوستان جوړوي ؟ یا به آزاد پښتونستان جوړوي ؟ او یابه لوی تاجکستان جوړوي ؟ تر څو امریکایي لښکرې د روسي نظام قراول په در وازه کې ودرېږي ، او نړۍ په بشپړه توګه یو قطبي شي . خو افغانستان او د سیمې نور هېواد,نه به د نړیوالو باروتي فیلانو تر پښو لاندې  په جوړ شوي  غوبل کې قُرباني شي . له دې ټولو موږ دا پایله تر لاسه کولی شو چې که امریکه د آسیا زړه (( افغانستان )) په هر اړخیزه فعاله تو ګه ورغوي ـ بیا کېدی شي چې نړیوال کالبوت ته له همدې زړه نه په ټولو اقتصادي او دیپلو ماتیکو رګونو کې ژوندۍ وینه ورسېږي . دا به د ټولو په خیر وي . نه چې په سیمه کې د مجهولې جنګي ستنراتیژۍ نامالوم تګلوري خلک په شک اوترهه کې اچولي دي .

دا ولس د لوی څښتن (ج) پیدا ده، ستا نه:

دا ولس د لوی څښتن (ج) پیدا ده، ستا نه:

 

په کندهار کې په ۳۰۳ ډوله موټر کې د شهید شویو وطنوالو په اړه

ښایی چې دا خبره به ټولو اورېدلی وی چې د مظلوم د بې وسۍ په چیغه د لوی څښتن (ج) عرش لړزېږی.
او پدې هم ښایی هر څوک پوه وی چې افغانان ډېر بې وسه او مظلوم دی.
له یوې خوا بېسوادۍ او بې وزلۍ ځپلی او له بلې خوا د نفس او خواهشاتو د غلامانو ډول ډول چل ول.
هوکې دا همغه ملت ده چې په اوړی ېې تودوخه او په ژمی یخنی وژنی.
د دې ملت ماشومان په پښو بوټونه نلری او په سر خولۍ.
که د شپې لپاره یوه ګوله ډوډۍ پیدا کړی نو سبا ته حیران وی.
که ناروغه شی نو د درملتې پیسې نلری.
ولې دا هم د لمر غوندې روښانه ده چې دا ملت د خپلو نیکونو په څېر د جګړې د ډګر اتلان دی.
همدې ملت د نړۍ ډېرو لویو لویو ځبرځواکونو ته داسې ماتې ورکړی چې هغوی اوس هم پخپلو پښو نشی درېدلی.
ژوندۍ بېلګه ېې پرونۍ سور ښکېلاک ګر پوځ ده.
دا ملت هېڅ ډول پرمختللې وسله او ټېکنالوژی نلری.
یواځنۍ وسله ېې ټینګ ایمان او د سرښندنې جذبه ده.
نو ای د وخت فرعونی ځواکه:
ای د نفس او شهوت غلامه:
ای د دې مظلوم ولس د وینو سوداګره:
ای د چل ول د ډګر اتله:
یاد لره چې دا ولس ستا پیدا نده.
دا د لوی څښتن پیدا ده.
او لوی څښتن پرې ناراضه کېږی.
د هغه د رحم او د بښنې د نومونو سربېره یو نوم قهار هم ده.
هسې نه چې د هغه قهر درباندې نازل شی او په هغه برخه لیک دی اخته کړی چې ستا غوندې نور د نفس او هوس غلامان پرې اخته شوی دی او نوم او نښان ېې د تل لپاره ورک شوی ده.
هسې نه چې د دې بې وزله ولس اوښکې او وینې یو بحر شی او د نورو فرعونی ځواکونو او د نفس او هوس د بنده ګانو په څېر تا هم خپلو څپو کې واخلی او د تل لپاره دې لدې نړۍ څخه پناه کړی.
نن چې د دې ولس ښځینه او نارینه په خوب ویده د اور د لمبو خوراک کېږی.
نن چې په بېلابېلو ډولونو د دوی سپکاوی کېږی.
نن چې د دوی د ښادۍ محفلونه په غم بدلېږی.
نن چې ېې د پتمنې ناوې لاسونه په خپلو وینو سره کېږی.
نن چې ېې بچی یتیمان کېږی.
نن چې ېې د سورلۍ موټر د ډول ډول ګولیو نښه ګرځی.
نن چې ېې وژل، نیول ، وهل ډبول او بندی کول ورځنۍ پېښې دی.
نن چې د جاسوس، اورپکی،باغی ....... او نورو په نوم د ژوند نه بې برخې کېږی.
نن چې ېې جونګړې ورانېږی.
هرڅوک پوهېږی چې پدې کې د چا لاس ده.
منم چې ته به په یو او بل نوم او په خپلو غوړو چربو خبرو دا ملت دوکه کړې.
خو ترڅو؟
ترکومه؟
هغه ذات به څنګه دوکه کړې چې ستا د زړه او رګ رګ نه خبر ده؟
دا هم مه هېروه چې دا تر ټولو ستر او ځواکمن څښتن لری.
هغه چې ستا لدې ساتونکو څخه ډېر ښه ساتونکی ده.
هغه چې کولی شی ستا دا ساتونکی هم د سترګو په رپ کې د ځمکې له مخې نه ورک کړی.
ستا دا زبرځواک هم له دوی ډېر بې وزله او بې وسه کړی.
یو ځل بیا درته وایم چې له له لوی څښتن نه ووېرېږه او پدې بې وزله ولس رحم وکه.
د دې ولس د بې وسۍ چیغې ډېر زبرځواکونه د نابودۍ کندې ته ګوزار کړی.
ډېر زبرځواکونه ېې د لوی څښتن په قهر او غضب اخته کړی دی.
که ستا ددې ساتونکو همدا ظلمونه وی.
که ته ورته همداسې په برندو سترګو ګورې.
که ته ېې همداسې لدې بدې ورځې ناخبره ېې.
که ته همداسې د واک او قدرت په نشه کې ډوب ېې.
که ته همداسې د یتیمانو اوښکې نه وینې.
که ته همداسې د هغې بورې مور چیغې نه اورې چې د مړ شوی زوی سرته ناسته ده.
که ته همداسې د ورارې خور د سرتور سر نه سترګې پټوې.
نو لرې نده چې لدې اوښکو نه یو لوی سمندر جوړ شی.
او تا او ستا دا د زور اوزر په اسپه سواره مغروره ساتونکی پخپل ځان کې ډوب که او د تل لپاره دا دنیا ترې خلاصه کړی.
زړه ېې مه ګڼه تور کاڼی د صحرا ده     په لیدو د زخمی زړه چې زخمی نه شی.

په درنښت.

د ايران زورزياتی او د افغان حکومت چوپتيا  .

د ايران زورزياتی او د افغان حکومت چوپتيا

 

افغان وګړي د بېکارۍ او ناچارۍ له امله نورو هېوادونو ته د تګ زړه ښه کوي ؛ سره له دې چې په نورو هېوادونو کې  له راز راز ستونزو سره مخ وي خو بيا هم  تر خپل هېواده هغه ځای د ځان لپاره غوره ګني ؛ ځکه چې د هېواد په کچه  تراوسه خلکو ته داسي د کار لار نده هواره شوی چې هر سړی دې د ځان او خپلو بچو لپاره يوه ګوله حلاله ډوډۍ پېدا کړي . افغانان په خپل هېواد کې د شته ناخوالو په پايله کې د نړۍ ګوټ ګوټ ته لاړل او ځينو خو يې ان ځانونه د نورو هېوادونو وګړي کړل او اوس ښايي د همدغو هېوادونو ګټو ته ځانونه ژمن وبولي .   بهرنيو هېوادونو ته د تګ په برخه کې افغانان پړه نه دي ځکه چې له بدې ورځې  د مساپرۍ څپلی په پښو کړي او په نورو هېوادونو کې ډيرو زورزياتيو ته د غاړې  په  ايښدو اړوتي ؛ پاکستان او ايران هغه هېوادونه دي چې ګڼو افغانان  له کلونو راهسي  ورته مخه کړی . افغانانو ته  په دغو  دواړو هېوادونو کې تل د سر په کاسه کې اوبه ورکړل شوي ؛  په دې وروستيو کلونو کې چې په  نورو هېوادونو کې  له ميشتو افغاانانو سره هر څه شوي نو زموږ دولت  ورته د خير په غونډۍ ناست دی ؛  نوروهېوادونو ته خپل وګړي ډير ارزښت لري او کله کله خو لېدل شوی چی  ځينو هېوادونود په نورو هېوادونو کې د  خپل يوه وګړي د ژوند پر سر  د مليونو ډالرو له ورکولو څخه هم ډډه نده کړی . خو له موږ  افغانانو سره چې د نورو هېوادونو له لورې  هر راز ناوړه چلند شوی نو زموږ دولت تر ډيره ځان ناګاره او غلې اچولی او د بېلابېلو  استدلالونو له مخي يې  نرم درېځ   غوره کړی دی چی د  حکومت د همدغو دريځونو په پايله کې د افغانانو پر حقونو تيری شوی او له راز راز ستونزو سره  مخ شوي دي . زه نه وايم چې افغان  حکومت دې هم  د نورو هېوادونو په څير د خپل يوه وګړي د ژوند د ژغورلو لپاره په مليونو ډالره ولګوي دا نه شونې ده او نه هم خلک له حکومته د داسي څه هيله لري . په دې وروستيو کې  په ايران کې د دريو زرو په شاوخواکې افغانانو د اعدامولو خبرې راپورته شوې خو افغان دولت د دغو کسانو د ژغورنې لپاره هېڅ هم ونه کړل او دا هم  لا ورته سمه جوته نده چې په دغو هېواد کې څومره افغانان بنديان دي؟ د بنديانو جرمونه څه دي  ؟په څه حالت کې دي له نړيوالو قوانينو اونورمونو سره سم چلند ورسره کيږي کنه ؟

 

په  دې برخه کې زموږ د دولت تر ټولو لويه توره دا  ده چې په خبرې غونډو کې څرګندونې وکړي او ووايي چې موږ به په دې اړه د  هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړو خو وروسته بيا د خبرو او د خبرو نه کولو څه څرک نه لګيږي ؛ دولت ته په کار وه چې په ايران کې يې د دريو زرو په شاوخواکې پر اعدام  د محکمو افغانانو په تړاو لا له وړاندې خپلې هلې ځلې کړې وای. او لږ تر لږه  د همدغو بې وسه بنديانو د جرم پوښتنه خويي کړی وای چی کېسه څه ده ؛ خو له بده مرغه چې زموږ اوسنی حکومت  د خپلې ناسمې تګلارې له مخي له داسي هېوادونو سره  هم پر ښو اړيکو ټينګار کوي چې له يوې خوا غيږ ورکوي او بله خوا يي په خيټه کې چاړه ورننباسي ؛ له ټولو هېوادو نو سره د ښو اړيکو درلودل ښه دی خو داسي نه چې که بل هېواد ستا د خلکو په وژلو پسې هم راخستې وي  ته  ورته مه په خوله مه راوړه چې اړيکي به دې ورسره خړې پړې شي ؛ د ايټاليا حکومت د دغه هېواد د دريو داسي وګړو پر سر ښاغی کرزي ته ليک را استوي چې په ترهګريزو کړنو چې د اوسمهالي پير تر ټولو ګواښنده او خطرناکه  ښکارنده د ه تورن دي ؛ خو زموږ حکومت د خپلو دريو زرو هغوافغانانو پسې سر نه ګرځوي چې د اعدامولو لړۍ يې پېل شوی ده ؛ حکومت بويه چې په ايران کې د افغان زندانيانو د جرمونو پوښتنه وکړي او دا څرګنده کړي چې په کوم تور دار ته خيژول کيږي ؛ ايران اړ دی چی د نړيوالو قوانينو له مخي د هر بندي افغان جرمي دوسيه افغان حکومت وښيي. افغان دولت بايد تر وسه وسه هڅه وکړي چې  په ايران کې  افغان زندانيان  له  اعدامه وژغوري او د بند موده يې راکمه کړي . 

افغانستان : ٥٩٩ قاچاقبران پيژندل سوي او نيول سوي دي  .

افغانستان : ٥٩٩ قاچاقبران پيژندل سوي او نيول سوي دي

 

د نشه ايي توکو سره د مبارزي د عدليي او قضايي مرکز د پلټني او بررسى لوي مدير نورمحمد ځاځي وويل چي دوي د تير کال په ترڅ کي په لسګونه ټنه نشه ايي توکي چي تارياک ، چرس ، هيروين او داسي نور مخدره مواد پکښي شامل دي تر لاسه کړي دي . دده په خبره چي په تير کال کي له بيلابيلو ولايتونو څخه ٣٩٥ قضيي دوي ته رسيدلي او دنشه ايي توکو د قاچاق په تور يي ٥٩٩ تنه نيولي دي چي داستناف محمکي له خوا په سزا محکوم سوي او ٤٩ تنه د موثقو اسنادو د نه درلودولو له کبله بي ګنا پيژندل سوي او خوشي سوي دي . دده په خبره د دوي له کارکوونکو له لوري د نشه ايي توکو سره د مبارزي لړۍ روانه ده او دوي په دي هڅه کي دي چي په افغانستان کي د هر ډول نشه ايي توکو د قاچاق او کرکيلي مخه ونيسي . دده په خبره دوي ته د ځينو لوړپوړو چارواکو په هکله هم معلومات په لاس ورغلي دي چي د نشه ايي توکو په قاچاق کي لاس لري خو تر هغه وخته کوم اقدام نه سي کولاي څو اسناد او شواهد په لاس کي ونه لري .
وروسته د ابتدايي محمکي لوي ريس محمدزمان سنګري وويل چي دوي په تير شمسي کال کي د نشه ايي توکو د قاچاق د نورو لسګونو تورنو کسانو تر څنګ ٣٥ تنه دولتي کارکوونکي او ١٣ تنه بهرنيان چي دنشه ايي توکو د قاچاق په تور نيولي  په نولسو کلنو بند او دوه ميليونه نقدو افغانيو جريمه کړي دي .
دده په خبره ددوي د څيړنو له مخي چي کوم اسناد تر لاسه سوي دي نوموړو  کسانو  هندوستان ، چين ، تاجکستان ، ازبکستان ، ايران ، پاکستان او اسټرليا  ته نشه ايي توکي قاچاق کړي دي .
د سنګري په خبره چي په افغانستان کي د ٩٤ قاچاقبرانو په نيولو سره هلمند ولايت د دوي دلست په سر کي او ننګرهار ولايت د ٦٠ قاچاقبرانو په نيولو سره د لست په دوهمه برخه کي ځاي لري .
محمدزمان سنګري  ځيني  هغه دولتي مامورين هم په ګوته کړه چي د نشه ايي توکو د قاچاق په تور نيول سوي دده په خبره يو تن دهلمند ولايت د يوي ښوونځۍ ښوونکي ، په کندهار کي ديوي امنتي پوستي قوماندان ،د  ميدان وردګو ولايت د ٢٠١قول اردو قوماندان ، د تخار ولايت ديوي ولسوالۍ امر او دکابل دنړيوال هوايي ډګر دوه امنتي موظفين  دي .
د يادوني وړ ده چي دنشه ايي توکو سره دمبارزي د عدليي او قضايي مرکز د پلټني او بر رسى لوي مدير او د ابتدايي محمکمي لوي ريس کندهار ته د دي ولايت د چارواکو سره د همږغۍ دپيدا کولو په موخه راغلي څو څنګه وکولاي سي چي دنشه ايي توکو په وړاندي ګډه  مبارزه چټکه او ګړندۍ کړي .

حضرت علامه ابوالوفاء افغاني (رح) .

حضرت علامه ابوالوفاء افغاني (رح)

 

په ۱۹۹۲ع کال کي په کراچي کي دکتاب له احتیاج سره مخامخ سوم . علامه رشادمرحوم په کابل کي و. په لیک کي مي دخپل حال دبیان په ترڅ کي دکتاب داحتیاج خبره هم ورته وکښله . په جوابیه لیک کي راته فرمایلي وه چي له حاجي عبدالغني کتابفروش سره شناخت پیداکړه دکتاب احتیاج به دي په رفع سي . ماچي دحاجي عبدالغني لټه شروع کړه،له بده مرغه خبرسوم  چي حاجي صاحب له څه مودې راهیسي ناروغ دئ اوپه کورکي پروت دئ . دکتابودوکان یې زامنوخرڅ کړی اوکتابونه یې کتابفروشانو رانیولي دي . خواشینی سوم . یوپه دې چي دحاجي عبدالغني دکتابو د ذوق خبره مي په کندهارکي لااورېدلې وه . دی دکندهاریوې مشهوري علمي اوتجارتي کورنۍ ته منسوب و. مااورېدلي وه چي دحاجي عبدالغني پلاراودښاغلي عبدالرحیم هاتف پلار( مولوي محمدویس کاکړ)سره تربرونه وه.حاجي عبدالغني د حاجي محمدمیرزوی اودحاجي محمدنورلمسی و. دیني علوم یې لوستي وه اودکورنۍ روایت یې دئ چي دشراف الدین اخندزاده له محضره یې هم استفاده کړې وه . خووروسته په تجارت اخته سو اوپه ۱۳۴۵ ش کال یې دکندهارپه ارگ کي دکتابودوکان پیل کړ. دغوایي ترکودتاه یوکال وروسته کراچي ته کډه سو(۱۳۵۸ش) اوهورې یې دعلامه آدم بنوري (رح)مسجدجامع اومدرسې ته څرمه دکتاب پلورلودوکان پرانیست . په ۱۹۹۳ ع کال دسپټمبرپه میاشت کي وفات سواوپه کندهارکي پخپله پلرنۍ هدیره کي ښخ سو.
دحاجي عبدالغني کتابفروش دوکان ماهغه وخت ولیدچي حاجي صاحب نوردمرگي په خوږپه کورکي ناروغ پروت و. دکراچي ښاردغه سیمه چي دکتاب پلورونکودوکانونه پکښې دي،په رسمي توگه د "نیوټاون" په نامه یادېږي اوپاکستانیان یې له خپل ژبني عادت سره سم دنامه وروستۍ څپه مشدده تلفظ کوي او"نیوټاوَن" یې بولي . ماچي له شاوخواکتاب پلورونکوڅخه دحاجي صاحب دکتابوپوښتنه وکړه، یوچا راته وویل چي کتابونه ټول یوه پېښوري کتاب فروش رانیول . هغه شخص مي پیداکړاونوموړي په ډېره مینه دخپل دوکان شاته یوه کوچني سرای گوټي ته بوتلم اودخپل گودام دروازه یې راته خلاصه کړه . گودام یوه تاریکه کوټه وه پردېوالویې دژوولوپانوسرې ټپلي خورا ډېري وې چي په هغه لومړي وارکتویې زماخواراووهله ،زړه مي راته وویل چي تردې لټون تېرسه خودکتابومینه راباندي غالبه سوه اود گودام خواگرزنه وضعه مي پرهیڅ وشمېرله . پټومي ترځان لاندي کړ ، اودکتابوپه لټون کي ډوب سوم . فارسي،پښتواوعربي کتابونه غیر منظم سره پراته وه . مایې دپښتوکتابولټه پیل کړه . یوڅومي پکښې ټول کړل اوپه هغوکي پرزیاتروکتابودارواښاد مولانا ابوالوفا افغاني یاداښتونه لیکل سوي وه . دحاجي عبدالغني مرحوم او د حضرت مولوي ابوالوفاء صاحب په اړیکومي سرنه خلاصېدئ ځکه په دې باب مي پخواڅه نه اورېدلي . داڅرک نونس کاله وروسته هغه وخت راته څرگندسوچي داستادخالق رشیدپه قلم مي دانټرنیټ په پښتو ویبپاڼو کي یومضمون ولووست . ددې مضمون عنوان " ددکن جامعه نظامیه دکندهاري عالمانوستراسلامي یادگار" دئ اوبینواویبپاڼي د۲۰۰۹ ع کال داپریل پراوومه خپورکړ. دالیکنه دهنددحیدرآبادښارپه عثمانیه پوهنتون کي دفارسي ادبیاتودیوه نړیوال کنفرانس په باب ده چي په هغه کي دټول هند،افغانستان ،ایران اوتاجکستان هیئتونو برخه اخیستې وه . دکنفرانس په پای کي پروفیسورخالق رشیددجامعه نظامیه دمشرمفتي خلیل احمدصاحب سره ،چي دهندله لویواسلامي پوهانوڅخه دئ،دعلامه ابوالوفاء افغاني په باب خبري اتري کړي او د نوموړي مشرله خولې یې لیکلي دي :" دعلامه ابوالوفاء کندهاري خدمتونه ددغې نومیالۍ مدرسې په وده اوپیاوړتیاکې هغه څه دي چې دغه ستراسلامي مرکزیې اسلامي نړۍ ته دیوه ستراسلامي مرکز په توگه وروپیژاند. دهغه عربي آثارتراوسه هغه څه دي چې دعربي هیوادوپه اسلامي مرکزونوکې لوستل کیږي،ان چې په نبوي جومات کې هم دده آثارخپل ځانگړی ځای لري ..." استادخالق رشیدزیاتوي چي " دعلامه ابوالوفاء کندهاري شاگرد(مولاناصاحب)... تراوسه پوري هغه شنې چای،چې بابابه څښلې،دی یې هم څښي ... ابوالوفاء صاحب اوس هم دباباپه نامه یادوي ". خالق رشیددمولانامفتي خلیل احمد صاحب له خولې لیکي " له موږسره خورازیاتي پښتوقلمي نسخې وې،یوزیات شمېریې مااو باباپه صندوقوکې واچولې دعبدالحي (علامه حبیبي) چې پرباباډېرگران و،په مشوره موپه ډیلي کې د افغانستان سفارت ته وسپارلې،څه نورې چې پاتې وې هغه موپه دې خاطرچې دلته یې لوستونکي نه درلودل،عبدالغني ته ورکړې هغه له ځانه سره یووړې،اوس پښتوڅه په کتابتون کې نه لرو...." ددې روایت یوه برخه ماپخوادښاغلي زلمي هیوادمل په قلم "دهنددکتابخانو پښتونسخې " نومي اثرکي دحامددېوان په برخه کي ( دتعلیقاتو ۲۳۵مخ) کي په لږڅه بدلون سره لوستې وه . هیوادمل صاحب لیکلي دي :" حامددمولاناابوالوفاصاحب افغانی(۱۳۰۸ ــ ۱۳۹۵هق) له دوستانوڅخه و. خپل دغه دیوان یې هم نوموړي ابوالوفاصاحب ته ورکړی و،اوماهم په انجمن احیای معارف النعمانیه کی وکوت.( دغه انجمن مرحوم ابوالوفاصاحب جوړکړی و،اوله دې انجمنه یې ډیرعربي متون خپاره کړل دراوي (دانجمن احیای معارف النعمانیه داوسنی سرپرست) په قول حامدترمړیني دمخه خپله کتب خانه حضرت مولوي ابوالوفاصاحب ته حواله کړه،چي دافغانستان علمی موسساتوته یی واستوي،مولوي ابوالوفاصاحب دهغه له وصیت سره سم دحامدد مړیني په کال دده کتابونه په ډیلي کي دافغاني سفارت کارکنانوته حواله کړه،چی چاپي اوخطی کتابونه پکی شامل وو". ښاغلي هیوادمل صاحب دحامددمړیني کال ۱۳۹۴هق =۱۳۵۲ش =۱۹۷۳ع کښلی دئ نوداکتابونه به په همدغه کال افغاني سفارت ته تسلیم سوي وي . هیوادمل صاحب داخبره نه ده لیکلې چي داکتابونه نوبیاد افغانستان کوموعلمي موسسوته ورسېدل که یا؟ په هرصورت ، له دې یادونو څخه زماهغوپوښتنوهم جواب وموندچي په کراچي ښارکي مي د پیښوري کتابفروش په گودام کي دابوالوفاءصاحب مرحوم په لاس د یاداښت سوو کتابوترموندلووروسته ذهن ته راغلي وې . داکتابونه د هغه حاجي عبدالغني په لاس ترکراچي پوري رارسېدلي وه چي دجامعه نظامیه اوسنۍ مشرمولانامفتي خلیل احمدصاحب یې استادخالق رشیدته یادونه کړې ده اوتاسي څوکرښي وړاندي ولوستله .گویا د ابوالوفاء صاحب دکتابویوه برخه حاجي عبدالغني ته رسېدلې وه . ما چي دحاجي عبدالغني مرحوم کتابونه وکتل په هغوکي خطي کتابونه نه وه ټول چاپي کتابونه ول .
ددې کتابویوه کوچنوټې برخه همدااوس زماسره په کاناډاکي خوندي ده اوکله چي یې ګورم،دهغوپخوانیوخواخوږوپه ارمان مي ستونی له غرېوه ډک سي اودخپل قوم اوخپل ښارپرخلکومي افسوس راسي چي ولي ددې خاوري بچیانوته اوس دعلم وکتاب دښووني پرځای د انسان وژني تدریس کېږي  .
علامه ابوالوفاء کندهاري دجامعه نظامیه اتم مشرو. دده له نامه سره مي اوس د"حیدرآبادي" لقب هم ترسترگوسو اوزه ددې لقب یادونه په دې نیامت لیکم چي یوخت به یې ښایي د"افغاني" او"کندهاري" لقب له نامه څخه بالکل حذف سي اوبیابه یې څوک په دې لقبو نه پېژني .هسي خودهندپُرفیضه خاوره دافغانانواوپښتنوله پاره تل دوهم کور گرزېدلی دی . امیرخسروله بلخه ولاړ، په هندکي یې دخپلوارمانو تحقق ته لاره خلاصه سوه،"دهلوي" سو. دحصارک جناب میاصاحب د خپلوعلمي او عرفاني هڅواغېزه په هندکي موثره وگڼله اوله خپل کور وکلي څخه یې ډېرلیري ، دسندهـ په شکارپور(ښکاپر) کي واړوله، د "جلال آبادی" پرڅنگ "شکارپوری" هم سو. دهندخاوره،ادب اوعلم ځانگړې جاذبه اواغېزه لري .زموږدمعاصري دورې هغه علمي شخصیتونه ډېرښه ځلېدلي دي،چي له هنده یې توښه راوړې ده ځکه نو داکومه نوې خبره نه ده چي دافغاني شخصیتوپېژندنه په هندي القابوسره کېږي خودا خبره که له یوې خوادافغانانوآفاقیت تمثیلوي نوله پلوه ددغه ترخه واقعیت څرگندونه هم راته کوي چي موږله بده مرغه دخپلو علمي هستیودساتني وپالني استعدادنلرو. دنړۍ ژوندي قامونه خپلو اسلافوته په درنه سترگه گوري او یادیې ژوندی ساتي .
دمولاناابوالوفاء صاحب په باب استاد خالق رشیدپخپله لیکنه کي په انگرېزي ژبه يولړمطالب راوړي دي چي زه یې دلته راژباړم :
" دامام ابوالوفاء افغاني الحیدرآبادي لنډه پېژندنه :
زېږېدنه ۱۳۱۰هق، مړینه ۱۳۹۵هق
علامه المحقق ،الفقیه،الاصولي،المحدث،الناقد،السیدمحمودشاه القادري الحنفي دسیدمبارک شاه القادري الحنفي زوی و،چي په ابوالوفاء افغاني باندي مشهوراوپه کندهارــ افغانستان کي زېږېدلی و. دی په ۱۳۳۰هق کال دکن حیدرآبادته راغئ اوپه جامعه نظامیه کي شامل سو. دلته یې په تفسیر،حدیث،فقه،تجویداوقرائت کي تحصیل وکړ. دده له استادانوڅخه یوهم دجامعه نظامیه اودنړۍ دمشهوردایرة المعارف العثمانیه بنسټ ایښوونکی داسلام سترعالم شیخ الاسلام فضیلت جنگ الامام الکبیرمولاناانوارالله فاروقي و(دی هم دکندهار واودده په باب ویل سوي دي چي اصل ونسب یې حضرت شاه رفیع الدین قندهاري رحمه الله ته رسیږي اوپلارونیکه (اسلاف) یې د کندهاروو). نوراستادان یې شیخ الکبیرعبدالصمد،شیخ عبدالکریم، شیخ محمدیعقوب،شیخ مُقري محمدایوب،شیخ رکن الدین اونور.
شیخ مولاناابوالوفاء افغاني دحنفي څېړنومشهورمرکز (احیاء المعارف النعمانیه)تاسیس کړچي ددغه مرکزستره وظیفه ددوهمي او دریمي هجري پېړۍ دفقه اوحدیثودستروسلفوعلماوودکتابوڅېړل او خپرول وو.
شیخ ابوالوفاء حجازته هم سفرکړی اوڅه موده هورې پاته سوی و. هغو علماووچي له ده سره یې په حجازکي لیدنه کتنه کړې وه، ده ته یې ډېر درناوی درلوداو ده له هغوی څخه یې اجازې اوتصدیقونه (اسانید) ترلاسه کړي وو.
دده له خوایوشمېرڅېړل سوي اوخپاره سوي کتابونه په دې ډول دي :
۱ـــ کتاب الآثار،دامام القاضي ابویوسف (۱۸۲هق مړ)
۲ــ کتاب ردالسیرالاوزاعی،دامام القاضي ابویوسف
۳ــ کتاب اختلاف ابی حنیفه و ابن ابی لیله، دامام قاضي ابویوسف
۴ــ کتاب الاصل، دامام محمدبن حسن الشیبانی (۱۸۷هق مړ). ډېر گټورکتاب دئ اودفقه اوجهادمسايل لري .
۵ ــ جامع الکبیر،دامام محمدبن حسن
۶ ــ شرح کتاب الآثار،دامام محمدبن حسن
(کتاب الآثاردعلامه حبیبي په لیکنه کي دامام ابویوسف تالیف بلل سوی دئ . وگ : شل مقالې،څلورمه برخه ۱۶۱مخ)
۷ ــ الحجه علی اهل المدینه،دامام محمدبن حسن ( دسترامام المحدث مفتی مهدی حسن له حواشیوسره). ډېرگټورکتاب دئ .
۸ ــ مختصرالتحاوی فی فقه الحنفیه،دامام ابوجعفرالتحاوی ( ۳۲۱هق مړ)
۹ ــ تاریخ الکبیر،دامام بخاری ( فقط دریم ټوک یې)
۱۰ ــ نفحات الجساس؟،دامام السرخسي
۱۱ ــ اصول الفقه ،دامام السرخسي
۱۲ ــ شرح زیادات،دامام السرخسي
۱۳ ــ اخبارابی حنیفه واصحابه،دامام ابی عبدالله المصری (۴۳۶هق مړ)
۱۴ ــ مناقب ابوحنیفه وصاحبه ابی یوسف ومحمد،دامام ذهبی
۱۵ ــ عقودالجمعان فی مناقب ابی حنیفه النعمان، دامام محمدبن یوسف الصالحی الشافی (۹۴۲هق مړ)
اونورزیات شمېرکتابونه .
شیخ عبدالفتاح دمولاناشیخ ابوالوفا افغاني له شاگردانوڅخه و. شیخ عبدالفتاح درې واره حیدرآبادته تللی واودحیدرآبادله نورو علماوو لکه محدث الدکن شیخ العلامه ابوالحسنات عبدالله شاه نفقشبندی قادری څخه یې اجازې اوتصدیقونه (اسانید) اخیستي ول ."
داوه دهغي انگرېزي لیکني پښتوژباړه چي استادخالق رشیددخپلي لیکني په منځ کي د(www.jamianizamia.org)په حواله راوړې ده . په دې لیکنه کي دراغلوکتابودنومونواصلي بڼه ښایي ډېره دقیقه نه وي اواستادخالق رشیدچي یې انگرېزي متن راوړی دئ،ښایي د احتیاط له اسیته به یې راوړی وي،چي نه گانه دکتاب دنامه په ثبت کي ورانی پېښ نه سي . ماهڅه کړې ده چي دکتاب نوم په سم شکل راوړل سي . بنده ترخپل وسه پړدئ .
په دې لیکنه کي دعلامه ابوالوفاء افغاني له نامه سره د"السید" لقب راوړل یوڅه توضیح اوشننه غواړي . که "السید" دعربي ژبي د"ښاغلي اوصاحب"په معنی نه وي استعمال سوی اومرادیې نسبي "سیادت" وي نوزماد معلوماتوله مخي دایوه تېروتنه ده چي بایدپښتانه ورته متوجه وي . د پښتنوډېرمشاهیراوعلماءپه ساداتوپوري تړل سوي یایې پخپله ځانونه پوري تړلي دي او وروسته یې شجرې هم جوړي سوي دي . دپښتوژبي مشهورشاعربهایي جان صاحبزاده یې زموږد زمانې مثال دئ چي د خپلونوروټولووروڼوپرخلاف ځان"سید"بولي خونوروروڼه (عمرجان صاحبزاده،محمدموسی صاحبزاده غونډاني دحرزموسوي مولف او نور) یې ځانونه کیشاڼي توخي گڼي .
حضرت مولاناابوالوفای افغاني دکندهاردارغسان له بارگزیو پښتنو څخه و. هندي علماوو دده اودده دپلارپه نومونوکي د"شاه" دنامه تر اغېزې لاندي  دده اصل ونسب (ساداتو) ته رسولی دئ . دکندهار پښتانه زیاتره له خپلونوموسره د"شاه" لقب زیاتوي .
مولوي ابوالوفا افغاني د۱۳۱۰ هق کال په ذالحجه کي دکندهارپه ارغسان کي زېږېدلی او۱۹۷۵ع کال دجولای پردرویشتمه (د۱۳۵۴هـ ش کال داسدلومړۍ)دسهارپراووبجوپه دکن کي وفات سوی دئ (وگ : شل مقالې،څلورمه برخه،۱۵۵ مخ)
ما(هوتک) په ۱۹۹۸ع کال په یوه لنډه لیکنه کي دحضرت مولانا ابو الوفاء افغاني یادونه کړې وه .دالیکنه اصلاً دعلامه حبیبي په باب لیکل سوې اوپه "افغاني شمله" نومې مجموعه کي خپره سوې هم ده . ددغي لیکني یوه برخه به دلته دموضوع دبشپړتابه په نیامت رانقل کړم .
" ... نه پوهېږم په څه رازمي دمولوي ابوالوفای افغاني کندهاري ( ۱۹۷۵ م مړ) نوم ذهن ته تداعي سو.ښایي یوعلت به یې داؤ چي ارواښادعلامه مولوي ابوالوفاصاحب دعلامه حبیبي مرحوم استادو.
علامه حبيبي لیکي چي له دغه استادڅخه مي " ادبیات،علم قرائت اوهغه کتابونه لوستي ووچي منتهیان یې لولي ".(ژوندون مجله ... د۱۳۶۱ ش کال داسدگڼه)
 اوبله انگېزه به یې داوه چي یووخت دټورنټوښارپه مدینه مسجدکي له هندوستانه یوه راغلي خطیب دخپلوخبروپه ترڅ کي دمولوي ابوالوفاصاحب یادپه ډېردرناوي وکړ. هغه یې خپل استادوباله اودخپل بیان داستنادله پاره یې دنوموړي مرحوم نقل قول دیوه پاخه سندپه توگه راووړ. په حاضرینوکي یوه زیاته برخه افغانان هم ناست وواوحتی دارواښادمولوي صاحب خپل ښاریان اودکوڅې ومحل اوسېدونکي هم ناست وو،خوڅوک خبرنه ووچي دانامورعالم څوک و؟ دې خبري زه ډېرخواشینی کړم اودهمدې خواشینۍ اغېزه ده چي اوس غواړم دعلامه حبیبي مرحوم له یادسره دحضرت مولوي ابوالوفاصاحب په باب هم لږڅه وږغېږم .
حضرت مولوي ابوالوفاافغاني دمعاصرافغانستان له لویوعلمي اوادبي مشاهیروڅخه دئ . اصل نوم یې محمودشاه اودپلارنوم یې مبارک شاه قادري و. پلارونیکه یې دکندهاردارغسان له بارگزوڅخه ووخودی په کندهارښارکي اوسېدئ اودتدریس حلقه یې دعلامه حبیبي مرحوم دکورنۍ په مسجدکي فعاله وه .
مولوي ابوالوفاصاحب سترفقیه و،دقرآن ښه قاري و،مفسرو،محدث و،په علم تجویدکي یې د"دلیل القرآن" په نامه یوکتاب په پښتوژبه کښلی دئ . مولوي صاحب په ۱۳۴۸هق کال په حیدرآباددکن کي د"احیاء معارف نعمانیه" په نامه یوه علمي موسسه جوړه کړه چي له دغي موسسې څخه داسلامي ثقافت شل کتابونه دمولوي ابوالوفا صاحب په تصحیح اوتنظیم خپاره سول . مرحوم ابوالوفاصاحب ته د افغاني دانشمندانودرناوی له هغي قطعې څخه اټکلولای سوچي زموږ فاضل استادپوهاندرشادصاحب (ددغي لیکني پر وخت پوهاند صاحب ژوندی و. هوتک)دنوموړي مرحوم دیوه لیک په جواب کي له ډیلي څخه دکن حیدرآبادته ورلېږلې وه . فاضل استادرشادصاحب ورته کښلي وه چي :
زېبایي د واړه باغ ورســـــــــــــــــــــره درومي
مه راوینې افسرده دگلـــــــــــــــــــــــــــــوبوټي
دگل څـــــــــــــــــوب موراولي دبڼ صحنې ته
که نه څه کـــــــړو،وچي گرگي سپېرې لوټي
داجـــــــــــــــــهان په ښایسته ووښایسته دئ
ښایسته راڅه په مرگ مــــــــــه سه مخ پوټي
زه "رشاد" به دخــــــــــــــــــوبانولارپرې نږدم
که مي پښې سي لـــــــــه طلبه غبرگي شوټي
(دزړه ویني،دپوهاندعبدالشکوررشادشعري مجموعه ــ ۱۰۰ مخ،کابل ۱۳۷۰ش)

ارواښادمولوي ابوالوفاصاحب شاعرهم و. پښتوشعرونه یې په طلوع افغان کي خپرېدل . علامه حبیبي مرحوم چي کله په کندهارکي د"طلوع افغان" اخبارچلاوه (۱۳۱۰ ــ ۱۳۱۹ش)،دکن حیدرآبادته یې دمولوي ابوالوفاصاحب دمطالعې له پاره منظم ورلېږئ . دطلوع افغان ددغوگڼویوه برخه ماپه ۱۹۹۲ م کال په کراچي (پاکستان)کي دعلامه آدم بنوري مدرسې ته نژدې په یوه کتابفروشي کي وموندله چي په یوه مجلّد کي گنډلي سوي وې اوپرځینوگڼوباندي دمولوي ابوالوفا صاحب آدرس لیکل سوی و. ابوالوفاصاحب ترمرگه پوري افغاني پاسپورټ له ځانه سره گرځاوه اوهرکال یې وېزه ورنوې کوله .دکابل له پښتوټولني سره یې منظمه رابطه درلوده اوپه ځینوادبي برخوکي یې علمي لارښووني ورته کولې اوخپل نظریات یې ورته لیکل . په یوه لیک کې چي دپښتوټولني لوی مدیرښاغلي پوهاندصدیق الله رشتین (ددې لیکني پروخت پوهاندرشتین لا ژوندی و. هوتک)ته یې لیکلی دئ (۱۳۳۱ش) اوپه هغه کي یې درحمان باباددېوان دچاپ له امله خوښي ښودلې ده،داسي لیکي : " ... الحمدلله چي زماارزوگاني او تمناوي ماپخپل ژوندکي ولیدلې . دعبدالرحمن بابادېوان داسي ښکلی چاپ شوی دی چي مثل نه لري،سترگي یې په دیدنه مړېږي لیکن دډیروقلمي اوچاپي نسخوسره مقابله اوداختلاف دجمع کولواو دتحقیق کارددې دېوان لا پاتې دی خدای دي وکړي چي گانده ټولنه ددې مهم کاردپاره موفقه شي ...په انگلستان کي دپښتوډېر کتابونه شته چي ډېرنادراونایاب دي ... دداسي کتابونوعکسونه باید را وغوښتل شي،چي دادقوم دژبي لوی خدمت دی ."ادبي لیکونه،پوهاندصدیق الله رشتین ــ ۳۵ مخ د۱۳۷۳ش چاپ)
زموږداروښان فکرروحاني په ۱۳۵۴ ش کال په دکن حیدرآبادکي له فاني نړۍ څخه سترگي پټي کړې،دابدیت جزء سواودادئ څه له پاسه دېرش کاله وروسته یې موږددنیا په یوه داسي برخه کي یادتازه کړچي دعلامه مرحوم په زرگونوهیوادوال پکښې اوسیږي خوله بده مرغه پراتلسولاروسره بېل روان دي. هیوادیې په جگړوکي سوځي اوهیواد ــ وال یې په نفاق کي ."
 
ښاغلی عبدالرحیم هاتف دخپل استاداوښاغلی میرویس حبیبي دخپل پلارعلامه عبدالحي حبیبي له خولې لیکي چي شهیدمولوي عبدالواسع اخندزاده به دمولاناابوالوفاصاحب ډېردرناوی کاوه . دوی لیکي چي مولوي ابوالوفاصاحب چي په هندوستان کي دتحصیلاتو تربشپړولووروسته کندهارته راستون سو،نویوه ورځ دمولوي عبدالواسع اخندزاده محضرته ورغئ اودځان ترپېژندلووروسته یې داخندزاده په غوښتنه دقرآن کریم څومبارک آیتونه قرائت کړل اودهغوتفسیریې بیان کړ . وایي چي اخندزاده مرحوم یې دونه تراغېزې لاندي راغئ چي دهاتف صاحب دلیکني له مخي یې " مولوي ابوالوفالومړی په غېږکي ونیووروسته یې ترلاس نیولی د مراجعینوله منځه یې خپل اړخ ته بوته اوله ځانه سره یې پرکوربچه ورسره کښېناوه" ( افغاني شمله ۶۰ مخ)اودمیرویس حبیبي دلیکني له مخي مولوي عبدالواسع اخندزاده دمازیگردلمانځه پروخت مقتدیانوته مخ راواړاوه اووېویل " ابوالوفاء چي دهغوآیاتوقرائت اوتفسیربیان کړ د اداء له نظره یې غلطي نه درلوده اوپه تفسیرکي یې داسي مطالب وو چي زه تراوسه په ژوندکي هغومطالبوته نه وم متوجه سوی اوداسي یې ادامه ورکړه : په اسلام کي هرڅوک چي عالم وي نوهغه درهبرۍ لایق وي څنگه چي ابوالوفاترماعالمتردی نودامامت حق لري . هغه یې مخ ته کړ اودی یې شاته ودرېداولمونځ یې پسې وکړ. ترهغه وروسته هر وخت چي به مولوي ابوالوفاء په ماجت کي و،نوامامت به یې کاوه." ( افغاني شمله ۷۱مخ)
        علامه ابوالوفاصاحب دافغانستان له افتخاراتوڅخه دئ خوله بده مرغه چي دخپل پلارونیکه په ټاټوبي کي یې قدرچانه دئ کړئ . نه دده په نامه کومه علمي موسسه نومول سوې ده اونه یې په یادکنفرانسونه اوغونډي جوړي سوي دي .
      ددې خاوري دبچیانوله استعدادڅخه ترخپل کورپه پردیوملکوکي ډېره گټه اخیستل سوې ده . پوهاندمیرحسین شاه صاحب په یوه لیکنه کي کښلي دي چي ددوی دتحقیقاتوله مخي دتاج محل ماڼۍ سر مهندس"احمدمعمار"دکندهارو.ددې وطن ماهران نوروته تاج محلونه جوړولای سي خوپخپله مېنه کي دکوډلوددرولوتوان نلري . داولي ؟ داتریخ حقیقت هرومروځانته عیني علتونه لري چي پلټنه یې ددې هیواد دراتلونکوزلمیووظیفه ده . په موږلکه چي څه جوړه نسوه ؟

اوکویل ــ کاناډا
۸ /می / ۲۰۰۹ع

ژوندي دي چي یادیږي (افغانانو وياړلي څهرې )  .

ژوندي دي چي یادیږي (افغانانو وياړلي څهرې )

 

۱-د ښاغلي مولانا خانمیر خان زوی

۲- د وزیر بابا وراره ښاغلی محمد پتنګ مومند
۳- ښاغلی نور احمد خان ستانکزی
۴- ښاغلی ډاکټر عبدالحق خان
۵- ښاغلی مولانا عبدالقادر خان
۶- ښاغلی، پیاړوې وزیر محمد ګل خان مومند بابا
۷- ښاغلی ملک سیدا خان شینواری
۸- ښاغلی مولوي خانمیر خان هلالي
۹- ښاغلی عبدالخالق خان خالق
۱۰- ښاغلی مولوي محمد امین خان خوګیاڼې
۱۱- د وزیر بابا نږدی ملګری او د بلخ حکمران حاجي داد محمد خان عمرخېل
۱۲- ؟
۱۳- ښاغلی عبدالرووف خان علیزی (بینوا)
۱۴- ښاغلی سید قاسم خان رشتیا
۱۵- ښاغلی حاجي ګل محمد خان بړېڅ
۱۴- ښاغلی اې.اېم قادر
۱۶- ښاغلی محمد نواز خټک
۱۷- ښاغلی حاجي عبدالشکور خان
۱۸- ښاغلی حاجي نیازمحمد خان ځاځی
۱۹- ښاغلی سید شمس الدین خان مجروح
۲۰- د پښتو ادب ځلانده ستوری ښاغلی استاد ګل پاچا الفت
۲۱- ښاغلی سید رسول خان رسا
۲۲- ښاغلی قیام الدین خان زاخیل (خادم)
۲۳- ښاغلی نیک محمد خان احمدزی
۲۴- ښاغلی صدیق الله خان رښتین
۲۵- ښاغلی مولوي عبیدالله خان ساپی
۲۶- د پښتو غزل بابا ښاغلی میر حمزه شینواری
۲۷- ښاغلی محمد نور خان
۲۸- ؟
۲۹- ښاغلی محمد رفیق خان کړوخېل
۳۰- ښاغلی نور احمد خان بړېڅ
۳۱- ښاغلی عبدالحق خان کابلی سوداګر

wazeer baba

 

مصلح او مجاهدملانجم الدين اخند زاده .

مصلح او مجاهدملانجم الدين اخند زاده

 

بسم الله الرحمن الرحيم
مولوي داکتر محمد سعيد  ( سعيد افغاني ) چه  دهيواد دينى او ملى شخصيتونو له ژواندانه  سره  مينه  وخاصه  علاقه لرله ، دنجم الدين  اخوندزاده صاحب دڅيړنو تاداو په کال ( ١٣٣٧ ) دنجم المدارس په مدرسه کښى کيښود :
کله چى مولوى سعيد افغانى په کال ( ١٣٣٧ ) دهغه  مدرسى مدير او سر مدرس  و نو  هلته ئې  دمدرسو دشاګردانو  ددينى  ، اجتماعى تربيتى  دلوړ تيا لپاره  اوه نيزه  قلمي جريده  په دوو مخونو کښى  داولين ځل لپاره په نشراتو پيل وکړه  .
ددې  جريدې لومړى ګڼه  د ١٣٣٧  هجري شمسي کال  دميزان په ٣٠ مه نيټه  د ( النجم )  په نامه  خپره شوه  چه  د اخوندزاده صاحب  له نامه  سره  ارتباط لرى .
مولوي داکتر  سعيد افغاني  دالنجم  په څلورمه ګڼه کښي چۍپه کال ( ١٣٣٧ ) هجري شمسي  دعقرب دمياشتي په (٢١ ) نيټه خپر ه شوه ، داسي وليکل :

 ددغه  عنوان لاندي غواړم چي دملا نجم الدين  اخندزاده صاحب سوانح  چه په خپل  وخت  کښى زيات مصلح او دانګليسانو په مقابل  کښى په کلو کلو جنګيدلى بيان کړم .  
( سعيد افغاني )

دده  اجمالي پيژندانه  :
 
 ملا نجم الدين  اخند زاده  صاحب (١)   دامير  عبدالرحمن دپاچائى په وخت کښى دلوى اعتبار خاوند ؤ .  دغه  شاه دي سره دماذونانو دکابل په ښار کى بندى کړو. دى دبندى خانى نه په يو خاص تر تيب مخ  په مشرقى وتيښتيده  او هلته  دمشرقى په سرحد ادتو کښى دمهمندو په سيمه  په ژړوبى او چمر کند کښى او سيده  او دانګليسانو په مقابل کښى به جنګيده.  دي بيا  دامير  حبيب الله خان دپا چائى  په وخت  کښى دهغه په غوښتنه  او اعتماد  بيرته  افغانستان  ته راغى او دننګر هار  په  ولايت کښى دجلال کوټ  نه مخ په جنوب دهډي په  قريه  کښى اوسيده .  ده دهمدغه  پا چا  په عصر کښي  ډير  داسلام  ددين  اساسون محکم  کړو او  هر خواته  يى ريشى  او پلى خورى شوى او دى  دداسۍ لوى شخصيت  خاوند  شو چه په ټول  افغانستان  کښى ده دخلکو  په عقيده و حاکميت درلوده دغه  منلى  شخصيت  دهمدغه  امير  حبيب الله  په وخت کښى ١٣٢٠ يا ١٣٢١  هجري  قمرى  کال ؤ چه د اجل  داعى ته ئى لبيک وويلى .
په دى حساب  دده  د وفات  تاريخ ( قبر غازى ) ١٣٢٠  دى .  دده  مزار  او مقبره  دهډى په  قريه  کښى دوالاحضرت  سر دار  محمد  داود دافغانستان  صدراعظم  په اهتمام  ښه  جوړه  شوى. دده  هديره  دټول مشرقى  او سرحد بلکه دټول افغانستان  او پشتو نستان  دخلکو  د عقيدى ځاى دى . ( ٢)
دده تفصيلى پيژندنه   :
دنجم الدين اخند زاده  صاحب رحمة الله  عليه  دمفصل پيژندلو دپاره په کار ده چه په لانده ډول سره ئى وپيژنو :

١- دده عمر  او حيات  او قواره
٢- دده هويت قوم  او نسب
٣-دده اصلى او فرعى مسکن
٤- دده تحصيل  او علم
٥- دده تصوف
٦-دده  جهاد
٧- دده  دشهرت  اندازه  او کار  روائى تر مر ګه پورى
٨- دده  مشهور  ماذونان او منسوبين
٩- دده دمرګ نه وروسته  شهرت او  تا ثيرات

مګر ډير  تاسف دى چه دداسى يو لوى شخصيت  چه دټول  حيات  ګذارشات  او حر کات  ئى نهايت  متانت  او سنجيدګى  لري .  هغومره  چه  ويل  کيږي  او يا  اورديل  کيږي  او يا ئى  وينو  په دغه  اندازه دده سوانح  دليکلو  دپاره  چا  کوښښ  نه دى  کړى  په دغه  حقله  زمونږ ګيله  دده  دمعقولو  منسوبينونه  کوم  چه په خپل  وخت  کښى نهايت  منلى تير شوى زياته ده  يوازي دملا  طوطى اخند نه  هغه  هم  صرف  دده  دمواعيظو تذکرى  مګر نهايت  ناقص  ليدل  کيږى  او بس .
 بهر صورت  که اوس  زمونږ  په لاس  کښى  مطلوبه  معلومات  راشى  اميد دى چه څه ناڅه  خوبه  ترى  جوړ شى او آينده  دپاره به  ګوندى دغه  آرزو  دده  پوه  عقيدت  مندان   کوښښ  وکړي چه  زمونږ دهدف  نارسيده  مطلب  تکميل  او  پوره  کړى  باور لرم  چه په دغه  ليار کښى  سعيه به دده  د عقيدت  مندى ښه   ثوبت  وي .

دده عمر او حيات او قواره

 زمونږ په لاس  تحريرى اسناد ډير   کم دى کوم  تحريرى  سند  چه زمونږ په لاس کښى  شته  هغه  يوازى  دده  دفوت تاريخ  ښى  چه په (١٣٢٠ )  او يا  ( ١٣١٩ )  هجرى  قمرى کال  کښى  فوت شوى چه دده  نه دټول عمر اندازه نشى معلو ميدلى مګر  شفاهآ  مو  ډير  او ريدلى  چه  اخند زاده  صاحب عمر  او يا  کلو په حدود  کښى  اندازه  کيدلى  شو خلک  وائى  چه ښه  قوى وجود ئي  درلوده  مګر  رياضيت  او تقوى  په وجه  نحيف  شوى ،حتى چه دډير  رياضيت  په وجه  دده  دلاسو رګونه  شنه شنه بلقيدل .
 وائى  چه دى ښه خوش قواره  جږ سړى ؤ  او په  اوجلى  باندى شين  خال  هم درلوده  او دده  دشين  ښکلى  خال  شهرت  زيات  ؤ .
دده  رنګ  او قواره  با تاثيره  هيبت  ناکه  وه  دو رايه  به په  خلکو  دده رعب وليده  مګر په عين  وخت  کښى مشفق  او مهريان هم ؤ .
دد حيات ټول  په حرکت  کښى  تير شوى معلو ميږى چه دده په  ضمير  کښى  يو داسى اور  او تپش  او حرکت  مودجود ؤ چه په يو ځاى نشو پاتى کيدلى . ده  هر چيرته  ته  دخلکو  په افکارو کښى  داسى  تحول  قايم  کړ ى  چه  تر ننه  هم  هغه  تحول  دخلکو  په مابين  کښى ياد  او  دقدر  وړ دى  ده  په ځان باندى  ډير  خلک  دښو اخلاقو په وجه عاشقان  کړى ؤ دده  دحقانيت  داثبات  دپاره  دا کافى ده چه دى ټولو  پوهو علماؤ منلى ؤ او دده  حر کات  ئى  داسلام  ددين په اساس موافق  ګڼل .

دده هويت قوم او نسب

اصلى  او فرعى مسکن او ځايونه ئى
  
ملانجم الدين  اخند زاده  صاحب  په قوم  کاکړ او په مليت افغان دى په اصل دجنوبى شپلګر دعلاقى نه دى او هم هغلته  ددنيکونه  او پلرونه  تير شوى . ( ٣ )
دى بيا دتحصيل  او زده کړى په وخت  کښى  دجنوبى نه مخ په مشرقى  ننګرها  را روان  شوى  په ننګر هار  کښى ځاى په ځاى  ديره  شوى او تحصيل ئى کړى  دى.   دتحصيل  دپاره  افريدوته  هم تلى  پيښور او صوات کښى هم اوسيدلى  دى. ده  دتحصيل  نه ورسته  مخ  په خپل  وطن افغانستان  روان شوى  او په هډه کښۍ اقامت اختيار کړى ؤ .

 لکه  مخکښى چه مو وويلى  دځينى سياسي  معاذيرو په وجه  کابل  ته غوښتل  شوى ؤ  دکابل  په ښار  تندور  سازى  کښى  او سيدلى  او بيا  دکابل  نه مخ  په ننګر هار  تلى او مهمندو په علاقه  په جړوبى ،  او چمرکنډ کښ‌  استوګنه  کړى دى . په ننګر ها  کښى په روداتو  کښى څه  موده تيره  کړى  او هلته  په فقير آباد او نورو  روداتو  او شينوار کښى  ګر ځيدلى  په لغمان  او  سور رود   او کامه  او خو ګياڼو کښى  هم د وعظ  او تبليغ  او يا دنورو  مقاصدو په مطلب  تلى دى دګرمى په وخت  کښى دى به کابل  ته هم  تلو او هلته  په پغمان  کښى څه موده ئى استو ګنه کړى ده . دى  په  شمالى  کښى دکوه دامان  خواته دداؤد ځو په علاقه  کښى   اوسيدلى او شايد چـه هلته  به  دکوه  دامان  په ځينو  ځايو کښى ګر ځيدلى وى  مګر دده  د حيات  اخرنى شپى  او  ورځى دننګر ها  په علاقه دجلال کوټ نه درى ميله  مخ  په جنوب  هډه کښى تير  شوى  دى .
دى شايد په نورو ځايونو کښى هم ګرځيدلى  او يا او سيدلى  وى  مګر  مونږ نه دى اوريدلى نو ځکه دليکو جر ئت نه کوو .

دده تحصيل  او علم
مخکښى مو وويل  چه دى دتحصيل  دپاره  زيات  ګرځيدلى او په ډيرو  ځايونو کښى او سيدلى دى .
 وائى چه  اخند زاده  صاحب ډير  پوه او ښه معقول عالم ؤ په تفسير ، او حديث ، قرائت ،  صرف ، او نحو ، او فقه ، او اصول ،  او معانى ، منطق ،  او  هيئت  او رياضى ، او حکمت ،  او ميراٍ ،  او حساب او تصوف ...   .

دده  دعلم  او تحصيل
په علومو کښى  ئى  ښه  قوى  لاس درلوده  رښتيا  دده  هغه  کتاب خانى نه چه  اوس دنجم المدارس په لاس  کښى  ده  معلو ميږى چه دى  ښه  عميق  عالم  او د مطالعى  شائق  ؤ .
 وائى  چه اخند زاده صاحب  به دعلما  سره ډير  علمى  بحثونه  کول  ده به هميش  دعلم  دپاره  دعمل  اندازه  کتله دده  استاذان هم  خلک ښه يادوى . دده  د استاذانو په سلسله کښى  دسر شاهى  نه چه سړى مخ په بړو ځى  يو  هديره  ده دهغى  ځاى  خلک  يو قبر ښى وائى  دا داخندزاده  صاحب  استاذ تير شوى او ډير  ښه مبارک  شخص ئى خلک  يادوى .
 وائى  ملا نجم الدين اخندزاده  صاحب دده زيارت  ته  را تلو دده استاذان  په ننګر ها  او سر حداتو او صوات  او پيښور  او شايد نورو ځايويونو  کښى هم  تير  شوى  وى . کوم  وخت  چه دده  دعلم  قال نه مخ  په  علم  حال  تو جه  برابر وى  داوخت  دده  يو بله دوره  شروع کيږى  دا په تواتر  ثابته  ده چه اخندزاده صاحب  دصوات صاحب نه  په   حيات  کښى دقادرى شريفى  طريقه  وکړه او په دغه  طريقه کښى ترنه درسونه  کامل  کړو  او ماذونى مرتبى  ته ورسيده .  ده په صوات کښى ډير وظايف  کړى او دصوات  صاحب په نزد  نهايت  منلى  ؤ . که څه هم  زمونږ سره  دده  او صوات  صاحب په  هغه وخت  کښى دکرامت زياتى قيصى نشته مګر مونږ  دومره  پو هيږو چه  دواړه  جنابان  با تقوى او پر هيز ګاران  تير شوى ،  عقيده لرو  چه اوراد  او وظايفي ئى  ډير پوره تا ثيرات شته دى  مګر  زه نه  غواړم چه دقيصو رطب اويالس ياد کړو .
وائى  ملا نجم الدين  اخند زاده  صاحب په څلور واړو  طريقو کښى  ماذون و . ( ٤ ) مګرده به خلکو ته  يوازۍ د قادرى  طريقى اجازه  ورکوله .(٥)

دده تحصيل  آو علم او تصوف

هډى صاحب عالم ؤ مګر داسى نه چه علم ئى  دعمل سره نه برابر يده  او يا دسر تنبه توب نه به ئى  کا راخستلو  او يا  دکبر  او غرور نه  ډ ک عالم  او يا  داچه  دده علم علم  داوهامو او خرافاتو يوه مجموعه  ؤ  او يا   خدآى ناکرده  چه ده به  دين ددنيا  دپاره  وسيله  ګرځولى وى  يو حقانى عالم ؤ.  ده داسلآم  دين پيژندلودى  په دى خبره  پو هيده  چه  خلکو  کښى بايد   دمحبت او مؤدت  اساس  قائيم  شى  دى  ريا کار  صوفى نه ؤ  او نه  دکونج  آو صومعى طرفدار ؤ .  دى  يو اجتماعى شخصيت ،  هميش  دناوړو رسم  او رواج سره  مجادلى کړى خلک ئى  دبى کارى او تنبلى  نه  خلآصول .

مصلح او مجاهد
 
 وائى نجم الدين اخندزاده  صاحب به علماؤ سر زيات  محبت  کولو او ښه  عالم  به ئى زيات  خوښو . 
دهغه وخت علما ؤ په ده باندى  دعلميت ازميښتونه  کړى ؤ  علما ،  دده نه په  لو يو لويو   کتاب، او علومو   او په باريکه باريکه  مسايلو کښى پو ښتتنى کړى مګر دده سره  دعلميت  اندازه  قوى  وه .
دعلما ؤ پو ښتنو د پاره  ئى ښه  ځوابونه  ورکړى . دى د علما ؤ په نزد  ښه  جيد  عالم ثبوت  شوى ؤ  نو ځکه  ئى  دى ددين  داقتدا  او ددين  دحمائى  دپاره  دهغه عصر  لوى نابغه  شخصيت  ليدلو .  ده  علما تربيه  کول  او علماؤ ته ئى  دعمل درس  ورکولو .
وائى نجم الدين   اخندزاده صاحب  ته هر کال  په سلهاؤ بړ ستنى جوړولى  او بخشش به ډول  به ئى ورکولى .  دى  دعلماؤ  دپاره خولى  او پګړى  پيداکولى او دبخشش په قسم به ئى ورکولى  دنجم الدين اخندزاده  صاحب  علمى بحثونه علمى  موعظى  او خطا بى  ښى با تاثيره ياديږى .  ده خلکو ته  دکونج  او  زاويى  در س نه دى  ورکړى  ده خلکو ته  دنيا  په داشان  بده نه ده ظآهره  کړى  چه خلک  دى دنيا  ترک  او کار دى نه کوى .
دى  په دى  خبره  پو هيده  چه ددنيا مذمت  هم ددى   دپاره  دى چه بايد مسلمان  ددنيا  دمحبت اندازه   وپيژنى  داسى  نه چه ددنيا دمحبت په وجه  دخلکو  حقوق تلف  درحم او عاطفى  خيال  ونه ساتى  داسى  دنيا  نه چه  هرج  مرج  پيدا شى  دجنګ  او قتل  موجب  وګرځى  او داسى  نه چه  خلک په  دنيا غره  شى  خپل  خالق  هير  کړى او دبلى  ورځى غمه  ورسره  نه وى  اوکه  نه  دنيا  ددى  دپاره چه د ځان او دخلکو دخدمت  او رفاهيت  په مقصد  وۍ بده نه  بلکه  پيد ا کول  ئى ثواپ  دى.
 
نجم الدين اخند زاده  صاحب  حقيقى عالم ، په دى خبره ښه پو هيده  چه ځنګه علما ؟؟؟  دى په دى  پوه ؤ چه دخلکو  داصلاح  دپاره  څنګه علم  په کار دى .
 ده  سره  دا ملاحظه  وه چه دوخت  او زمان مراعات شته دى  ده  علما  په ځان را ټول  کؤل  خلکو  کښى نوى روح پو کړو . مګر  ډير   تاسف  دى چه دده  دکار نقشه  دده نه پاتى  وروستينو خلکو بدله  کړه په دى پوه نه شول چا  اصلى  سر څه وۍ په دى ښه پوه نشول  چه  دنجم الدين  اخند زاده  صاحب  مطلب څه  ؤ  چا داخيال وکړو چه د اخند زاده  صاحب سره  دتسپو  دشمار  خيال  ؤ . څوک په دى  عقيده  لاړل چه ډوى ورکول  او لنګر  مقصود  دى چا داګمان وکړ و چه سر  مراقبه  سپين  څادر  او قبا  په  کار  ده  چا سره  دا سودا  پيدا شوه  چه چا  دساده خلکو  په وسيله نور خلک تهديد ول  او غولول  په  کار دى  همداوجه  وه چه چا دلنګر په نامه  او چا دمسجد  دجوړولو په  هنګامى  او چا  دمدرسى جوړولو په انګازى چا په  دى نامه  چه دا کوم او داسۍ  داسى خيال مى دى  ناروا  نارو  کارونه  وکړل  عامونه عامونه  مسلمانان  ئى  په حقيقي  اسلام باندى هم بد ګمان کړي  خداۍ خبر  چه  داسى  جنبان داوسنى اسلام  دضعف  له امله  په  هغه  ورځ دپاک  خداى  په  لوى دربار  کښى  څه  ځواب  ورکوى .
بايد ووايم  چى  نجم الدين  اخندزاده  صاحب  په  مخلصانو کښى ښه پاک  او پوه  خلک  هم وه  دهغوى دخدمتونو اندازه  مونږ سر شته  اميد دى چه هغوى دکارنامو  تذکرى آينده   تماس ونيسم او خپلو  ګرانو  لو ستو نکو دپاره ئى  دهدئى  په ډول  وړاندى کړم . 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
( ١ ) سر محقق  عبدالله بختانى خدمتګار دنجم الدين اخندزاده صاحب دنوم په هکله  ليکى :
( مادسر محقق مولوۍ محمد اکبر معتمد  شينوارى څخه څو څو ځلى اوريدلى  دي چه هغه به ماته  ويل  :  چى ما  دشينوارو صوفي صاحب نه اوريدلى دى چى :  دهډى آخونزاده صاحب  اصلى  نوم ( عبد القدير )  دى مګر  دعلم ،  رو حانيت او غزاګانو په برکت  ونورو  لخوا ورته ( نجم الدين )  لقب  ورکړ شوى دى چه  معناي‌ (ددين  ستورى )  کيږى .
دشينوارو  صوفى صاحب  اصلئ نوم  صوفي علم گل  دى .  داخوندزاده صاحب  ماذون  او هغه  ته نژدى سړى و په ډير غزاگانو کښې يې دجناب هډۍ صاحپ سره برخه  اخستي ده .)
( دهډى اخوندزاده  مو لنا نجم الدين ) ليکنه : سر محقق عپد الله بختانى خدمتګار . دغه کتاپ  په ١٣٨٧ ( دافغانستان دکلتورى ودې )

 ( ٢ ) دننګر هار دسره رود  دولسوالى  دچهارباغ حضرت محمد سعيد  سعيدى مجددي  عليه  الرحمه دحضرت صاحب عطاء معصوم  مجددي زوي دى .  په کال ١٢٥٧  هجرى شمسى کښى په چهارباغ صفا کښې زيږيدلى او دسنبلى په شپږمه  کال ١٣٧٢ هجرى شمسى دلوى اختر  دمياشتى  په ١٩ مه  دخوږ ياڼيو په اګام کښى  حق ته رسيدلى .   هغه مرحوم چى دمولانا  نجم الدين اخوندزاده  يو نژدى ملګرى ، دوست  ، مريد   او خليفه  يا ماذون و د نجم الدين داخونزاده صاحب دوفات نيټه  په  خپله  هغه  مرثيه کښى  چى ( در مرثيه  غوث زمان  قطب  دوران  قدوۀ سالکان  پيشواى پير وجوان  مرشد  کاملم  محبوب  دلم  اعنى  صاحب  هډه رحمة الله عليه) په نامه ياديږى  دنجم الدين اخند زاده صاحب دوفات نيټه  : ( دچهار شنبى شبه  د ١٣٢٠  هجري قمري  کال دروژى دمياشتې ٢١ مه  معرفى کړى ده . )
مرحوم حضرت  صاحب محمد  سعيد د په خپلي   مرثيه کښى پدى هکله ليکى :

چــــــونکه سردار بشر  رفت ازاين دار فنا
صبر از رفتن خــــــوبان  جهان مـــــى بينم
صبر تلخ است وليکن ثمرش شيرين است
مژده نيک به صابر زسبحان  مــــــى بينم
ګر ازاين  دار فنا جـــــــان به سلامت ببرم
سابقون را همه  اى غمـــــزدګان مۍ بينم
شپ چهارشنبه  شنو تو زوفــــات  صاحب
          بيست ويکم  زمه  وشهر  رمضان  مۍ بينم
سنۀ الف  وهم  سه صد وعشرين بــه يقين
بيست ويکم  زمه  وشهر رمضان  مى بينم
چـــونکه خوبان  هم  رفتند سعيدى زجهان
شو مجرد  کـــــه  ترا نيز  روان  مى بينم

در مرثيه اى که در فوق تقديم ګرديده ،  باقيد ( يقين ) مصرع تاريخ ( سنۀ الف  وهم سه صدو عشرين ( ١٣٢٠ به يقين )  معرفۍ شده است .
( ماخذ :دمحترم سر محقق  عبد الله خدمتګار  دهډى اخوندزاده مولانا  نجم الدين  له کتاب نه  صفحه ١٣١ او ١٣٢  ) دچاپ کال  ١٣٨٦  ( ٢٠٠٧ م )    ټولنه  لخوا  - جرمنى  ) په پيښاور کښى چاپ شوى . )

 (٣) محترم سلطان عزيز دمرحوم اخوند زاده  صحا ب د نوم  په هکله داسى ليکى :
دمرحوم اخوندزاده صاحب نوم ( نجم الدين )  او اصلي مسکن ئى  شلګر دى . ولې دوى په ننګر ه او صوات  او دپښتونستان  په نورو ځينو کښې په ( کابل ) ملا  شهرت  درلود  او  دوى  په خټه کاکړ او په کاکړو کښې
 ( ابک زائى ) او په ابک زايو کښې ( اخونزاده خيل )  حسابيږي دغه کورنى  او س هم په شلګر کښر په  اخونزاده  خيلو سره  خورا مشهوره ده  دهمدې کبله دوى ته  داخونزاده  لقب  هم  ور په برخه  شوۍ دى .
مونږ ته دمرحوم اخونزاده صاحب نژدې خپلوان  پوره  معلوم  ندي  مګر  دومره  خبر يو چه ، د دوى  مبارک  والد محمد حسن اخونزاده  نوميده  خو افواهى مو  اوريدلى دي  چه دوى نژدې  خپلوان ډير نه در لودل .
( ماخذ : دننګر هار  ورځپاڼه  : ٤٩ مه ګڼه  د١٣٣٩  دثور ٣١ نيټه  دمحترم سر محقق  عبد الله خدمتګار  دهډى اخوندزاده مولانا  نجم الدين  له کتاب نه  صفحه ٣٣ ) دچاپ کال ١٣٨٦  ( ٢٠٠٧ م ) 

( ٤ ) جناب نجم الدين اخوندزاده  صاحب  دقادرىد طريقى شيخ او دتصوف په څلورو مشهورو طريقو  ( قادريه ، نقشبنديه ، چشتيه ، سهرورديه ) که مرشد  او پير و .  او په سلګونه  ماذونان ئى درلودل .
اخوند زاده صاحب دقادريى  دطريقۍ نه  علاوه په دغه نورو  طريقو کې  هم اذن ورکاوه .
(٥) دهډى صاحب  مشهور  ماذونان :
    يادونه :
ماذونان يا خليفه  هغه چاته وايى چه پير  ورته  دمريد نيولو  اجازه  ورکړى وى .
داخوند زاده صاحب ځينى ماذونان هم دۍ درجى  ته رسيدلى ؤ  چى هغوى هم ځانته  ماذونان ټاکلى وو.
محترم  راز محمد  دغبرګولى دمياشتى  په ( ٣ او ٤ نيټه ) کال  ١٣٣٩  دننګر هار دورځپاڼى په ( ٥٢ او ٥٣ ) ګڼى کښى  دنجم الدين اخند زاده  مشهور ماذونان په لاندى ډول معرفى کړى :
اول : ميا قمر  الدين  :
ميا قمر الدين  صاحب په اصل  کښې دپيښور داچنيى ؤ او بيا  دهغه ځاى ځنې  راغى او دلته دننګر ها  دروداتو  په بړو ګښې هستوګنه درلوده وائى چه ډير ښه  عالم او ښه قلم  خاوند ؤ دتدريس او تاليف سره ئى ډير  شوق لرلو چه دده تر  اوسه قلمى ځيني چاپى اثار شته دى .
 دوم : دبتخاک حضرت صاحب :
دبت خاک  حضرت  صاحب چه دده  مبارک  نوم عبد الشکور او دزياتى تقوا  خاوند  او ښه  عالم  او مجاهد  هم ؤ . د چکنور ملا صاحب ( محترم امير محمد  دمرحوم اخترمحمد زوى دننګر هار دمومند درى وسيدونکى په کال ١٢٦٠ هجرى ، قمرى زيږيدلى او پا کال ١٣٥٠ هجرى قمرى د ٩٠ کالو په عمر دمارسينګى په منطقه کشى وفات  شوى ) چۍ يو لوى مجاهد  شخص و  دبتخاک حضرت  ځينى ماذون شوى ؤ.

همدارنګه  جناب  مير صاحب  جان پادشاه  دسلام  پور  او استاد صاحب چه اصلى نوم يې جان پادشاه  دسلام شور او استاد  صاحب  چه اصلي  نوم يې پاينده محمد ؤ دهمدى بتخاک  حضرت صاحب  ماذون  او خپله   د اخونزاده صاحب  ډير ګران  مريدان وو چه استاذ  صاحب ئې  دخپلى کتابخانې متصرف  ګرځولى  او مير  صاحب جان  پادشاه  صاحب ئې څرنګه چه  يو  کره او نامتو  مجاهد او خانداني سړۍ و له  همدې امله ئى دلنګر انتظام همده ته  ور پلاس  کړى و.
( مورخين ليکى :  دلنګر انتظام  مرحوم مولانا نجم الدين اخندزاده  په خپل  ژوند کښې دکنړ مير صاحب جان  پاچا صاحپ  ته چه په شيخ پاچا  سره مشهور  و ورپلاس کړى و چه دمرحوم  اخندزاده دوفات  نه وروسته  هم  دده دوصيت  سره سم  دهمدى پاچا  صاحب  پلاس کښې و  او وروسته  بيا دده ځوى مرحوم  سيد عباس  پاچا  صاحب ئې انتظام  کاوه . )
 دريم : صوفى  عالم گل صاحب : 
صوفى عالم ګل  صاحب يو د هغه  ماذونانو څخه وچى اخونزاده صاحب په ( پهلون ) سره لقب ورکړى او دصاحب سره ئې په غزاګانو کښې اشتراک کړى و  او دښه شجاعت او ميړانې څښتن و . دتر نګزو حاجى صاحب چه فضل واحد  نو ميده  چه هغه  يو ډير  عابد او ستر  مجاهد و  دهمدى صوفي عالم ګل صاحب ځينې ماذون شوي  و .
څلورم دسر کاڼو ميا صاحب  :
ميا صاحب چه دده نوم  سيد اکبر شاه او  په اصل دکامې و  او بيا  ئې  په سر  کاڼو  کشې هستو گنه  در لوده  چه دپوره فضل  او فيض  خاوند و.
 
پنځم : حضرت  شاه :
مرحوم  حضرت شاه  په لغمان کښى  هستوګنه  لرله ، او سيد   او با تقوا  شخصيت و .
 سيد  شمس الدين  مجروح ،  دقبايلو  مستقل رئيس  دهمد غه  مبارک ځوى دى .
شپږم : محمد سعيد جان ( مجددى )
مرحوم محمد سعيد جان  ( مجددى ) د چهارباغ  صفا  نه دى  دى  حاجي ، او قارى  او ښه  مبلغ هم و .
اتم : احمد خان اخونزاده  صاحب :
احمد خان  اخونزاده صاحب  چه په  دولت  زائى ملا صاحب سره  شهرت  لري  ښه  کره عالم  او د صاحب دتحصيل د دورې اکثرآ ملګرى و .
نهم : دکو  هاټ  ملا  محمد ياسين :
دکوهاټ ملا  محمد ياسين  صاحب دکو هاټ په علاقه کښې  لوي  عالم  او مدام به يې د  درس  او تدريس  وظيفه  اجرا کوله .
لسم : د حصارک ميا صاحب :
په خوږ يانو کښې دحصارک  ميا صاحب چه  نوم يې عبد الرحيم ؤ .
يولسم : ملا  محمد حسين  :
دلغمان  په سنګر کښې ملا  محمد  حسين صاحب چه  په قوم  ساپى او دپړوائي شيخ صاحب  باندې  مشهور  ؤ . دى ښه  ذاکر  او زاهد  شخصيت  ؤ .  دځينو  خلکو  په  روايت  سره  داملې ملا مسلم  صاحب  دى .
دنجم الدين اخونزاده صاحب  د ماذونانو ځنى دغه دولس  تنه  مشهور وو  او نور  هم  شته  لکه چه په کوه  صافى  کښى ملا مسعود  صاحب او په ممله  کښې  امام  حاجې صاحب او داسى  نور .

د يويشتمې پېړۍ ځلنده ستورى .

د يويشتمې پېړۍ ځلنده ستورى

سل دې ومره
خو دسلو سردار دې مه مره

زمونږ د سلو سردار ډاکتر کبير ستوري مونږ سره د وجود رشته ختمه کړه او د ګردې نړۍ پښتانه ليکوال يې يتيمان کړل.
تاريخي تجربو د لر او بر کلک تړون او پخه ورورولي ثابته کړې ده. کله چې سامراجي لښکر پر 1855 په بهادرخېلو، وزيرستان او اکاخېلو باندې 1853 کې په اپريدو ، په 1859 کې په کرما او په 1865 کې په مسعودو باندې حمله وکړه، نو د ټولو ختيځو او جنوبي صوبو افغانو وروڼو د ازادو قبايلو وروڼو سره پوره په اتفاق او ورورولۍ په يوه سنګر او يوه مورچل جنګېدلي دي.
دغه شان په 1878 کال د نومبر په يوويشتمه نېټه چې کله سامراجي لښکريانو په خيبر بريد وکړ، نو د جلال اباد او لغمان ټول غېرتي پښتانه د عصمت الله خان په مشرۍ کې سامراجي لښکر ته فولادي دېوال شو او جنرل سرسمونيل براون او جنرل ماد يې سره د زرګونو پوځيانو په تېښته مجبور کړل.
ولې د 1978 نه پس د ډالرو بويي نه يواځې د لر او بر کلک تړون او پېوستون ختم کړو، بلکې د خيبر او هندوکش ننګيالي او توريالي ځوانان يې د يو بل دښمنان هم کړل. دا قسمه حربې سامراجي طاقتونو په تېرو وختونو کې هم زمونږ په مشرانو استعمال کړې وې، ولې هغوى د سامراج په درشل د سر ټيټولو نه په دار ختل غوره ګڼلي وو او دا هغه قامي مينه خپلې خاورې او ژبې سره وفاداري او دهغوى خوداري ده، چې د صدو تېرو باوجود د هغوى نومونه ژوندي دي او پښتانه ورباندې فخر کوي. هغه ايمل خان، دريا خان، ميرويس دى او که فريد هوتک صادق يا مرزا علي خان، هغه خوشال خان خټک دى که پير روښان، ملنګ جان، عبدالاکبر خان اکبر يا احمد شاه ابدالي، هغه عبدالصمد خان اچکزى بابا دى او که فخر افغان باچا خان بابا.
دې ملي اتلانو خپل ذاتي مفادونه په قامي مفادونو قرباني کړي وو او کوم خلک چې خپل ذاتي خواهشات په ملي خواهشاتو قرباني کړي، نو هغوى به تر قيامته ژوندي وي، بلکې د تاريخ پاڼې ورباندې فخر کوي. په دغه سترو ملي اتلانو کې ډاکتر کبير ستوى هم شمېر دى.
هغوى د خپل ژوند دوه څلوېښت قيمتي کالونه د پښتو ادب او قامي وحدت ناوې ته کالي کړل. لوستونکي به خامخا وايي چې ارواښاد ډاکتر کبير ستورى خو زمونږ نه د دوو شپېتو کالو په عمر کې جدا شو، خو زه د هغوى د ادبي او سياسي ژوند خبره کوم.
د ډاکتر کبير ستوري ټوله شاعري د پښتو، پښتون او پښتونولۍ په ګول داېره کې چورلي. د هغه نظريه د لر او بر کلک تړون او پخه ورورولي ده. هغه د خان لالا محمد افضل خان د ترخ ملګرى او د پښتنو د ستر ملي رهبر او خدايي خدمتګار رباني فخر افغان باچا خان بابا مريد و.
2006م کال په پښتون ولس ډېر دروند تېر شوى دى. دې که يو اړخ ته زمونږ نه د پښتو ادب ځلنده ستورى ډاکتر کبير جدا کړو، نو بل اړخ ته يې پښتون ولس د ستر ملي رهبر خان عبدالولي خان بابا نه محروم کړو. د پښتونخوا ستر ملي مشران او ادبي ملګري دې ورباندې خپل خاطر نه درنوي، خو د خان عبدالولي خان بابا د مړينې نه پس بيا هم پښتانه خپل زړونه څه نا څه په خان لالا محمد افضل خان تسلي کړي، ولې د ډاکتر کبير ستوري مړينې خو زمونږ قامي ادب بيخي يتيم کړو.
هغه د خان عبدالولي خان بابا خبره خلق مري هره ورځ مري زيات مري، خو په چا کور خوار شي او په ټبر په چا چم او کوڅه په چا کندې او کلي خو د ځينو خلقو مرګ د ځان سره قامي بنيادونه وجړقوي. ډاکتر کبير ستورى هم په هغه ملي اتلانو کې شمېر دى.
ډاکتر صيب د پښتو ادب او قامي وحدت لپاره د لر او بر ترمنځه د پل په حيث وو، مونږ د لرې پښتون ولس تراوسه دا خبره نه محسوس کړې، چې ډاکتر کبير د خيبر نه هندوکش بچى دى.

شـــــريک بــــــچى و د خـــــــــيـبر او هـندوکش مـلګرو
د ستر خوشال، ميرويس احمد وارث يادېږي کبير

په خوله خو هر پښتون شاعر اديب او سياسي مشر وايي، چې لر او بر يو افغان، خو په عمل يې د اوبو کرښه ګڼي، ولې ډاکتر کبير ستوري د وحدت خبره لکه د فخر افغان باچا خان بابا رهبر تحريک خان عبدالولي خان بابا او خان لالا محمد افضل خان په شان د کاڼي کرښه ګڼله او خپل ټول ژوند يې قامي وحدت ته وقف کړى و.
ډاکتر کبير ستورى چې د قلم په ذريعه د قامي وحدت لپاره کومه ستړې کړې ده، نو که مثال يې ناممکن نه وي، نو ګران ضرور دى.

په ســـوله او ورورولۍ که مې ســر لاړ شي لاړ دې شي
د ســـوچ په ازادۍ کــه مــــې ســــر لاړ شــي لاړ دې شي

ازاد يــــم پــيدا شـــــوى ازادۍ بــانــدې مــــې نــنـګ دى
د قـــــام په خــپــلـواکۍ که مــې سـر لاړ شي لاړ دې شي

پښتو ته خدايي پيدا کړم پښتونواله مې ژوندون دى
د ژوند پــه ســـوکالــۍ کـه مـې سـر لاړ شي لاړ دې شي

د زړه د مـيـنې جــوش دې ځــکـه ســتورى په جـار وايي
په قــــام او قــامــولۍ کــه مــې ســـر لاړ شـي لاړ دې شي


ډاکتر کبير ستورى د يوويشتمې پېړۍ قام پرست ليکوال و، هغوى خپل قلم د زلفو، شونډو او رخسار بندي نه دى ساتلى. زه دا منم چې ډډه يې ترېنه هم نه ده کړې، ځکه چې دا څيزونه د شاعرۍ حسن او ښکلا ده. ددې نه بغير شاعري داسې ښکاري لکه د سپوږمۍ نه بغير اسمان يا د پوزې نه بغير ښځه. ښاېست ښکلا او مستي د شاعرۍ پوزه ده، خو اوسنى دور د عمل دور دى، دا وخت مونږ د قامي جنګ سره مخ يو او د نفاق په اورونو خپل ځانونه او خپل وروڼه بچي او پلاران وژنو. سامراج لکه د خزلو پيسې خوارې کړي دي. دا وخت مونږ ته د روماني عشق نه قامي عشق ضرورت دى.

هــــره څــانـګـه خــــپـله ونه کـې لــويېږي
چــې له ونې څانګه غـوڅه شي وچېږي

عـاقبت يې ورکېده دي سـتورى وايي
چې د خپل کلتور او ژبې پردى کېږي.


د ډاکتر کبير ستوري کليات، چې زه مخ ته ونيسم، نو د هغوى قامي مينه مې ځان ته وپسخوي. د ډاکتر صيب لس کتابونه ما لوستي دي، چې په هغې کې سکروټه، ژوندي خيالونه، سندريزه، د قلم توره، خوږې مسرې، پښتونخوا، وېره، د هوښيارتيا د کلتوري بڼو تله، د ويرې تله )ساپوهنه(، ژباسوهنه، د هوښيارتيا کلتوري بې پلوه تله شامل دي، خو د لايق زاده لايق صيب په وينا ډاکتر صيب د پنځوسو کتابونو څښتن دى.
ډاکتر صيب د پښتو ژبى لومړى ليکوال دى، چې په خپله مورنۍ ژبه پښتو کې يې په نفسياتو کتابونه ليکلي دي، چې د څلورو کتابونو ترجمه يې په انګرېزۍ او جرمنۍ ژبه کې هم شوي ده.

بــــــــورا څــه کـــول په بـــوټي کـې د ګل
چې د عشق په اور ستي نه وي ګوکل

چې حس د قام د مينې زړه کې نه واى
د پـــښتون ســـره به نه واى ستورى مل


ډاکتر کبير ستوري ځان د شاعرۍ د قاېدو نه دى بندي کړى او هم دا خبره د هغوى د شاعرۍ ښکلا ده او د هغوى ليکونه يې د نورو شاعرانو له ليکونو نه منفرد ساتلي دي. د هغوى په زړه کې چې د خپل قام او خپلې خاورې لپاره څه خبره راغلې ده، نو هغه يې د قلم په څوکه راوستې ده او د زړه بوج يې سپک کړى دى. که مونږ په خپلو تېرو شويو شاعرانو نظر واچوو، نو هغوى د قامي وحدت لپاره هم دا رنګ شاعري کړې ده، خو د هر ليکوال د شاعرۍ فريم جدا دى، ګنې تصوير په کې هم دغه دى. لرې به نه ځو که تاسو د شاد محمد مېږي کتاب مئينتوب ولوستو، نو هغوى د ليک فريم هم دا دى، ولې د شاعرۍ په تصوير يې انقلابي رنګ غالب دى او هغه ځکه چې د شاد محمد مېږي د ليک دور د 1930 ن تر 1950 دى.

تـــــر هــــغې بــۀ د پـتـنـګ غـــــــونـدې بـلـــېـــږم
چـې تــــرڅــو د قـــام په شـــمـع جــل بــل نه يمه

زمــا يــوويــشت کـــالــه وشــو جـېل خـانه کې
او ســتړى شــوى لا په جــنګ او جـدل نه يـمه

شاد محمد به تر هغې په جېل کې پروت وي
چــې تـــرڅــو د قــام په ويـنو سول سول نه يـمه

 

الفاظ راغونډول او د هغې تړون کول څه ګران کار نه دى، خو دغې ته د لفظونو جادوګري ويلى شي. د دا قسمه شاعرۍ دور ډېر لنډ او تنګ وي. دا لکه د پشکال د باران په يو زور کې راشي، ټول ملک په مخه واخلي او په لږ وخت ختم شي. ولې د ډاکتر کبير ستوري د ليکونو مثال د سرو زرو دى، په دې چې څومره وخت اوړي، نو هومره به يې قيمت پورته کېږي.

زه په حـجره کې يم لـوى شوى ټنګ ټکـور خوښوم
د ورورولۍ جذبه په زړه کې لـور په لـــور خوښوم

د بـــل پــه مـــــټـو که لـــوبــېـږم هــډو لـوى دې نه شم
پـــښـتون زلــــمى يــم زه د خــپلــو مټو زور خوښوم

د پـــردېـــسۍ د ژوند مــــاڼــۍ کــې ګلان کلــه کرم
زه کــــبــير ســـتورى د وطـن د خـــټو کــــور خوښوم


ډاکتر کبير ستوري چې په شپږم اپريل 1943 کې په بره پښتونخوا کونړ تنر کلي کې د لعل محمد خان په کاله کې سترګې غړولې وې، په 4 اپريل 2006م کال له مونږ سره د وجود رشته ختمه کړه.

اروا دې ښاده وي


د ډاکتر کبير ستوري په دويمه کليزه

مــئــيــن مــئــيــن دى په پــښــتو دى مئين
پــــه لــــــرو بــــــــــرو پــــــښـــــتــنو دى مـئين

دا خــــړ ريـــګــونــه يــــې رانـــجــه د سترګو
پـــه دې دشـــــتـــونــو او مــــېــرو دى مئين

تـــــتـــه بـه نـه کــــــړي پــه زنــــــدان کــــې رڼا
د ســـــبا ســــتـــوري پـــه تــيـــارو دى مئين

بېلات هغوى کړي چې څوک سر بچ کوي
کـــــــبــيــــر په دام دار او رســـــــو دى مئين

اجـــــمل خـــټـک نه يــې الــــهام اخــيـسـتى
د ســــــــتــر بــابــا پــه فــــلــســفــو دى مـئين

د ډيـــورنډ کــــــرښــــه يـې ازغـى د سترګو
پــه کلک تـــــړون د افــــــغــانــــــو دى مئين

د پـت غــــــــېــرت په ورنـــــي مــــــور تـــړلـى
لــکــــه پـتـنـګ په ســـرو لـــمـــبـو دى مئين

ســـتا په ســـيــنــه يـــې دي خـــړپـوسې کړي
کــونــــړه ســــتا په لــــــوړو غــــرو دى مئين

والله چــــې غـــــــېـــږه د مــــــورکۍ دې ګڼي
ســـتا پـه خـــــاوريـــنو کــورکـــو دى مئينو

د زړه زخــمـــونه يــــې ټــکــــور شــــي پکې
ســــــــــتــا په لـــــلــو لــــلــــو لــلـــو دى مـئـين

په مــــــــزار ســـــره ګــلـــــونه کــــر کړئ ورته
په ســـور بـــېــرغ ســــرو لــــوپــټو دى مئين

ځــلـــــنــده ســــتورى د اســــــــمــــان درانـــى
د بـــــاچــــــــا خـــــــان په نــــظـــريـو دى مئين

سترسيكتر غني خان پښتو ادبي تحقيقي
ثقافتي جرګه_ پښتونخوا
کوارډنېټر عالمي پښتو کانګرس

دملا لي ناره او د انګريزو ځغاستي .

دملا لي ناره او د انګريزو ځغاستي

 

دميوندغزاپه ١٨٨٠ کي د کندهار دميوندپه ولسوالي کي پېښه سوه٠ انګريز پوځ دنومبر پر ٢١ دډونالډ سټوراټ په مشري پښين ته داخل سول او په ١٨٨٠ کال د اپريل په لومړي نېټه يې اعلان وکړ چي کندهارله افغانستان څخه جلا سواوشيرعلي د مهردل خان زوی يې خپل ګوډاګی والي وټاکی٠ په١٨٨٠ کال د جون په مياشت کي علماوو غازي ايوب خان په خپله ګډه فتواسره خپل امير وټاکی او دده په نامه سکه ووهل سوه اوخطبه ولوستل سوه٠ دميوندجګړه د همدې کال دجولای پر ٢٧ نېټه باندي ونښتل، په دې جګړه کي ١٣٠٠٠ انګريزي پوځيان مړه او يو جګړن د مک لاين په نامه باندي ژوندی ونيول سو٠ په ميوند کي دانګريزانو د ٦٦ نمبر کنډک څه د پاسه ټول سرتيري مړه او يو تن يې په تيښته بريالی سواو په دې جګړه کي دافغان شهيدانو شمېر څه دپاسه ٧٠٠ تنه وو٠ او بيا هم په ١٨٨٠ کي انګريزانو پر غازي ايوب خان باندي بريد وکړ چي له مقاومت سره سره ايوب خان شاتګ ته اړ سواو داميرعبدالرحمن خان په خيانت ايوب خان کندهار او هرات دلاسه ورکړل او ايران ته ولاړی٠ په ١٨٨٧ کي ايرانيانوايوب خان د انګريزو کونسل ته وسپاري چي بيا د تل د پاره په راولپنډی کي پاته سو،اونوموړی غازي په ١٩١٤ کي وفات اودده دوصيت سره سم په پيښور کي خاورو ته وسپارل سو٠ په دوهمه جګړه کي ١٤٠ زرو انګريزي پوځيانو برخه درلودل چي بيا يې هم ٣٠٠ پوځيان مړه   ا و څه دپاسه ٤٠ ميلونه پونډه مالي زېان ورورسيدی چي په دې ډول د ميوند غيرتي جګړې ګران افغانستان له تجزيې څخه وژغوری او د ستر کندهار د ٨٨٨ ورځو بېلتون يې ختم کړی٠ ملالۍ پیغله دميوند دجګړي ريښتنې اتله ده چي په خپلو دې خوږو او احساستي ټپيو يې دميوند جګړه  بری ته ورسول٠

که په ميوند کي شهيد نه سوې       خدايږو لاليه بي ننګي ته دي  ساتينه  
خال به ديارله وينو کښېږدم            چي شينکي باغ٠کي ګل ګلاب وشرموينه
 

غازي ايوب خان،جنرال تاج محمد،ملا يحي اخندزاده ترين،مير بچه خان او ستره ملالي دميوندجګړې له مشهوروسرتيرو او ملي اتلانو څخه دي٠  

نه هېرېدونكې او تل پاتې څېره .

نه هېرېدونكې او تل پاتې څېره

 

را به شي سپرلي ډېر خو بې تا چې وي پرې څه وكړم
وبه ويـــــنم ښـــــكلي بې وفا چې وي پرې څه وكــــــړم
خانــدي كه دنــــيا راتـه لـه هرې خــوا چــې تــه نــه يــې
دا نړۍ بې ســــــتا ټوله زما چې شــــــــي پرې څه وكړم
د خيال څپې ۱۰۱ مخ

افسر سمون
يو كال مخكې يانې د ۲۰۰۴ زېږديز كال د جولاى په نهه ويشتمه كله چې سهار د كور څخه د كار، سيواستوپل هوټل ( په مسكو كې د افغانانو سوداګريز مركز ) په لور تلم، په لار كې مې ملګري ، پښتون او محب وليدل، د موټر ښيښه يې ښكته كړه حېرانوونكي يې وپوښتل هوټل ته ځې؟ ما ويل هو، په همدې كې اشاره شنه شوه او سره لاړو د يو بل نه وړاندې روسته شو، حېران غوندې شوم چې ولې يې داسې پوښتنه وكړه معلومداره خبره وه چې هوټل ته ځم. هوټل ته راورسېدم، كله چې سهار د پنځم پوړ شپاړسمې خپلې كوټې ( دفتر، دكان ) ته ځم نو يو دوه كوټې ( دكانه ) د مخه زما د بل دوست حيات الله كوټه ده، سلام ته ورګرځم او بيا خپله كوټه چې د مسكو په وخت په لسو بجو كار پېلېږي خلاصوم، معمول سره سم حيات الله سره مې روغبړ كاوو چې په دې كې يې راته وويل: خبر يې؟ ما وېل د څه نه ، ژړغونى شو او وېل يې خالد مړ شو. هك پك شوم نه منونكې وه، زما ذهن ونه منله، موږ دلته درې څلور خالده لرو خو زموږ نږدې او د ناستې ولاړې دوه خالده وو چې موږ په خپلو منځو كې ورته غټ يا بارګامى خالد او بل ته مو وركوټې خالد وئيل. زما باور نه راته، لكه څنګه چې دلته مسكو كې اوس بدماشان او يا د دې ځاى په اصطلاح كل سري وهل ټكول او ان مرګ كوي نو زما په وړوكي خالد شك شو ځكه چې دى په داسې ځاى كې اوسېږي چې كل سري او كوڅه ډبي ډېر دي. دا هر څه مې ذهن كې په هماغه شېبه وګرځېدل، زمكه مې له پښو وتښتېده، زړه مې ورېږدېد، زر مې وپوښته، كوم يو؟ كله؟ وئيل يې: خالد بارګامى، بېګاه شپه يې موټر ټكر شوى، نور پوه نه شوم، خپلې كوټې په لور راغلم ګورم چې معمول خلاف كوټه زما تره ډاكټر صاحب شېر حسن خلاصه كړې او ماما مې قومندان صاحب ګل محمد هم حاضر دى. رنګونه يې الوتي او داسې حېران دي لكه يو څه چې يې د لاسه داسې تللي وي چې راګرځېدل يې ناممكنه وي خو دريغه چې همداسې وه، دوى او يو څو تنه نور بېګاه د پېښې ځاى ته ورسېدلي وو او هر څه يې د نږدې ليدلي وو، ليدلي يې وو چې يو ژوند پناه شوى، شور او مستي غلې شوې، يو احساس له دركه وتى، يوه ځواني له منځه تللې، نور نو ماته دا هر څه اورېدل، ليدل او كول داسې وو لكه خوب چې وينم، په خپلو غوږونو او سترګو مې باور نه راته، د سيواستوپل هوټل نن له وير او غمه ډك وو، هر يو افغان به چې د هوټل ساحې ته راننوت پوهېده به چې كوم لوى او زړه بوږنوونكى غم پېښ شوى او چې خبر به شو نو غم به دى هم ځان سره راونغښت، اوس مسكو ټول غم ؤ، درد ؤ، چا نه منل چې يوه ځواني، يوه هستي، يوه ښكلا، يو استعداد، يو هوډ،مينه، محبت دې نېست شي، هغه څوك دې نه وي چې په ليدو يې د هر چا په زړه كې ځاى پېدا كېږي، د استاد سيدالرحمن وګړپال صيب په خبره چې په همدغو ورځو كې د افغان تلوېزيون چې د هوټل نه د افغانانو د پاره هوټل كې خپرېږي او د ارواښاد د ژوند او شخصيت په هكله څو تنو ننګيار صيب، داكټر شېرحسن حسن، فاروق فردا، محمد طاهر كاڼي، سيدالرحمن وګړپال او دوه درې تنو نورو چې نومونه يې اوس زما د ذهن نه وتي، خبرې كولې نو كله چې د خبرو وار وګړپال صيب ته ورغى پداسې حال كې چې له غم او درده يې په سختۍ خبرې كولې د خبرو په ترڅ كې وويل : (( كه زه ووايم چې خالد بارګامى غل ؤ تاسو به يې راسره ونه منئ خو هغه همداسې وو،هغه غل وو او د زړونو غل وو، له ما نه يې په كمه موده كې زړه غلا كړې، هغه د زړونو غل وو ، ... هو... هغه د زړونو پادشاه وو ، هغه په زړونو پادشاهي كوله )) په رښتيا هم داسې څوك به نه وي چې يو ځل يې خالد بارګامي سره ليدلى وي او بيا دې يې په زړه كې ځاى نه وي نيولى، پدې چې خالد بارګامى د يو خاص برخورد او اخلاص خاوند وو د مشر سره مشراو د كشر سره كشر وو په همدې يې د هر چا په زړه كې ځاى نيولى وو او پرې پادشاهي يې كوله، د خالد بارګامي دوستي او ملګرتوب بې الايشه او بې مقصده ملګرتوب ؤ، ملګرتوب كې يې صميميت او رښتينولي وه، سره د دې چې دلته د ټولو افغانانو كسب سوداګري ده او ټول سوداګر مادياتو ته اهميت وركوي خو دى مادياتو ته هېڅ اهميت قايل نه وو، مناسباتو كې يې چل او دوكه نه وه زده، پاك او صاف زړه يې له مينې او محبته ډك وو، بغض او كينې ته يې ځاى نه وركوو، هماغسې يې كول لكه څنګه چې به يې وئيل:

كه مې ژوند او محبت په پرتله كړم
ژوند نه تېر يم محبت ته خوشالېږم
   د خيال څپې ۲۸ مخ

د مسافرۍ او بې وطنۍ په سختو او ترخو شپو ورځو كې د وطن مينه يې د زړه نه يوه شېبه هم نده ويستې او په غميزې يې بې شانه زورېده او كړېده، د وطن ابادي او ملي يووالى يې يوازنى ارمان وو، لكه چې وايي:

زما هيله ابادي د ګران وطن وه
وطنوالو چې ترسره مې ارمان ګړئ
خپل وطن راباندې ګران دى ټول جهان كې
ځم ننګرهار ته بيا كنړ ته مې روان كړئ
د خيال څپې ۱۹ مخ

د ده په فعالو هڅو په مسكو كې د افغان ځوانانو ادبي ټولنه جوړه او مسؤليت يې پر غاړه واخيست، د ده په هڅو د تل افغان وېب پاڼه پر ليكه شوه، په همدې شان يې خپل وخت او ژوند پښتو ادب او كلتور ته و كړې وو، په پښتو يې فكر كوو، پښتو يې وئيله او په پښتو يې عمل كوو يو ځاى كې وايي:

پښتون سره چې مل نه وي پښتو پښتون احساس
كه زه اوسم كه بل څوك سر يې دى د غوڅېدو
د خيال څپې ۶۴ مخ

يو كار ته به يې چې اراده وكړه ځنډ يې په كې نه كوو، خپل نفس باندې لاس برى وو، د دې ناوړې پېښې نه يو مياشت مخكې، دى به خپل د كار په ځاى كې دوه درې اونۍنه وو كله به مو چې د ده د ورور عبادالرحمن ( سېنباد) څخه د ده پوښتنه وكړه ، كله به يې وئيل چې قندهار كې دى، چا ته به يې وئيل بل ښار ته تللى او چاته به يې بل او بل څه، موږ پوهېدو چې دا دروغ دي خو په دې نه پوهېدو چې چېرته دې، دې خپله هم نه تلفون كوو او نه كوم بل ځواب، زما زړه خو ورته ښه ډك شوى وو، او ځان سره مې ويل كه دا راپيدا شو نو ښه به يې رټم او جنګ به ورسره كوم، يوه ورځ زه په خپلې كوټې (دكان) كې وم چې راننوت، له عادت سره سم، خوله يې له خندا ډكه وه، نوې درېشي چې په ځان يې ښه جوړه وه او ښه خوند يې ورسره كوو په تن وه، د روغبړ نه روسته ويل ښه نو څه نوې خبرې دي، پداسې حال كې چې زه ده ته ځير وم او ځان مې پوښتنو او زړه تشونې ته راجوړاوه ده ماته وكتل، د ستركو په مخامخ كېدو سره، دى په هرڅه پوه شو، زما څېرې او سترګو كې يې هرڅه ولوستل ، كړس، كړس په خندا شو ويل (( خداى دې غرق نه كه ، پرېږده دا خبرې دا دى روغ او جوړ يم ستا په مخ كې،... راځه چې دې هفتې كې مشاعره جوړه كړو...)) د خپل غيبېدو يې ونغوښتل چې ووايې او ما هم چې د ده په ليدو او مشغولتيا مې زړه آرام شوى ؤ هرڅه مې هېر شو . خو وروسته خبر شوم چې دې په دغه موده كې ناروغ وو، بستر شوى ؤ او پدې دليل يې څوك نه خبرول چې دوستان او ملګري يې د ده د ناروغۍ په خبر خپه كيږي او په عذابېږي ولې خپه او په عذاب شي او دښمنان مې خوشالېږي نو ولې په داسې خبر خوشال شي،

بې خندا مې په بل كار وس نه برېږي
په ژړا به مې خوشاله شي اغيار
د خيال څپې ۹۹ مخ

مشاعره مو په ځنګل كې جوړه كړه، ګڼ شمېر شاعران او ځوانان دې مېلې او مشاعرې ته راغلي وو، وروستنۍ مېله او روستنۍ مشاعره، په څو مشاعرو كې ما دى ليدلى وو چې يا يې يوازې يو څو شعره په يوه پاڼه دوو كې ځان سره راوړل او يا يې له ځانه ( ياده ) وئيل خو دې مشاعرې كې داسې نه وو، دې مشاعرې كې يې يو پنډ ورقې او كتابچه له ځانه سره را اخيستې وه، سره له دې چې ده به نزدې هر نوى شعر ماته اورو، په دې مشاعره كې يې دومره شعرونه ووئيل چې ما ترې مخكې نه وو اورېدلي او قابو يو تن وروسته به يې په خپل اوچت او رسا غږ شعر وايه او خپل زړه او ياغي روح يې اراماوه ، همدغه وه زموږ د ځوانانو ميله او مشاعره، چې تر ننه بيا چا نه د مېلې غږ وكړ او نه د مشاعرې .
ارواښاد خالد بارګامى د ۱۳۵۴ ل ل كال د غوايي د مياشتې په څلورويشتمه نېټه، د كونړ ولايت د سركاڼو ولسوالۍ د پشد كلي په بارګام كې زېږېدلى، د خپلې تاندې ځوانۍ، د نهه ويشتو كلو په عمر د ۱۳۸۳ ل ل كال د زمري د مياشتې په اومې نېټې چې د ۲۰۰۴ ز كال د جولاى د ۲۸ مې نېټې سره برابره ده د چهار شنبې ماښام مهال مسكو كې د يوې ناوړې ترافيكي پېښې په ترڅ كې له دې فاني نړۍ څخه د ابد لپاره سترګې پټې او ابدي نړۍ كې يې خالدي او جاويدي ژوند پيل كړ.

انا لله و انا اليه راجعون

د ارواښاد خالد بارګامي جنازه وروسته د جنازې اووروستنۍ خداى پامانۍ د مراسمو نه چې ټولو افغانانو پكې برخه اخيستې وه د مسكو د اترادنايا جامع جومات څخه اوچته او وطن ته د لْېږلو لپاره په درنو مراسمو شېرمېتوا دوا هوايي ډګر او بيا كابل ته ولېږدول شوه، د ده د وينا سره سم چې ويلي يې وو:

خپل وطن راباندې ګران دى ټول جهان كې
ځم ننګرهار ته بيا كنړ ته مې روان كړۍ

د كابل څخه ننګرهار او بيا ننګرهار څخه د كونړ په لور روان شو، كونړ كې د يو عالم نيمګړو ارمانونو او هيلو سره د پشد كلي په خپله پلرنۍ هديره كې خاورو ته وسپارل شو.
د ارواښاد خالد بارګامي څخه په دې لنډ او كړاوونو څخه ډك ژوند نه يوه د شعرونو ټولګه ( د خيال څپې ) چې چاپ شوى هم ده يو ناول او يوه د لنډو كيسو ټولګه ( ناچاب ) راپاتې دي .

د بې مينې دنياګۍ نه لاس په سر يم
زړه مې نن د ډېره غمه په سلګو دى
يابه دا دنيا كړم خپله يا به ځان ورته پردى كړم
ما نن مرګ ته ځان نيولى دغه ژوند د پرېښودو دى
د خيال څپې ۳۸ مخ

*****

زه نړۍ لټوم چې پاتې په وفا وي
نه چې مينه يې په رنګ د دې دنيا وي

د خيال څپې ۸۸ مخ

***

ديدن ته بې قراره يم اشنا كله راځې
ما ټول عمر ژړلي دي خندا كله راځې
د خيال څپې ۵۲ مخ

***

الوځي سپرغۍ تورې ايرې شي زر
ژوند داسې تېرېږي چې كيسى شي زر
د خيال څپې ۱۰۰ مخ

د ارواښاد خالد بارګامي روح دې ښا د او ياد به يې تل زموږ په سينو كې پاتې وي !

د شهيد موسى شفيق د كيسو انځورونه .

د شهيد موسى شفيق د كيسو انځورونه

 

څو كاله وړاندي يوه ليكوال راته ويل چي ناول ليكي. دا ناول د امير عبدالرحمن خان له پېر سره تړلى و.
 ليكوال د خپلي كيسې نژدې ډېري برخي زباني راته وويلې، څېرې يې لرلې، تلوسه يې لرله، د ليكلو توان او حوصله مي په كي ليدله، نو پوښتنه مې بې ځايه نه وه چې ولې يې نه ليكي؟
 د هغه ځواب حيران كړم. ويل يې د عبدالرحمن خان د زمانې تاريخ لولم، د كابل په زړو سيمو ګرځم او غواړم پوه شم چې د هغه وخت ژوند، معماري او په ځينو نورو شيانو باندې پوه شم.
 تر دې خبرې ښه وړاندې مو يو وخت په پېښور كې له ځينو دوستانو سره د كابل مېشتو كيسه ليكوالو بحث درلود چې كابل نه شي راپېژندلى.
 په كابل كې ناست دي خو د كلي د خړو دېوالونو يادونه راته كوي.
 د ناول ليكونكي دوست خبرو د پېښور هغه بحث په زړه راووراوه، په هغه كې مو دا هم ويل چې يوه انځور لرونكې كيسه د يوې ټولنې تر ټولو ښه تابلو او انځور كېداى شي.
 كه د عبدالرحمن خان په زمانه كې موږ كيسه لرلاى او هغه كيسه مو د ټولنې او وګړو انځوريزه كيسه واى، نو د اوسني وخت ناول كښونكى به مو نه و اړ چې تاريخ ولولي او په لرغونو ځايونو وګگرځي.
 په پښتو ژبه ليكل شوي كيسې د ناقدانو په ګومان ډېرې تېروتني او تشي لري.
 يوه محترم شاعر په دې وروستيو كې ويلي و چې پښتو اصلاً كيسه او كيسه ليكوال نه لري. د هغه په ګومان موږ لا تر اوسه چيخوف نه دى موندلى، نو په همدې دليل كيسه مو لا كيسه نه ده. دا به يو افراط او ان ښايي زياتى وي، خو په دې كې شك نه شته چې موږ انځورګري كيسې يا نه لرو او يا يې لږ لرو.
 له انځورګرو كيسو څخه مې مطلب هغه دي چې يو ښار راوپېژني، يو كس راوپېژني، البته دا هم نه چې څوك دې د كابل يا لندن نقشه راته ويړه كړي. خو كه په همدغو ښارونو كې څوك د نوي ښار د مرغانو كوڅه او هورې د يوه چالاكه انتيك پلورونكي انځور وكاږي او يا د لندن په رسل سكوير كې د نڅاګرو پكيرانو تصوير راكړي، نو د دغه ښار د ژوند يوه ښه بېلګه به يې خوندي كړې وي.
 دغه ډول كيسې په رښتيا چې موږ لږ لرو او كمى يې زموږ د كيسو خوند او ښايي اهميت هم كموي.
 
 په زړه پورې خبره دا ده چې له ننه څلور لسيزې وړاندې د شهيد شفيق په څلورو كيسو كې د كابل د ښار څركونه وينو، خو له هغوى وروسته چې دغه ښار لا ډېرې لوړې ژورې وليدې، كيسه ليكوال يې لكه د ښاريانو له شماره ووتل، ګڼ اثار يې چاپ شول موږ بيا داسې كيسې ونه ليدې او يا مو لږ تر سترګو شوي چې كابل يې راپېژندلى او د هغه ښار كوم وګړى يې راته درولى وي.
 د موسى شفيق د "تمې كاروان" كيسه په 1338لمريز كال كښل شوې ده.
 د كيسې په پيل كې لولو:
 "د كوم كور د دېوالونو د ننه چې دا كيسه شروع كيږي هغه د ښار په هغه برخه كې پروت دى چې د عمر په لحاظ هغومره زړه نه ده، څومره چې د دې نه سهيل، لمرخاته او لمرپرېواته خواوو ته برخې زړې دي.
 مگګر د قطب خوا ته نوو آباديو دا هم ګرانه كړې ده چې اوس دې برخې ته څوك نوې ووايي.
 د آبادۍ په لحاظ د دې برخې او د ښار د نورو زړو برخو په مينځ كې چندان فرق نشته.
 په هره كوڅه چې برابر شې د مردارو بويونو ډډوزې به لكه د كچارۍ سپاهي درپسې شي او لكه د غومبسې غوندې به دې وځغلوي او د غشي په شان به دې د كوڅې د هغې بلې خوا نه وباسي.
 خړ_خړ د دوړو نه ډك دېوالونه چې ځاى_ځاى كنډوكپر شوي دي، سړي ته داسې برېښي چې ته به وايې هيڅوك د دېوالونو شا ته نه شته، خو ما په خپلو سترګو ليدلي چې د دروازې نه آخوا ته ښكلې_ښكلې كوټۍ دي." د دغې كيسې په پيل كې دا هم ليكل شوي دي چې دا كيسه په كابل كې ليكل شوې ده. نو په دې حساب لوستونكى په اغلب ګومان له دې ښار څخه د كابل مانا اخيستلى شي.
 په كابل كي ښايي د نوي ښار سيمه ده چې دوى يې راپېژني او يا ښايي كومه بله سيمه وي، خو په نوي ښار كې اوس هم ځينې كورونه زاړه، خړ رنګي او خټين دېوالونه لري چې دننه په كې بيا سم كورونه جوړ شوي دي.
 اوس هم هورې د تشنابونو بد بوى احساسيږي او لكه د څلور لسيزې وړاندې اوس هم په دغه كوڅو ګرځېدونكى سړى تر پښه نيولو ګامونو ځغاستې ته زړه ښه كوي.
 كېداى شي څوك ووايي چې د شهيد شفيق مطلب نوى ښار نه و، كوم بل ځاى و، خو زما لپاره چې په كابل كې ډېر نه يم بلد او يوازې څو كوڅې مې په كې ليدلي د دوى دغې كيسې د نوي ښار ځينې كوڅې رايادولې.
 په دې توګه مې له كيسې سره مينه لا ډېره شوې او د سبا ورځي ناول كښونكي ته هم آسانه شوې چې په دېرشو كلونو كې د كابل ځيني كوڅې څرنګه وې.
 د موسى شفيق په كيسو كې د ځايونو له انځور سره د څېرو انځور هم زما په ګومان ډېر بريالى دى.
 د امير عبدالرحمن خان د پېر افغانانو به هرومرو له خپلو اوسنيو كوديو څخه په جامه، خبرو، ټوكو او كيسو كې ډېر توپير درلود.
 يوازې د هغه وخت كوم بريالي كيسه ليكوال راته دغه خبره څرګندولى شواى.
 شهيد شفيق د "ډاكټر صاحب" په كيسه كې چې په 1339لمريز هجري كال كې يې ليكلې ده، د يوې 17 كلنې نجلۍ او راوي يا نكلچي يوه مكالمه راوړې ده، دلته به يې يوه برخه ولولو:
 "د پاريس نه كله راغلئ؟
 _ درې څلور مياشتې كېږي؛
 _ ته هلته وې چې د بريژيت باردو زوى وشو؟
 _ نه زه د فرانسې جنوب ته تللى وم.
 _ عجب؟ ته څنګه په هغه وخت كې د پاريس نه دباندې تلې چې د بريژيت باردو زوى كېده؟
 ډاكټر صاحب موسكى شو او ويې ويل:
 ما خو وويل چې زه د طب ډاكټر نه يم!
 بيا يې زياته كړه:
 زه اصلاً سېنما ته ډېر وخت نه لرم.
 _ نو ته ماښام څه كوې؟
 _ كتاب لولم يا موسيقي اورم.
 _ څومره كتاب لوستل څنګه دې زړه نه تنګيږي؟
 _ زړه مې چې تنګ شي كتاب لولم.
 _ والله عجيبه حوصله لرې.
 _ اوس خو دغسې ده نو.
 _ اوس چې په سېنما كې نوى فلم راغلى دى هغه دې ليدلى دى؟
 _ نه، مګر اورېدلي مې دي چې د ارنسټ همينګوې په يوه كيسه بنا دى، تا هغه كيسه لوستې؟
 _ نه ما خو فلم ليدلى دى.
 _ مګر د كتاب لوستل بل شى او فلم ليدل بل شى دى.
 _ مقصد دا چې سړى د كيسې نه خبر شي.
 _ نه دا مقصد نه دى.
 _ ښه ځه ورك يې كړه، دا كيسه پرېږده په كتابونو كې خو ته تكړه يې. هر ماښام په پاريس كې شانزه ليزې ته تللې؟
 _ نه كله_كله.
 _ دا دې بله عجيبه رقص دې زده؟
 _ هو!
 _ هره شپه به دې په پاريس كې كړى وي؟"
 دا مكالمه له خپلې ليكنې څلوېښت كاله وروسته په كابل كې اوسېدونكو ته انتيكه ده.
 په اوسني كابل كې چې جنګونو او پرديو نظريو ترې خپل رنګ او ژوند اخيستى دى، يوه 17 كلنه نجلۍ، كه ان د يوه ډېر شتمن سړي لور هم وي، نه شانزه ليزې پېژني او نه د هالي ووډ ډېر ستوري.
 نه ورته له پاريسه د ادبياتو ډاكټر ستنيږي او نه نر ښځي په يوه محفل كې كښېني.
 خو دغه مكالمه اوسنيو زلمو ته د هغه وخت كابل ښه ورپېژني.
 هاله، لږ تر لږه ځينو پېغلو سېنما ليده، د شانزې ليزې له نڅاوو خبرې وې له پردو سړو سره ناسته ورته ډېره عيب نه وه. دغه ډول كيسې د هغه وخت كابل ژوندى ساتلى شي.
 د موسى شفيق په كيسو كې يوه بله بريالۍ انځورونه د كركټرونو په ناسته ولاړه كې وينو.
 دوى په خوندورو تشبيهاتو كې يوه صحنه داسې ترسيموي چې له چا نه هېريږي. د "هفته كوك" په كيسه كې د دوو كركټرونو ناسته داسي انځوروي:
 ". . . سرونه يې يوې خوا ته داسې كاږه نيولي چې كه سړى ورته ځير شي، نو د غوږونو منظره يې هسې بگرېښي لكه دوو كسانو چې د خبرو اترو په وخت كې يو بل ته سترګې مخامخ نيولي وي . . . ."
 په دې تشبيه كې د غوږونو منظره نوې ده او لوستونكى په رښتيا لكه د ټلوېزيون كامره هغسې يوه حالت ته بيايي چې دغه كسان ناست دي.
 دغه راز د تمې كاروان نومې كيسه كې يې يو ځاى لولو:
 ". . . د سړي په سر يوه توره پګړۍ ده چې د يوې تورې بخملي خولۍ نه ښويه تاوه شوې او د تندي د منځ په برابر يې د ګلاب د يو دوه ورځني غوړېدلي ګل هومره شمله پراېښې ده.
 د زاړه سړي په غاړه باندې يو سپين كميس دى چې خيرنې ژۍ يې د ګونځي_ګونځي ورمېږ په غاړه د ورايه ښكاره كيږي."
 د ګلاب د دوه ورځني ګل هومره شمله هم ښكلې ده، كېداى شي ځينې يې شاعرانه وبولي، خو د ترسيمولو توان په كې خورا ډېر دى.
 په همدې ډول د سپين كميس خيرنه ژۍ په ګونځي_ګونځي ورمېږ هم ښه تصوير دى.
 دغه ډول تصويرونه نه يوازې له لوستونكي سره د څېرو په پېژندلو او لا ښه پېژندلو كې مرسته كوي، بلكي د ناول ليكونكي دوست لپاره مې هم ګټور دي چې پېړۍ وروسته پرې د دېرشمو كلونو څېرې وپېژني.

ملي قايد اوستر امپراتور اعلحضرت احمدشا بابا .

ملي قايد اوستر امپراتور اعلحضرت احمدشا بابا

 

احمدشاه ابدالى د هرات دحکمران زمان خان زوي د دولت خان لمسى دسرمست خان کړوسى دشېرخان کوسى او دخواجه خضرخان کودى دي ، په خټه ابدالي سدوزى پـــه (١١٣٥) هجري قمري کال دزرغونې نومي ميرمني له نسه چي په خټه الکوزۍ وه، په هرات کي وزيږېد سره له دې چي دعمر له مخي کشروو خو دخپل سلطنت په وختونو کي يي افغانستان ته لوي خدمت وکړ چي له همـــــــدې امــــــله دافغانستان خلکو ورته د بابا لقب ورکړ ، ده پرخپل مهر چي طـــــــــــاړسي شــــــــکل يي درلــــــــــود داجـــــــمـــــله ليــکلې وه ( الحکم الله يا فتح ).
 احمدشاه په افغانستان کښي اداري لښــــــــــکري، مالي او مدني جوړښتونه رامنځته او وزيران يي وټاکل ، اشرف الوزراء بگىخان باميزئ چي په شـــــاولي خـــان يي شهرت درلـــــــود دده سروزيـــــــر يا لــــوي وزيـــــــر وو او پـــــــه (١١٧٤)قمري کال يي داحمدشاهي ښار په نامه دکندهار داوسني ښار بنسټ کېښود. په (١١٦٦) قمــــــــري کال يي جڼي حصار ودان او هم يي دهندوکش په شـــمال کښي دتاشقرغان ښار جوړ کړ او په سند کي يي دحيدرآباد ښار دبنسټ ډبره کېښوده په (١١٨٢) قمري کال کــــي يي پـــــــه کندهار ، مشهد ، اټک ،ډهــــــــلي، روهيکنډ، پيښور، ټټه، ډيره غازي خان، کشمير، کابل، ملتان او هرات کي په خپل نامه سکه ووهله . ده دسرو زرو او مسو څخه داحمــــدشاهي دولت رسمي نښان (دوه څوکي توره،دغنمو وږي او ستوري) وکيـــــــــــــــنده او پــــــــه ځيــنو سکـــويې دابيـــــــــت هــم کيندل ســــــوي وو :
 حکم شد از قادر بيچون باحمدپادشاه
 سکه زن برسيم وزر ازپشت ماهي تا بما
 احمدشاه بابا په منځنۍ توگه سل زره عسکر ساتل او لـــــــــه پنجاب ،کشمـــــــيراو سنــــــدڅخه نيولې دآمـــــــو تر سيند،مشهداو بحيره عرب پوري دده دهيواد ټول عايدات په کال کي (٣١) ميليونه روپيوته رسېدل . احمد شاه بابا ډيرجړه ايز سفرونه کړيدي دساري په توگه يې ځني برياوي لوستونکو ته وړاندي کوو :
 احمدشاه باباد(١١٦٠)قمري کال په پاي کي غزنى ، کابل او پيښور ونيول او په کابل او پيښور کي يې (تيموري او نادري پخوانى حاکم) ناصرخان مات کړاواحمدشـــــاهــــي سپه سالار ســـــــــــردار جهان خـــــــــان ، ناصـــــــــرخان داټـــک هاخوا ته وځــــــــغـــــــــــــــــلاوه .
 په (١١٦١) قمري کال له ديرشو زرو پليو او سپرو لښکرو سره له کندهاره راووت دکــــابل او پيښور له لارى داټک او جيلم غاړوته ورسېد ، دلاهور حکمران شهنواز خان د وزيرالممالک قمرالدين خان په واسطه له ډهلي څخه مرسته وغوښته او دچناب دسيند په غاړه له احمدشاهي لښکر سره مخامخ سو خو دجڼ له ميــــــــدانه وتښــتېد او احمدشاه لاهــــــــور ونيو ، ترهغه وروستـــــــه يي ډلئ ونـــــــيــو دمحمدشاه لښکر يې مات کړ اود(١١٦١) قمري کال دربيع الاول دمياشتي پر ١٣مه نېټه يې دسرهند ښار ونيو .
 په (١١٦٢) قمري کال دکابل او پيښور له لاري لاهور ته لاړ او دلاهور له حکمران ميرمنو معين الملک سره يې روغه وکړه او دسيالکوټ ،گجرات ، پنجاب ، اورڼ آباد او امرتسر ماليات يې دهغه پرغاړه کېښوده چي هرکال به يې احمدشــــــــاهي اعلي دېـــــــوان ته رسوي ، کــــندهار تـه بيـــــــرته دستنــــــــــېدو پر وخــــت يې دقــــــــبـــــــــيلو ځيـــــــــني مشـــــران لکه : نورمحمدخان، ميرافغان غلجى، گډوخان او محبت خـــــــــان پوپـــــــــــلزى چي دده پرخــــــــــلاف يې دسـيسه جــــــــــوړه کـــــــــــړې وه ، ووژل.
 په (١١٦٣) قمري کال هــــــرات ته لاړ هغه ښار يې ترڅلورمياشتو کلابندي وروسته له اميرعالم خان څخه ونيو او دسردار جهان خان پوپلزى په مشري يي پنځه زره سپاره فوځ تربت ته ولېږل او پخپله مشهد ته ولاړ هغه ښار يې هـــــم تـــــــرڅلـــــوروميــــاشــــــتو کلابنـــــدي وروستــــه ونيــو اودنــــيـــشاپـــورخــــواته لاړخوچي دنيشاپور حاکم عباس قلي خان مقاومت وکړ او لـه بلـــي خــــوا دژمي سخـت موسم راغي نو احمــــدشــــــــاه دهرات له لاري بيرته کنـدهار ته راوگرځېد.
 داحمدشاه بابـــــــا پــــه وخت کـــــي دکــــــــــلات حکـــــــــــــــمــــــــــران دميــرعبدالله زوي ميرمحبت خان وو خو بلوڅ خان دهغه کشر ورور داميرنصـــيرخــان پــرخـــواوو ځــــــکه يې داحمــدشاه حضورته عرض کړي وو نو په (١١٦٣) قمري کال چـــــــي احمدشاه دخراسان له سفره راوگرځېد سملاسي يې له کندهاره دبلوڅو کلاته مخه وکړه ، احمدشاه ترمستوڼ وروسته کلات ته رهي سو ميرمحبت خان ،حاجي رحيم خان بابي له قرآنکريم سره داحمدشاه حضورته شفيع واستاوه ، احمــــدشاه هم سملاسي هغه پرېښود بيرته کندهار ته راغي ، ميرمحبت خان خپله يوه خور چي بي بي ميرگوهر نومېده داحمدشاه حضورته واستوله او احمدشاه هم هغه واده کړه .
 په (١١٦٤) قمري کال بيا احمدشاه له خپل نيکه سره دهرات له لاري پر نيشاپور کلا حمله وکړه او ويې نيوله .
 پـــه (١١٦٥) قمــــري کال دپــنجاب دنيولو لپاره لاهور ته ولاړ ميرمنومعيـــن الملک ترڅلورومياشــــتو پوري مقابله وکړه خـو ترهغه وروسته تسليم سو .
 د(١١٦٧) قــــمري کــال په سرکي احمدشاه سند ته يـو سفر وکــــــــــــړ او وروستـــــه يـې دهـمــــــدې کال په منځ کي له کنـــــــدهــــاره هرات تــــه سفر وکــــــــــړ او د خـــراســـان تر نيولو وروستــه يي مشــــــهـــد کــلابــــــند کــــړ ، دنـــــادرشـــــــاه لمسي شاهرخ ميرزا دده اطاعت ته غاړه کيښوده او احمــــــدشــاه دړانــــده شاهــــرخ نيــابت نورمــــــحمـــــــــدخــان افـغان ته وسپـــــــــــــاره .
 احمدشاه چي په (١١٧٠) قمري کال له هنده را وگرځېد په پنجاب کي نوي شور پيدا سو او دفيروزجڼ زوي غازي الدين او ادينه بېگ پورته سول ، سکانو هم په پنجــــاب کي قــــوت ومونــد او دلويديځ له خوا هم دمرهټه لويو قوتونو د ډهلي پاچاهي گواښله او پنجاب يې هم ونيو، دامهال دهـــند اســــلامي مــــــشرانو او د ډهــــــلي اميـــرانو احــمدشاه راوباله چي دهند داسلامي پاچاهۍ دساتلو او ژغورلو لپاره هند ته راسي. احمد شاه هم دخپلو لښکرو سره دلاهــــــــور خواته وخوځېد اوهند ته ولاړ، احمدشاهي لښکرو له هنــــدواڼو او سکــــــانو سره تـــــــــر ډيــــــــرو جـــــړو وروســــــته چـــــي دښــــــمــنانو ته يې ډيري ماتي ورکــــــــــړې وروستــــــــــني ټــــــــاکــــونـــــکې جـــــــــړه دپـــــــــانـــــــــــــي پــــــت پـــــــرډگــــــــــر لـــه لـــسولــکو مـــــرهټــــــــــانو او هنـــــــــدواڼـــــــو ســـــــــره وکــــــړه او پـــــــــدې جــــــړه کــــــــي يــــــې ددښـــــــمــــــــن پـــــه زرو زرو جړن او دوه ســـــــوه زره نــــــــور کــــسان تـــــــر تيـــــــــــــغ تـــــــير کــړل چــــــي دجمــــــــادي الاخــــــــــر پـــــــه شپــــــــږمه نېــــــــټه يــــــــي لــــــــويه ســـــــــوبه پـــــــــه بــــــــــرخه سوه . ددې ستـــــــــري غـــزا جڼي ولــــــــجې او غنــــــــائم پنـــــــــځـــــــوس زره آســــونه، دوه ســـــــوه زره غـــــــــوايــــي ، پنــــــــــځـــه ســـوه فـــيــــــلان، څـــــــوزره اوښـــــان او دوه ويـــــــشت زره بــــــنديان لاس تــــــه ورغلـــــــــل، ځکـــه نــــــو نومــــــوړې جـــــړه دپــــانــــي پـــــت دجــــــــړې پـــــه نــــامه مشــــهــوره ده.
 هغه وخـــــت چي احمــــــدشاه دپـــاني پت تر سوبي وروسته کندهارته راوگرځېد په پنجاب کي جيساسڼ دبغاوت بيرغ پورته کړ ،دپنجاب نايب الحکومه زين خان يې کلابندکړ، احمدشاه ددې شخړي دمخـــــــنـــــيوي لپــاره د (١١٧٥) قمري کال په لــــــومـــــړي نيــــــمايي کــي لاهور ته لاړ په (٤٨) ساعته جړه کي يې دامرتسر خواته (١٣٥) ميله واټن وواهه او په روهي کي دسکانو له دوه سوه زره لښکر سره مخامخ سو د (١١٧٥) قـــــمري کال درجـــــــب د ١١مـــي نېټـــــي په جړه کــــــي يې دشــــلو زرو سکــــانو پـه شاوخوا کـــــي ووژل او مات يــې کــــــړل .
 په (١١٨١) قمـــــــري کال کـــــــي يې وزيـــر شاه ولي خان له شپـــــــــږو زرو سپـــــــرو لښــــکرو ســـره لــــه کنـــدهار څخه بلـــــــخ او بدخشــــــان تـــــه واستـــــول ســـو . دبـــــخـــــــارا حکمــــــران شـــــاه مــــــراد چي دافغانســــــتان پـــه شمــالي سيــــــموکـــــي يــــې باغيــــان پـــارول ، ځــــکه نـــو پـــه همدغه کال پخـــــــپله احمـــدشاه دهـــرات له لاري ميــــمنه ،اندخوي ،بلخ او شبرغان تصفيه کړل او دبخارا له پاچا سره يې جړه ونکــړه او روغه يې وکړه، په دغه سفر کي وزير شاولي خان دجوزجان له فيض آباد څخه خرقه شريفه کندهار ته راوړل چي تر اوسه په دغه ښار کي ده .
 هغــــــه وخــــت داحمـــــدشاه له خـــــوا دنـــادرشـــاه ړونـــــد لمــــسئ شاهـــــــرخ مــــيرزا دخـــراســـان پاچــــا ټاکل ســــــوي او داحـــــمدشاه تر شـــــهــــــنشاهي لانـــــدي وو خــو دا چــــــي د (١١٨٣) کال پــه شـــــاوخوا کــي دشاهـــرخ زلــــمـــي زوي نــــصرالله ميـــرزا او دتــــون او طــــبس حاکــم علي مردان خان خپـــل ســـري ســوي وو نو ځــــکه د (١١٨٣) کال په پاي کي احمـــدشاه له کــــندهاره هــرات او مشهد ته ولاړ ، په دغه سفـــــــر کــــــي دبــــلوڅو پـــاچا نصيــــرخـــان چي داحمدشاهي دربــــــار تابــــــع وو لـــه شلو زرو تــــنو سره دخـــراسان په جړه کـــــي ښــــــه کارنــــــامې وکـــــړې او د تــــرشېـــز پــــه کـــــلا کي يې علـــــي مــردان مـــات کـــړ.
 داحـــمدشاه بــــابا خـــدمتـــونه خــــــو پــه افغانستان اونورو ملکونو کي دومره دي چي دشنلو اوستايلو څخه يې په لس هاووکتابونه ليکل کيږي خو احمدشاه بابا دتوري او ميړاني ترڅڼ دقلم سره هم مينه درلوده ،ځـــــکه نو دپښتو ژبـــــي يو تکــــــړه شاعــــر هم ورتــــــه ويــــلاي سو، يــــــو لـــوي دېــــوان لــــري چـــــي بيـــــتونه يـــي پـه تـــــقــــــــريــــــبـــــــي ډول (٢٥٠٠) تـــــــه رســــيږي . احمـــــدشاه بابـــا دخپــــل ژونــــد په پاي کښـــــي دپرلــــــه پــــسې جــــــړو له سفــــــــرونــو څـــــــخه دکـــــړاوونو پــــه اساس کمــــزوري ســـوي وو دکنــــدهار لــــه ښــــاره دکوږک نومي غره ته چي پراخه او ښه هوا يې درلوده ولاړ ترڅو مياشـــــــتو وروستــــه د (١١٨٦) قمـري کال درجب دمياشتي پــه شلمــه نېـــټه دجــــمـــعې په شپـــــه هلتــــه ديـوې ناروغي په اثـــــرپــــه (٥١) کلــــــــنــــي کـي د (٢٦) کاله پاچهي وروستــــه وفــــات سو.(روح دې ښاد وي)
 د بيتونو يوه بېله يې په لاندي ډول ده :
 
 دډهلي تخت هيرومه چي راياد کړم
 زمادښکلي پښــــتونـــخوا دغرو سرونه
 احمدشاه به دغـــه ستا قدر هېرنه کا
 که ونيسي دتــــــمام جــــــهان مـــلکونه

سيد جمال الدين افغان (د ختيځ ستورى) .

سيد جمال الدين افغان (د ختيځ ستورى)

 

محمد جمال الدين دسيد صفدر زوى و په 1254 ق كال د كونړ په اصعد آباد كي وزيږېدى.
 د سيد جمال الدين افغان كورنۍ د كونړ په اسعد آباد كي اوسېدله خو د امير دوست محمد خان په وخت كي د ځينو اړتيا وو له مخي د هغه په امر د سيد پلار له كورنۍ سره كابل ته راغى او هلته مشت شو.
 د سيد زده كړه:
 سيد جمال الدين افغان په اووه كلنۍ كي په خپل كور كي د دوديزو پوهنو په زده كړه پېل وكړ. دى ډېر ځيرك او هوښيار و، دفكر پراخي يې دونه وه چي په لږ وخت كي يې د وخت دود نړي پوهني ټولي زده كړې ان چي استادانو يې هم له نبوغ او فكر څخه ګټى اخيستلې.
 افغان سيد پر اتلس كلنۍ صرف، نحوه، معانى، بيان، نوى او زوړ تاريخ، تفسير، حديث، فقه، اصول، عقايد، كلام، منظق، رياضى، هندسه او طب ختم كړل. ده له ډېر ځراكت او قوى ذهن سره پراخه مطالعه هم كوله او په هر برخه كي يې د خلګو د ويښتا په او هوسايني له پاره يو نوى نظر او پېغام ډګر ته راا ايستى چي دا دده د نبوغ ښه بئلګه او د ذهن د پياوړتيا څرګنده نښه ګڼل كيږي چي د خپلي بيساري پوهي په بركت يې كور، كلى، هيواد او دنوۍ ډېر هيوادونه ويښ او د ژوند په رستينې مانا پوه كړل او د هغوى بيده وجود ته يې د ويښتا په روح ننيستى.
 كابل تر تګ مخكي يې په كونړ كي ه سيد فقير بادشاه څخه دينى او عربى پوهنى زده كولې او په كابل كي يې بيا د ګداى ګذري په ماجت كي له لويو پوهانو څخه لوست كاوه. د وخت په تيرېدو سره پردې زده كړو قناعت ونكړ او د پوهى مينى تر هنده ورساوه.
 د پوهى او زده كړې په لار كي يې د هيڅ ستونزو او خنډونو پروا نه كوله. سيد افغان په هند كي يو كال او څو مياشتي تيري كړې. پر تېره زه كړه يې نوي پوهه د نوو اصولو سره زياته كړه يانى سيد مخكي په عربې، فارسي او تركى علوم لوستلي و واو په همديې ژبو ږغېدى په هند كي يې انګلېسي او اردو هم زده كړه. سيد چي پخوا يې فلسفه د عربې پوهنو سره يوځاى ويلېگ وه دا وخت يې په هند كي د نوي فلسفې په كارولو سره چي له اروپا څخه يې ځرك رارسېدلى وزده كړه. سيد دا مهال د پوهي او اخلاقو نوى لار پرانيستله دى په هند كي پر يوه ځاي ديره نه شو بلكى غوښته يې چي د هند هري سيمي ته ولاړ شي، د خلګو سره وګوري او د هغوى د ژوند په اړه خبري ورسره وكړي. په دې كوګه په ټول هند كي وګرځېدى او په هر ځاى كي يې له خلګو سره په ټولنو او غونډو كي وليدل اود خپل سفر پر مهال يېد هغو ځايو اصول او احوال ځانته ښه روښانه كړل. سيد ته پر يوه ځاى پاته كېدل د خفګان خبره وه ځكه يې نو د نړۍ ډېرو برخو او هېوادو ته په مناسب وخت كي سفرونه وكړل او د هري سيمى اوهيواد خلګ يې د ژوند د رښتينى مانا د پوهېدو له لپاره راپور ته كړل. سيد افغان له هنده مكې شريفي ته ولاړ، حج يې وكړ اود عربو خوى، كړه وړه اودودونه يې وليدل او ډېره ګټه يې ورته وكړه. ترحج وروسته بيرته افغانستان ته راغى چي دا مهال لوى پوه او نابغه ځني جوړ شوي و.
 كله چي بيرته هيواد ته راستون شو نو د وخت حكومت دده د ځراكت او پوهي امله ورته د حكومت په حاكمه درجه كي اوچت او لوړ ځاى وركړ. څه وخت چي امير دوست محمد خان هرات ته د وراره او زوم سلطان د احمد خان تسليم كړه او وروسته د وربيښي ناروغۍ له امله مړ شو، وروسته محمد خان د زامنو تر منځ شخړي رواني وې امير شېر علي خان او محمد اعظم خان تر منځ دواكمنۍ پر سر شخړه روانه وه دې پيښو سيد افغان ډېرو زوراوه، كه څه هم د محمد اعظم خان ملګرى و، سيد افغان دا مهال اووه ويشت كلن و او د وزارت تر جوكۍ رسېدلى و،د محمد اعظم په زړه كي يې خورا ځاى نيولى و اوتل به يې مشوره ورسره كولْ، سيد افغان ده ته په هره برخه كي د نوى فلسفې له مخي پوهه وركړې وه، ده هم د واك پر مهال دده لار ښووني منلې.
 كله چي امير شير علي خان، محمد اعظم خان ته ماته وركړه نو سيد افغان ته يې بلنه وركړه، خو هغه ونه منله، د محمد اعظم په ماته يې اراده له لاسه وزكړه او د امير شير علي خان سره يي هم مرسته ونكړه. دا مهال سيد د خپل ځان له پاره وضعه سمه ونه ګڼله ځكه يې بهر ته د تګ هوډ وكړ. ددې له پاره چي خپل هيواد او خلګو ته يې خدمت كړى وي نو امير شير علي خان ته ورغي او د رخصتېدو پر مهال يې هغه دهيواد د پرمختګ په نيت ځيني مواد وړانتدي كړل لكه په كابل كي د يوې چريدې خپرول، د افغانستان د سياسي خپلواكي اخيستلو اعلان، د كابينې جوړونه، د عسكرو منظمول، د ملي ژبي پښتو پالل او بدا يول، د ښوونځيو جوړول، سړكونه جوړول د پستې او مخابرې وسايل برابرول او نور...
 دارنګه د سيد په باره كي وايي چي ده محمد افضل خان ته پوره درس وركړې و. كه چيري افضل خان باچا سوى واى نو به سيد افغان د خاوري د آبادۍ، خپلواكۍ د ګټلو په لار كي او د خلګو د هوسا ژوند له پاره نه تسړي كېدونكي خدمتونه كړى واى، تر دې وروسته سيد افغان له خپلي خاوري په ژوند ولاړ او تر مړينى وروسته پسله ډېره وخته تش تابوت اوهډوكي ګران هيواد ته په خورا درنښت راوړل شول او د كابل پوهنتون په منځ كي ښخ شو.
 چي په هيواد د كورنيو ورانوونكو جګړو په ترځ كي نه يوازي داچي ژوندي انسانان مو بې پټ هاو په خاورو ومنډل سول بلكي له مړو اومزارونو سره هم دښمنۍ وپالل سوې. چي په دې ترڅ كي د سيد افغان قبر هم دا ډول وران او په بې شمېره مرميو سورۍ، سورۍ سو، چي ته به وايي د ډېر منظم پلان له مخي دا كار سوي دي. زموږ د خاوريوانسانانو ادرين غليمانو يوازي په دې زړه نه سړېدى چي نن او سبا ته مو اور واچوي بلكې د پرون د وياړونو پر تندي يې هم داغونه راكښېښول...
 كه څه هم د سيد افغان د ژوند اړخونه په څو پاڼو او كتابو كي نشي ځاييداى او د هغه د وياړلي ژوند په اړه كتابونه ليكل په كار دي، چي دده د ژوند او اثارو په برخه كي مالومات بشپړ سي. خو دلته ددغه ستر انسان په اړه يو څو ټكي روښانوو. سيد جمال الدين افغان د ختيځي نړۍ ستر عالم، لوى سياست بوه، مبارز او انقلابي و، دى نه يوازي پوه او مفكر و بلكي له پوهي او مفكورې سره عمل هم ملګرى كړي و، ځكه نو د عمل او مبارزې د لاري اتل او مخكښ ګڼل كيږي، دده دعمل له پاره بايد داووايو چي دده پيغامونه او نظريې دي، چي هر وخت او هره ورځ يې په بيلو، بيلو هيوادو او خپلو تاليفاتو كي ځاى كړي دي، دده دا پيغامونه يوازي د يوې ورځي او يوه تن له پاره نهوو بلكې هغه مهال د هغو قومو او هيوادو د ويښولو له پاره لوى درس و چي د استعمار تر تتۍ لاندي و واو خورا ښه بېلګه يې دعروۍ الوثًى مجل هده.
 ده د نړۍ پر مخ مسلمانان چي د اروپا له خوا تر ښكېلاك او تيري لاندي وو د يوه لاس ګوتي ګڼلې او ددغه ښكېلاكي واكمنۍ د ختمولو له پاره يې دوى يو والي او ورورۍ ته رابلل چي ځانونه خپلواك او هيوادونه يې له ښكېلاكه وژغورل سي او پردى وان ونه توانيږي چي ددوى پر مادي او مانيزو شتمنيو خېټه واچوي ستر سيد د ښكېلاك د ناوړي پاليسۍ وركولو له پاره په هر هيواد كي هر قامته خپلي سوي، سوي نارې په ډېر حراكت اوزړورتيا سره وهلې او دايې لويه هيله وه چي د ښكېلاك (استعمار) تور ټغرله دغو هيوادو څخه ټول كړه سي. ده غوښتل چي دا هيوادونه د مفكورې او عمل له لاري راويښ كړي د پردي دښمن پر وړاندي كلك و د ډيري او استعماري نقښې يې وراني كړي او په پاى كي وكولاى سي چي د استعمار كور ځنځير د تل له پاره له خپلي غاړي وباسي.
 همدارنګه سيد افغان تبعيض او تفرقه نه منله، هه ته انسان انسان ښكراېدى، تور، سپين او ژړ يې يو وجود ګڼل. دده دالوړه مفكوره هر ځاى په هر هيواد كي جوته سوې ده. ياني دى چي به هرځاى ته ولاړي ځان يې د هغه ځاي او د هغه د ځاى د خلګو ګاڼه، هند ته چي ولاړي، هندوانو، د هند مسلمانانو او نورو توكمونو ته يې د مبارزې مفكوره وركړه او ځان يېد دوى يو غړى ګاڼه حو چي هند ځان داروپا له ښكېلاكه خپواك كړي مصر او ايران ته چي ولاړ، هلته د هغوى په درد دردمن و او د ښكېلاك د وركېو لاري يې ورښولې، تركيې تهچي ولاړ، هلته د تركانو وروڼو په غم كي ځان كډ باله، دى چي به هرځاى تليى، هلته به يې د هغه له پوهانو اومخورو سره كتل او هغوى به يې خپلواك اوسرلوړي ژوند ته هڅول چي خپل ولس د ښكېلاك ختمولو له پاره پوه او ويښ كړي.
 د سيد افغان مفكوره تدرې هم لوړه وه، ځكه هغه انسان د اسنان په نوم پېژندى چي بايد د نړۍ پر مخ خپواك ژوند وكړي، د نړۍ مخ سيد افغان ته د يوه كور حيثيت درلود او نړيوال يې د يوې كورنۍ غړي بلل.
 موږ په پوره باور سره ويلاى سو چي دى له يوې بيوزلي كورنۍ څخه راپورته سو او په خپله پوهه يې كور، كلى، هيواد، ختيځ او لويديځ روښانه كړ، دده شخصيت ډېر اوچت و، دده په باب پوره او بشپړه ليكنه البته زموږ د توان خبره نه ده او نه هم موږ دده ديادوني حق ادا كولاى سو. دده د سرت تاريخي او نړيوال شخصيت يادونه لكه څنګه چي دده له شان سره لازمه ده موږ نه سو كولاى دده په اړه چي هرڅه ويل سوى او ليكل سوي دي بيا هم لږ دي، ښايي او لازمه دهچي د وخت چاوراكي زموږ دغه ستر افغان ته پام واړوي په اړه يې ملي او نړيوالو سيمنارو او سرتو سترو غونډو ته لار هواره كړي. چي له يوې خوا دده ستر انسان حق اداء سوى ويا و له بله پلوه زموږ ځوان نسل د هغه له بيساري ستر ارمان او اوچت شخصيت سره ښه ډېر آشنا سوى وي. ګوندي وي چي افغان ځوان نسل وكولاى شي دستر سيد افغان د پوهي تفكر او لوړ ارمان په رڼا كي ځانته د ژغورني يوه روڼه لار پيدا كړي او د روانو بدبختيو له تورو تاريكو څخه ځان راوباسي.
 د ستر سيد افغان شخصيت د نورو په نظر كي:
 ډېرو بهرنيو پوهانو د سيد افغان د لوړ پوهنيز شخصيت په اړه ډيري ژوري او علمي نظريې څرګندي كړي دي، چي په دې لنډه مقاله كي يې بشپړ بيان نسو راوړلاى، خو بيا به هم د څو تنو د نظر په لنډ ډول راواخلو.
 چارلزايدمز ليكي:
 ددې نامتو عالم كارنامې او كار روايي د يوه ځانګړي هيواد د سمون له پاره نه وې بلكې د ټولو اسلامي هيوادو له پاره وې. زموږ ددې خبري ثبوت د هغه څرګند اوجوت نظردى چي د ګران هيواد افغانستان، مصر، تركيې، ايران او هندوستان په باره كي يو شان وې، ده په هر هيواد كي د وينا او تبلغ په پايله كي يو ږوږ پيدا كړى و او بيده خلګ يې د خپلو حقونو د ترلاسه كولو له پاره يې راويښول.
 مرسيو ميستل ليك:
 د لرغوني او تاريخي افغانستان نامتو پوه او سيد هري خوا ته چي تللى دي، د تلو سره سم يې هلته ذهني انقلاب راوستلى دي او دده ددغه خوڅښت او ښور پايله وه چي په ختيځو هيوادو خلګ د خپلو حقو د ترلاسه كولو له پاره راويښ سول...
 د امريكا يو پوهوايي:
 سيد جمال الدين افغان د لوړي فلسفې خاوند، د فصاحت او بلاغت پر ډګر تر هر چا پا تر ټولو دمڅه و، لوى سياست پوه او د كللكو دلايلو څښتن و، ډېر زړه و راو همت بئگلګه ګڼل كېده، په خبرو كي يې زياته اغېزه وه، په خپل وخت كي د نړۍ په خلګو كي د دونه عزت خاوند و چي لږ سيالان يې درلوده، ډېره پخه اوعلمي تجربه يې درلوده چي موږ يې پوره مننه كوو...
 دا هم د ستر سيد يو قول:
 وهم:
 اې لويه خداي! زموږ له سترګو دوهم پردې پورته كړې چي حقايق هغسي ووينو لكه څنګه چي دي او په توګه له بد مرغۍ او ګمراهۍ وژغورل سو.
 لويه خدايه! ته وهم ټپ كړې ځكه كله، كله وهم د بېرو هنداره سي اوډاروونكي څېرې پكښي ليدل كيږي او كله، كله بيا بې حقيقته خوشالي سړي ته ځلوي. وهم په هر حال د حقيقت حجاب دى او پر ليمو باندييوه پرده غوړوي، وهم د ارادې واكمن دى او پر عزم باندي غالب له ده شرزيږي او خير كښتي، نو ځكه وهم د شر بابيلونكي او د خبر شړونكي دى، وهم كمواكه غښتلى ښيي، نژدې ليري ايسوي، د امن ځاى له خظره ډك څرګندوي او د پنا ځاى د مرګ خوله ښكاره كوي.
 وهم وهمېدلي له ځانه بې خبره كوي او له صحيح حسه يې ليري بياي ې موجود يې په خيال كي معدوم راځي او معدوم يې موجود وهمېدلى په يوه بې حقيقته دنياګي اوسي او په يوه داسي عالم كي ځان ګڼي چي ليدل يې ناشوني دي، وهمېدلي په دغه خيالي عالم كي د مېرګي نيولي په څيرلو څي يو څي كوي هډو نه وهيږي چي څه كوم؟ څوك ولاړه؟ څوك راغله؟ څه راكړه سوه څه راڅ يو وړل سوه؟ وهم يو ناولي روح دي چي د انساني نفس هغه مهال په پېڅه كيږي چي هغه د ناپوهۍ او ناخبرۍ په ترايو كي ګوډ، ړوند كيږي او له ويري هيسته هڅه كوي حقايق چي پټ سي نو وهم ټيګيږي او ارادې تر خپل واكل اندي كوي. وهمېدلي د ګمراهۍ چول ته غورځوي، پر ناليدلو او كږو وږو لارو يې سر كوي، څو بيخي د مقصد لوري حتي ورك كړي

د خوشالخان خټك او ملاعبدالسلام اڅكزي ځيني فكري تړونونه .

د خوشالخان خټك او ملاعبدالسلام اڅكزي ځيني فكري تړونونه

 

ستر خوشال په پښتو ادبياتو كي ځان ته د يو بېل فكري مكتب (School of Thought) موسس دى، هغه مكتب چي پښتو شعر د ژوند د رمز، د وطن د ميني او پښتني وجدان، د ننـګ او ناموس پالني ته راوپاراوه. هغه د ژوند پر لوړو ځوړوخورا ژور نظر درلود، ځكه خو د هغه دغه فكري مكتب د درستې پښتونخوا په فكري بهير كي خورا په بيړه ګړندى پرمختـګ وكړ.
په پښتو ادبياتو كي په عمومي او په جنوبي پښتونخوا كي په خصوصي ډول ملا عبدالسلام اڅكزى خپل ځان د ستر خوشال ددغه ادبي بهير يو تكړه پيرو ثابت كړ او د خوشحال پر موضوعي لارو يې خورا ګړندي ګامونه واخيستل.
دلته به موږ په لنډه توګه ددغو دوو نومياليو پر مشتركو ادبي موضوعګانو څېړنه وكړو، چي د خوشال له فكر څخه ملا عبدالسلام په څومره انداز اغېز منلى دى.
د وطن ننګ، د خوشال بابا د شاعرۍ خورا ارزښتناكه موضوع ده، هغه د مغلو پرضد پښتانه سره رايوځاى كول غواړي او د پښتنو د لوى ملي وحدت خبره كوي.

د افغان په ننـــګ مـې وتړله توره
ننګيالى د زمانې خوشال خټك يم

ملاعبدالسلام بيا د انګرېزي استعمار پرضد خپلي مبارزې ته دوام وركوي او د كوږك له څوكو څخه خپل اذان پورته كوي.
قرآنــي مسلماني لرم پــــه زړه كي
زما اذان پـر ځاى له رسي له كوږكه
پښتانه مي كــړو راويښ و پرنګي تـه
خــوړې ويـني دكابل د انقلاب مـا

كله چي ملاعبدالسلام د خوشالخان خټك د توري تړلو رمز ويني، نو دى هم سور بيرغ رااخلي او د ذوالفقار خبري كوي.
زام په ډول به مي بيده پښتانه ويښ سي
ســـور بـيرغ تـر ساله باسم ذوالفقار هم


خوشحالخان خټك د پښتنو د خلاصون لاره توره بولي:
بله هېڅ ليدله نه شي په دا منځ كې
يا مغل د منځه ورك يا پښتون خوار
پښتانه چې نور څه فكر كا ناپوه دى
بې د تورې خلاصى نه شته په بل كار
تر مغلو پښتانه په توره ښه دي
كه په پوهه پښتانه واى څه هوښيار


ملا عبدالسلام هم د مسئلې حل توره ښيي:
كه موږ وروڼـو توري نن وبرېښولې
پرنګي به وارخطا سي و توپان ته
سور بيرغ غازيان راځي ږغ پرله وكړئ
خداى به تول د بري دركړي و ايمان ته.


بل ځاى بيا داسي وايي:
و دښمن ته مه بېرېږي غيرتمنو!
مخ و مرګ ته توپك ونيسئ هلكو!
اسلامي ملكونه ګرد واخلئ په توره
خپل غلجي و هزاره ويښ كړئ تره كو
!
يو وضاحت ضروري ګڼم، چي د بېځايه اوږدو – اوږدو تمهيدو او د يوې خبري له سره كشولو يا د شعرونو له تشريح كولو څخه ځكه ډډه كوم، چي بېځايه مقاله اوږدول د ننني علمي روش او تنقيدي مزاج د انصاف نخښه نه ده، زه به هڅه وكړم چي د خوشالخان او ملا عبدالسلام د كلام د متن د داخلي شهادتونو په رڼا كي ددوى مشترك فكري ټكي په ګوته كړم.
دغه توري هغه وخت رنـګ راوړي، كه پښتانه د اتفاق او يووالي وسله هم ولري، بيا كامراني د دوى پلوونه مچوي، خوشالخان خټك د پښتني ملت وحدت ضروري بولي، د اتفاق ښېګړي او د نفاق تاوانونه په ګوته كوي:
كه تــوفــيـق د اتـفـاق پـښتانه مومي
زوړ خوشال به دوباره شي په دا ځوان
هره چار د پښتانه تر مغل ښه ده
داتفاق ورڅخه نه شته ډېر ارمان
د بهلول او د شېرشاه خبري اورم
چي په هند كي پښتانه وو بادشاهان
شپږ او اووه پېړۍ يـې هسي بادشاهي وه
چي په دوى پورې درست خلق وو حيران
يا هغه پښتانه نور وو دا څه نور شول
يا د خداى(ج) دى اوس دا هسي شان فرمان


***
چـې مـغــل و تــه مــې وتــړلــه تـوره
درست پښتون مې و عالـم و ته ښكاره كړ
اتفاق په پښتانه كـــې پـــيـدا نـــه شو
ګڼه مـــا بـــه د مــغـل ګرېوان پاره كړ
سره يو تر بل اخته دي په خپل كور كې
په نفاق يـې غـم و مــــا تــه اجاره كړ
د مـغـــل پــه مـنصبونو غره كـېگــږي
يكباره يـې مــخ پــه نـفـس اماره كړ
مــا دولــت ورلــه ګټلى و پــه تــوره
دا زمـــا د تـــوري نفش يـې اواره كړ
په منصب چې غـولول نه كا نور څه كا
مغل خداى  و پښتنو ته بېچاره كــړ

يو بل ځاى ستر خوشال د پښتنو له ژونده د جهل، بدنيتۍ او نفاق د وركولو خواست كوي:
خداى دي ورك د پښتنو كا دا درې توكه
يــو بــد جهل، بـل بد نيت، درېـيم نفاق


ملا عبدالسلام هم د پښتنو د اتفاق ږغ پورته كوي، د وجود وحدت شرط او د دښمن د نېستۍ نخښه بولي:
اتــفــاق غــواړي مـذهب عبدالسلامه!
برى وړو كه ان شا الله توري سوهان كړو

***
كه څوك نه څيري پــښتون خـپـله غړكه
بـيـا دي نــه شـاربي د نورو په خــركـه

***
كـاشكي يو وار ښه خندلي واى سوسن
د كـاهــــښته بـــه وتــلـى و غـمـجـن
كـه خداى پاڼې ددې ګل وغــوړولــې
پـښتني مـځكـه بــه ګرده سـي خـُـتن
زه د عـدل اتـفـاق تــه پـښتون بـولـم
د خبيث په اختلاف كي دى بـــودن


د خوشالخان خټك او ملا عبدالسلام چي څنګه د حريت او ازادۍ طبيعت يو دى، دغه رنګه يې د مخالفينو فطرت هم يو دى، د دوى دواړو مدعيانو د خلكو د رانيولو لپاره د لوړو- لوړو منصبونو، لويو – لويو خطابونو او له زورورو پيسو خرڅولو لار خپله كړې ده، چي دغه ډول د پښتنو له زړونو او ذهنونو څخه د استقلال او حريت فكر وباسي، د خپل واك د خپلولو توان ځني سلب كړي. خوشال دغه شكايت داسي كوي:
پښتون پــه زرو نـيسي پـه فرېب پـه ټگـكالونو
په مايـې اثر نه شي لا په ما دخداى كرم دى
نه مچ يم نه كارګه يم چې په ګوړو مړو ګرځم
باز يم يا شاهين يم په خپل ښكار مــې زړه خرم دى
كه ما غوندي نور هم وي په دا كار به ډېر خوشحال وم
چي ما غوندې نـور نه شته ځكه پروت راباندې غم دى


ملا عبدالسلام وايي:
لا ملت د پښتانه په له اړ باسې
وسوسې وړې د جهالو و كوګل ته
دنيا ډېر فرعونان لاندي كړو در(تر) خاورو
مه نازېږه دا د غيڼو په كوټل ته


خوشالخان خټك وايي:
لېوني شول پښتانه په منصبونو
خدايه ما ژغورې له هسې غضبونو
پښتانه لره لوى عيب دى كه يـې ګورې
چې نازېږي د مغل په لقبونو
شرم، ننـګ، نام وناموس يـې په ياد نه دى
خو ويل كا د منصب د ذهبونو
پښتانه كه جنګ مغل سره په تېغ كا
هر خټك نيسي مغل تر جلبولو
د خټك د ننګ جرګه نه شته خوشاله!
لا وتلى دى له كومو نسبونو.
***
دا منصبونه دا انعامونه
واړه زندۍ دي واړه دامونه
پښتون مغل به سره دوست نه شي
خوشال يـې مه وينه دا انعامونه
.

ملا عبدالسلام وايي:
منصب خوره حرامي صحيح جاسوس دى
نه كمال تعليم لري نه استعداد دى
***
ايمان بايلي سپك ارزان حرض اخيستى
ځي سېوۍ ته يو د بل د مخه ځغلي


خوشال دغه هرڅه بې ننګي بولي او د پښتنو د لوړو اوصافو ضد يـې ګڼي او دغه سوبه پښتانه د ازادۍ پر لوري د لوړ پرواز له توان څخه محروم بولي:
باچهي يـې د مغل په زرو بايله
د مغل د منصبونو په هوس دى

اوښ له باره په خپل كور كي ورغلى
په ولجه د اوښ د غاړې د جرس دى
بې ننګان د بې ننګۍ په كار و بار كي
ننګيالي د ننـګ په كار كي هر نفس دى


ملا عبدالسلام وايي:
په سېوۍ كي سالانه انعام هغه وړي
چي پر دين د محمد  وهي بازي


ملا صاحب وايي چي ځيني بې ننګ پښتانه پرنګيانو ته پر څپړو پراته دي، له هغو څخه انعامونه، القاب او اعزازونه اخلي:
پښتني غيرت انګرېز درڅخه يووئ
د كافر درغورځي لاندي ځې ممنون
مـــا د ده نــمكـخواره په كاڼو ولي
چي بندي د پرنــګيانــو وم هغه يم
***
دا يـــوه خـبـره وكـــه سـتـــا و پـلار تــه
چــي شــپـېته كاله بنده وې د سركـــار ته
كـــوم هـنــر لـرې پرڅه خان بهادر شوې
نــه ګاډۍ تــيـــــارولاى ســې نه تار ته
زام انګليس پــالې كهي د ولس غـــواړي
پــــه رشــتــيـا ويل بابا مه سې ازار تــه
لــكــه شــيــن كــډو د بل پر اوږو خېژې
ډك پـــه جـهــل بــــې كماله و چنار تــه
جـــــي صاحـب و پرنګي مشرك ته وايـې
له كــرسۍ څه دي خداى پورته كه و دار ته
نـها كـــاڼه له خــوبــه زما اذان راويښ كړو
نه غـــازي فرد كـــامـــل د كـنــدهـار ته
زه خـــو خان د پرنګي شابوسي نه خورم
كـــه ځان بـولې كه عبدالسلام ګځار تـــه
.

خوشالخان د مغلو نمكخواري د پښتنو د زوال سبب بولي او له پښتني ملت سره يـې د غدارۍ برابره ګڼـي:
چي ښوروا خوري د مغلو واړه سپي دي
د سګانو په خوله څه اخلم نومونه
پښتانه لكه مګس ورباندي ګرځي
ورته ايښى دى مغل د حلوا تال

***

د بې ننګو پښتنو له غمه ما
لويي پرېښوده ونيوله كمه ما
هغه ملا چې به په لهوډ سر، لوى غر و
په ناكام كړه و مغل ته خمه ما
د هغو د خولې كږې خبرې اورم
چې خبره ورته نه كړه سمه ما

***
شرم دى ننګ دى دار د سر دى
كه مې پرېښووه ځاى مې غر دى
پښتانه واړه د مغل ښوروا خوري
ما ته يـې پاته دا شور و شر دى

ملا عبدالسلام:
دونــي پنډه پـــډه څه كـوې نرى سه
لكه نى پر سينه پوري ووري سـورى سه
كښاته (كښته) ځي هره درنه تنه غرقېږي
ډنــګر والـــوزه مـلـكــه يـا پېرى سـه
در ګيـدړه تـه سـپـيـتانه لــــرې خانه!
دا د بل پسخورده مـــه څټه مزرى سه
يــــــا ورځه د پښتونوالي دعوه پرېږده
ښكاري سپى د پرنګي تازي كوترى سه
يـــــا وبــــل نوي ثاني ميوند ته وځه
بيرغ جګ واخــله غـيرت وكه برى سه.
***
ځني وږي سپـــي د لاټ روغبړ ته ځغـاسـتو
د اســـــلام بــلـــل اكثره غمـازان مــــا
په روپۍ يـې وږي سپي پرځان مـيــن كـړه
نـــه پـــر مــځكـه دا شيطان سته نه بـــالا
د نفاق پن څونـــي خلكـو ځني واخيست
د دې پـــن نـــه كبـسـان سـتـه نـــه دوا
.

خوشال بابا:
د سـړي د لاســه مــړ واى څه به ښه و
لېوني كوټه سپي مړه ګوره شېران كړه


ملا عبدالسلام:
ستا په توره خـو دې يو نه دى وژلى
دښمن وژنې په رشوت يا په چغل كه


خوشالخان خټك:
په دا هسې وخت كې وخت د نام و ننګ دى
دا بــې نـنــګه پــښتــانــه كــه څه رفـتــار
مـــرګ زمــا پــه پوهه ښه تر دا ژوندون دى
د عــزت ســره چــــې نه وي زيست روزګار


ملا عبدالسلام:
پـــرنـګي پښتون د ځان كړي نيمګور ټوله
قـــريــبـان سپي وله غاپي پر كـــور ټولــه
لكه نمر داسي روښان څراغ مــو پـو كـى
لايــقــان يـــو پــښتــانـــه د پېغــور ټوله


خوشال بابا:
ځنــې څه لــويـې دعوې لرم پــه زړه كي
ولې څه كړم چې پښتون ماړه بې نـنـګ دى

ملا عبدالسلام:
اتـفـاق اصل زاړه پښتــانـه نــــه شتـه
نـن خـو مــيــنـه پر دنيا يا پر ګوره ده

خوشال بابا:
څو دي توان توفيق رســېــږي بيرون مه شه
پـــه هــــر دم د پښتانه له نــنـــګ و نامـه

ملا عبدالسلام:
چي تاريخ اته پنځوس درې سـوه زر له
راغى ډېر پـښتــــانــه ورغلو كافر لــــه
پـرنـګيــان په آســمـان والوتو سربــېره
خـلـك ځان رسـوي دغــــــه بختور له
پـــرنــګيانــو جـــاسوسان دي رالېگږلي
وركوي كومك بــاغــــي ګمراه لښكر له
مـقدس اسلام پرنــس د اســـلام ونيو
خــښم نـــه ورغى بېرته يوه نــر لــــه
.

خوشالخان خټك دغه د "نر" كلمه استعمالوي:
چي د نـنـګ په چارو نر نه وي خوشاله
كه يـې نر ويني په سترګو هم ماده دى

خو ملاعبدالسلام ددغه نر د ماده توب ظـــاهـري انځور داسي تمثيلوي:
په نايـــي ږيره خريي عبدالسلامه!
لـغړزنى لكه نجوني بې برېتو سو

په (ډې پټانز) كي د اورنګزېب عالمګير او د خوشالخان د اختلاف په باب يو ځاى ليكل شوي، چي: د خوشالخان حب الوطني نظمونو ته دوو جذبو فيض رسولى دى.
اولني له شهنشاه اورنګزېب سره د هغه نفرت او حقارت او دويم د هغه فخر او غرور چي هغه ورته ننګ وايي، دا د يو پښتون ياافغان عزت دى.
خوشالخان د اورنګزېب په عناد داسي وايي:
زه غلـيـم د اورنــګزېب يم
سر په غــره په بــيـــابــان
زه په ننـګ د پښتانه يــــم
دوى نـيـولـــي مـغـــلان
د منصب په اضـافــــو دي
كُــل پــــه مـا پسې روان
بل ځاى داسي وايي:
چي په نام پښتون غوڅېږي، پرې خوښېږي
اورنـــګزېب هـــسې بادشاه دى د اسلام
***
رامعلوم سو د اورنګ عدل او انصاف
دده ښه مـــسلماني ښه اعـتــــكاف
ســكه وروڼه وار په وار واړه وژلـــي
پـــلار پــه بند كې اچولى په مصاف
مار په تن له پاسه ښه ښايسته روڼ دى
ولـــې نه د اندرون دى لوى ناصاف
مېړنــى په كرده ډېر ويل يـې لږ وي
د نــامــردو لـږ عمل وي ډېر يې لاف
كه دلې د خوشال لاس په ظالـم نېغه
د قيامت په ورځ يې خدايه مه كړې معاف


ملا عبدالسلام د خوشالخان خټك او د اورنګزېب په دغه اختلاف مي رمز پوه دى:
خوشالخان د اورنګزېب سيالي درلوده
سياسـت حكومت غور د خلافـي ولاړ

خو سره له دې ملا عبدالسلام اورنګزېب عالمګير ته د هغه د علمي خدمتونو په رڼا كي يدت د خلا ف پېرزويني وړاندي كوي او د مهدي مقتدي يـې بولي.
اورنـګزېب هم د مـهدي مقتدي اېگسي
قـــرانــــي معانـي وړه په بحر و بر ده
مــسلــمــان مـــلــت له وايسته ارزانه
فـتـاواى د عالمګير پـــه څوني زر ده
هــر دارا پــه كـــي دورا ځا معلومېږي
نــورانـــي هنـداره سكتتي سكندر ده
.

د اورنګزيب ددغو علمي خدمتونو اعتراف د خوشال د ظرف په وړاندي په ډاګه ښكاره شوې ده، خوشال بابا له يوې خوا له اورنګزېب سره سيالداري او بلې خوا ته د هغه د خدمت اعتراف خورا په استادانه توګه كوي.
مغلو ته چې ګورم هغه هسې مغل نه سـته
د تورو وار يې تېر شو او ورپاته يو قلم دى

د ملا عبدالسلام او خوشالخان خټك يو بل مشترك قدر دا دى چي خوشالخان له خپلوانو او زامنو څخه سر ټكوي، چي د بل د كار اله جوړ شوي دي.
زويــــو مــې خوى د خټكو نور كړ
زما په نقش يـې پورې ســور اور كړ
وخــــت د ګټې د نام و نــنــګ و
بـــدو زامــنــو راڅخه خـپــور كړ

ملا عبدالسلام بېخي د خوشالخان په ډول پر خپلي طالع ژاړي، چي له ماسره هم هغو عزيزانو ونه پالله او مدعي ددوى په مرسته زما ګرفتاري ترسره كړه:
خــــوشــالـخان زامنو وركړ و مغل ته
بند له خود بيايي تربرونه عــزيـزان ما
***
اڅكــزـو سپــرو ګوره دربار له بوتم
زما درنــه ابــاتې سوې ده خپلوانو


د ملا عبدالسلام او خوشالخان خټك ځيني ارمانونه هم سره ورته دي، خوشالخان د مغلو په بند كي ناست دى او تر وتلو وروسته خپل ارمان داسي ښيي:

پس له بنده دى دا عزم
د خوشال د خاطر جزم
يـا نـيــولى مخ مكې ته
يـا مــغـلــو ســره رزم

ملا عبدالسلام بيا د نېستۍ او درماندۍ په دروهلي بند كې ناست دى، خو وايي:
توښه نه لرم عبدالسلام په جېو كي
كـنــه مــخ پـــر مـدينه و پرمكه يم

په هنري توګه ملا عبدالسلام د خوشالخان يوازې يو غزل تضمين ليكلى، د خوشال ځيني شعرونه:
په بل غشي په ټوپك ويـــشـتـلى نه يـم
كه ويشتلى يم خو بيا په خپل ټوپــك يم
نن خو ځان راسره ډېره جــــفـــا وكړه
كانده بيا د خداى وحكم ته په شېرك يم
كـــه خټكـو راته شا كړه مخ يـې تور شه
زه يــوازې پــه تكيه د خداى شريك يم
چې نيولى مې دا هوډ د ننګ و نام دى
كــه لـه خپــلـــه هوډه اوړم كنيزك يم
د افـغــان پـه نــنــګ مـي وتـړله توره
نـنـګيالــى د زمـانـې خوشال خټك يم.
د ملا عبدالسلام د غزلي يو څو شعرونه:
عشيزو دركاڼي كلك در ګل نازك يم
مخالف د پرنګي قانون تارك يم
زما ويل د نن مغل دپاره ښه دي
بل و ستري د زمانې خوشال خټك يم
په تاريكه كورنۍ كي شمعې بل شوم
د نامي ماړه فاسق در نظر سپك يم
معرا ځم وروڼه غواړم ننواتي
كه يوسف د بابايي كنعانه ورك يم
عاقبت تربرو د څاه د بنده وځم
زه لېوانــــو! د ســبــا نـسيم چابك يم
سرې لمبې لكه خليل راته ګلزار شوې
دنمرود په اوركي ګل غوندي خُنك يم
هوښ لره په رود نيل مه راګډېږه
په غرور د ځان فرعونه چي ملك يم
ور دې زما و كور ته واچاوه بدنسله
هى ارمان كرياب په توره په ټوپك يــم
دجالان مو خطا باسي جاهلانو!
لېوان وژنم نګهبان د خپل كنډك يم
مذهبي مخالفان شړم دباندي
د "امان" په شان د سره كفر مهلك يم
په ښاخه دره كي مېشت عبدالسلام دى
كوږك مېنه سوسن بوټى د اڅك يم
.

د ملا عبدالسلام په خپل داخلي متن كي موږ د ستر خوشال ياد هم وينو، چي ملا عبدالسلام يـې د مېړاني ستاينه كوي:
خـوشالخان په قبر نــنــووت خټكو!
لو پـاتـا د شاه حسين ده هوتكو

***
توريالي ډيـلــي نـيـو بـېشــكه درونــد و
پر جمله پښتتنو خان خوشــال خــټك يو
****
خوشالخان خټك په تول تر ټوله خټك دروند و
هـــم عبــدالـعـــلي پـــر لوړه كاكـړي بـس

كله د هغه د تدبر، تفكر او هوښيارۍ ستاينه كوي:
اوس لا هــم دده د وير سـندري اورو
مرګ بـېولى فلسفي خوشـال خټك دى
ښو خـوبـانـو كډې وكړې مني پــاتـو
خوشالخان، عبدالرحمن، آدم درخو ولاړ


كله - كله يـې د سترو شرقي ادبي اتلانو په كتار كي دروي، د سعدي، شېرازي، فردوسي طوسي او ميرزا عبدالقادر بېدل تر څنګه:
چې سعدي و خوشالخان و فردوسي ولاړ
كــــــډوګان پاتو يو فكر ســـياسي ولاړ

په سياسي ډګر كي ځان د لوى خوشال د ستري مبارزي پيروان بولي:
د غازي امان الله رباب وهمه
د وستري زمانې نوى خوشال دا دى
***
زما ويل د نن مغل دپاره ښه دي
بل و سترې د زمانې خوشال خټك يم
***
وطن كُل نيسي مغل په دا پوهېږم
د خوشال خټك خو كړى دى پېښې زما


ځان د خوشال په وړاندي ډېر كمزورى ويني او د ستر خوشال د لوړ شخصيت ستاينه په بېخي پراخ زړه، علمي ديانت او ادبي عرف سره داسي كوي:
خوند لري د خوشالخان خوږې شكرې
زمــا حــرفــونــه وربشينه ګګره دي

پيغله ملاله .

پيغله ملاله

 

دملالي دژوند دپيښو په باب چي دا پيغله څوك دچالور او دكومي سيمي او كلي وه پوره معلومات په لاس كي نسته, خودميوند دفتحي دننګ اوجنګ په معركه كي ددغي نوميالۍ پيغلي كردار او تقش لكه دكمر په څير څرګنددى. ملي ولسي روايات او هم تاريخي آثار په دي هكله تقريباً په يوه خوله دي او دعباراتو په ډير لږ توپير او بدلون دميوند په فتحه كي دهغي غوڅ او ټاكونكى نقش تاييدوي .
دبښتني ميرمني كتاب ليكوال عپدالروف بينوا ليكلى چي ددوشنبي په ورځ دبرات دمياشتي پر اولسمه 1297 هجري قمري كال چي افغاني زلميانو ميرنو او ښځو دخپل وطن دساتني په نيت سرونه پر ميدان ايښي اودميوند ډګر ته دقرباني له پاره حاضرسوي وه, ټكنده غرمه وه غازيان تږي او ستړي ستومانه وو دميوند پر دښت هيڅ اوبه هم نه وي نژديوه چي افغاني لښكر له تندي څخه ماتي وكړي. په داسي حال كي چي دلښكرو بيرغچي هم سخت زخمي سو او بيرغ يي له لاسه ولويد يوه پيغله راغله بيرغ يې په سرومنګولو واخيست ناره يي وكړه:
خال به ديار له وينو كښيږدم
چي شينكي باغ كي ګل ګلاب وشرموينه
كه په ميوند كي شهيد نسوي
خدايږو لاليه بي ننګۍ ته دي ساتينه
ددي پيغلي دا ږغ يو آسماني ږغ و چي دافغاني زلميانو ويني يې په جوش راوستلي اود تود (الله اكبر) په ناره يې پرغليم يرغل وكړ او دښمنان يې تار په تار او خپله پاكه خاوره يې دهغوى دناپاكه قدمو څخه وژغورله . دا پيغله ملاله نوميدله په ځينو روايتونو كي همدغه پورتني مفهوم دالفاظو په لږاو ډير بدلون سره داسي راغلي دي.
يوه خواته دميوند پر دښته پراته دپرنكي پوځونه په هرډول وسلو او وسيلو سمبال وو بله خوا افغانان په تش لاس خو دايمان او عقيدي په وسله سمبال د هغوى مقابلي ته راوتلي وو او په دې نيت او تكل وو چي دغه كفري لښكري له خپلي خاروي څخه وباسگي او هيواد ددوي له ناولو منګولو څخه آزاد كړي . د افغاني غازيانو سره په دغه جكړه كښي افغاني ميرمني هم شاملي وي چي ځينو يې غازيانو ته خواړه اوبه او باروت وررسول او ځيني له خپلو پلرونو ورونو او ميړونو سره اوږه په اوږه ددښمن مقابلي ته ولاړي وي، يوه له دغو نومياليوڅخه ملاله وه.
ټكنده غرمه وه ملالۍ وليدل چي له يوي خوا ددښمن دپوځونوشمير زيات او په ډول ډول وسلو اووسلو سمبال دي او له بلي خوا دهغوى په وړاندي د افغاني غازيانو شمير لږ تش لاسي او نږدي وه چي ګرمي، تندي او ستړيا څخه له ماتي سره مخامخ سوي واى, نو يو هسك ځاى ته وختله او دزړه له جوشه يې افغاني غازيانو ته دالنډۍ وويله ,
كه په ميوند كي شهيد نسوي
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دي ساتينه
دملالۍ دلنډۍ هر تورى لكه غشى دغازيانو په زړونو ولګيد ويني يې په جوش راغلي مات زړونه يې راژوندي سول او د الله اكبر په كفر ځپونكي ږغ پر دښمن ورغلل, سره ورځ يې پرې جوړه كړه څه شيبه وروسته ملاله يوځل بيا پر لوړځاى ودريده ا وداسي دجذبې ډكه ناره يې وكړه:
خال به ديار په وينو كښيږدم
چي شنكي باغ كي ګل ګلاب وشرموينه
په تور توپك ويشتلى راسي
دبې ننګى احوال دي مه راځه مينه
ددښمن په پوځونو ماته كډه او ډيره زياته مرګه ژوبله پكي وسوه.
دافغانسنان درمسير تاريخ) ليكوال دهغه وخت ديو نوميالي مړرخ ميرزا يعقوپ علي خوافي د كتاب په حواله ليكي چي په دغه جګړه كي له دوولس زره انګريزي پوځ عسكرو او صاحب منصبانو څخه يوازي (25) تنه ژوندي دجګړي دډګر څخه په تيښته بريالي سول.
د(زموزغازيان ليكوال محمدولي حلمي د نفتو لا خالفين د كتاب (شيبور هايي پيروزي ميوند) 453 مخه په حواله ليكي:
كله چي دزياتي كلكي ژوبلي په نتيجه كي ميوند فتح او افغاني غازيان دخپلو شهيدانو د ښخولو په تكل كي وو ,غازي سردارمحمد ايوب خان پوښتنه وكړه چي دغه نجلۍ څوك ده چي په داسي نازك حالت كي يې پخپلو ملي لنډيو افغانى لښكر په ننګ او غورځنګ راوست.ځواب وركول سو چي دا ملاله د يو چو پان لو راو دميوند (كشك نخود) اوسيدونكي ده بل ورته وويل چي دا ډيره زړه وره وه دغازيانو تر څنګ يې بايد ښخه كړو. ايوب خان وويل ښه واياست ملايانو او ملي مجاهدينو دبخښني دعاورته وكړه او هم هلته يې خاوروته وسپارله.
همدارنګه مير غلام محمد غبار په (افغانستان درمسير تاريخ) او لويس دوپري په خپل اثر (افغانستان )كي دملالۍ سر ښندنه او ننګياليتوب ستايې او تاييدوي .
له دي پورته څرګندونو داښكاري چي ملاله دهمدغه ميوند په تاريخي جګړه كي دشهادت مقام ته رسيدلي او تلپاتي نوم يې په برخه سوى دى ددغه ستره ويارلي كارنامه يې زموږ دهيواد په تاريخ كي په زرينو كرښو ليكو تر هغه چي افغان او افغانستان وي له چابه نه هيريږي او په ډير درناوي به لمانځل كيږي . ددي نوميالۍ او ننګيالۍ پيغلي قبر دميوند د شهيدانو په هديره كي معلوم او ډير خلك يې زيارت لره ورځي.
روح دي هميشه ښاد او يادوي !

د ميوند غزااو دايران اندېښنې .

د ميوند غزااو دايران اندېښنې

 

ايران د افغانستان هغه لويديز ګاونډ دى چي زموږ له هيواد سره پنځه سوه كيلومتره اوږده پوله لري او له زرګونوكلونو راهيسي سره محشور يو، او د ګاونډيتوب اړيكي لرو.
پنځه زره كاله وړاندي چي اريايانو د افغانستان په شمال كي تشكل و كړ او بيا له هندوكش نه را واوښتل او د موجوده افغانستان په جنوب كي تر هستوګن كېدو وروسته هند او پارس ته هم خواره شول ، نو ارېانا( لرغوني افغانستان) او پارس( چي په وروستۍ پېړۍ كي يې د اريانا د وېاړونو خپلولو لپاره ايران نوم پرې كښيښود) سره ګاونډيان شول او له بده مرغه د افغانستان خاوري ته د ايرانيانو د بدنيتۍ له امله دا اوږده تاريخي دوره د دوستيو پر ځاى په دښمنيو او شخړو تېره شوه او وخت پر وخت د افغانستان پر خاوره باندي د پارسېانو له خوا وسله وال تېري وشول او افغانانو يا د دفاع په ترڅ كي جګړه ورسره و كړه او يا يې هم د غچ اخيستني په غرض د ايران ځيني خاوري لاندي كړې چي د تاريخ ګڼ بابونه پر دې پيښو ډك دي. (1)
د اتلسمي پېړۍ په دوهمه نيمائي كي د هند په نيمه وچه كي د انګريزي ښكېلاك له غزونو سره په افغانستان كي يوه پېاوړې سترواكي ( دراني امپراطوري) واكمنه وه چي د اوسني هند، پارس او ماوراالنهر ګڼي سيمي يې په لاس كي وې.
انګرېزانو په هند كي د خپلي ولكې ټينګولو او د افغاني سترواكۍ د كمزوري كولو او بېا ړنګولو لپاره په داخلي سطحه د تيمورشاه دګڼو 33 زامنو څخه چي هر يو يې د پاچاهۍ كانديد وو، او د پاينده خان له 23 زامنو څخه چي هر يو د وزارت كانديد وو استعفا كوله او دوى يې ترغيبول او سره جنګول او په خارجي سطحه يې په ختيځ كي سكهان او په لويديځ كي پارسيان هڅول او لمسول چي د افغانستان له كورنيو اختلافونو نه په ګټي اوچتولو سره د افغانستان خاوري لاندي كړي او نه يوازي دا چي دا سترواكي ړنګه كړي بلكي د افغانستان د خپلي خاوري خپلواكي هم له منځه يوسي.
پارسېانو هرات او كندهار ( له دې ولايتونو نه د افغانانو په خوا د صفويانو تر ماتولو ، شړلو او په ايران كي دننه تر نسكورولو وروسته) خپله خاوره ګڼله او تل يې هڅه درلوده چي يا د لاسپوڅو حاكمانو په وسيله هغه تحت الحمايه او يا يې د خپلو لښكرو له لاري اشغال كړي، انګرېزانو به هم چي كله د هند په دروازه كي له افغانانو نه د خطر احساس و كړ نو ايرانيانو ته به يې لاس وركړ چي پر افغانستان د شا لخوا بريد و كړي او كله به چي پر افغانستان د ايرانيانو بريد د روسانو په ګټه تمامېده نو بيا به ئې د هند د وقايې په غرض د افغانانو ملاتړ كاوه چي له ايران سره و جنګيږي او د خپل هيواد سيمي ترې و ژغوري.
دايرانيانو دهمدي آز او حرص او دانګريز انو دهمدې سياسي او شيطاني چالونو له مخي څو ځل ايرانيانو زړه ښه كړه چي پر هرات بريد وكړي ،لاسپوڅي واكمن په كي كښينوي خو بيا له درني او شرميدلي ماتي سره مخامخ شي، په خپله انګريزان هم د خپلو دسيسو ښكار شول اودوه ځله ئي پر افغانستان باندي د مستقيم وسله وال تيري اقدام وكړ چې دواړه ځله يې درنه او شر ميدلي ماته وخوړه او دميوند ماته د دوي ددويم تيري يوه داسي لويه پيښه ده چي دافغانستان د بري او وياړ شمله يي تر اوسه لوړه ساتلې او انګريزانو ته يې داسي درس وركړ چي بيا يې په دريم ځل په 1919 كال كې پر افغانستان باندي د راننولو جرات ونه كړ او متاركې، بيا دافغانستان بشپړي خپلواكۍ ته يې غاړه كښيښوده.
هو! دميوند جګړه داسې وخت پيښه سوه چې انګريزانو پر افغانستان باندې د خپل دويم تيري په ترڅ كي په كابل كې د مجاهدينو په لاس سخته نظامي ما ته خوړلې وه او دسياسي حيلي له لاري يي غوښتل چې له افغانستان نه خپلې قواوې وباسي او دلته يو لاسپوځي پاچا كښېنوي، د1880 كال په جولاي كې له يوې خوا انګريزان بريالي شول چې دافغانستان د حكومت لپاره له عبدالرحمن خان سره شرايط كښيږدي او د افغانستان امارت ور وسپاري او له بلې خوا د كابل پر شرميدلې نظامې ماتې سربيره د ميوند له ناڅاپي او ډيرې شرميدلي خونړۍ ماتې سره مخامخ سول او يو غونډ عسكر يې يو ځاي په يوه ورځ له لاسه وركړل ا ودا په آسيا كي دجنګ په ډګر كې دانګريز انو دټول تاريخ تر ټولو لو يه ماته وه.( 2).
دميوند تر جګړي وړاندې ايرانيان ظاهرا د ايوب خان ملاتړي وو خو انګريزانو د ايران له اړ خه د ځان بې غمه كولو لپاره ايران ته د هرات دسپارلو ژمنه كوله او دانګريزانو ددې تلوليتوب له امله اېران حالات ډير په غور څارل او سره لدې چې له ايوب خان سره يي ښه اړيكي درلودې بيا هم د انګريزانو بري ته غوږ په غږ وو.
دايران پاچا ناصرالدين شاه قاجار. خپل سپه سالار ميرزا حسين( 3) ته دنده سپارلې وه چې د خپلو ګومارل شويو كسانو په وسيله د افغانستان حالات دقيق و څاري او دى وخت په وخت پرې خبركړي. نوموړي سپه سالار په لومړۍ مرحله كې هغه ليكونه تر لاسه كړل چې سردار محمد ايوب خان سردار پيرمحمد خان ته او هم عبدالوهاب خان له هرات نه خپل پلار امير افضل خان ته ليكلي او دافغانستان پيښې او حالات يې په كې بيان كړي وو، پاچا ددې رپورټ په لوستلو سره سپهسالار ته امر وكړ چې پر ركن الدوله تلګرافي ټينګتېا وكړي چې امير افضل خان هرات ته د سړي په وسيله خبرونه په ډيره چټكتيا وليږي او ده ته يې ورسوي.
سپه سالار دهمدې ټينګتيا له مخې هره ورځ پاچا ته نوي نوي خبرونه رسول، په دې لړ كې يي دهرات هغه ورځپاڼه (ورځنى رپورټ) ورته وړاندې كړ چې ورته راغلى او په كې ويل شوي:دا باوري شوې چې سردارايوب خان له خپلو ټولو پليو او سپرو هراتي او كابلي لښكرو سره له هرات نه دكندهار په نيامت روان شوى او په هرات كې يې د امير افضل خان زوي عبد الوهاب خان نايب الحكومه كړىدى، او ارګ او ورسره ودانۍ يې د اقاجان جمشيدي زوى " يلنګ توشخان" ته سپارلي دي.( 4) . راپور زېاته كړې:
په دې كي هم شك او ترديد نشته چي سردار ايوب خان به يا تر اوسه ماته خوړلې او يا لښكر به ئې خور شوى وي او يا به ډېر ژر ماته وخوري او مات به شي، ځكه امكان نه لري چي د انګرېز د لښكرو تاب راوړي.د پيښي نه د ايران په ګټه داسي نتيجه اخلي:
كه په دې ډول د افغانستان او هرات د اغتشاش په وړاندي لوړ دولت " د ايران حكومت" غلى ناست وي او له ليري ورته ګوري ډېره ناوړه ده :"او بېا نظر وركوي" ، ددې نوكر په لنډ فكر كه د همايوني له لوړ حضور نه اجازه وركړل شي نو زه به په شفرنواب ركن الدوله ته امر وركړم، چي د امير افضل خان سره و غږيږي او ورسره و ټاكي چي امير افضل خان خپل زوى عبدالوهاب خان ته چي اوس د هرات نائب الحكومه دى په پټه خو په ټينګار وليكي، چي كه سردار ايوب خان ماتي و خوړه او لښكر يې خور و ور شو او دى بيرته هرات ته راستون شو، دى دي هرات ته نه راپريږدي ، نو كله چي يې لار ور نه كړه او ايوب خان كومي خوا ته و تښتېد نو بېا دي لوړ دولت( د ايران حكومت) په خپله امير افضل خان د هرات حاكم و ټاكي او را ويې دي ليږي، څو د هرات حاكم د لوړ دولت لاس ناستى وي نو كه دومره اقدام له دې خوا شوى وي انګرېزان به هيڅ هم پكښي و نه وايي. ځكه د هرات حاكم به هم د خپل دولت لاس پوڅى شوى او يو اقدام به هم شوى وي . سپه سالار په خپل راپور كي اټكل كوي: تر تا جار نوكر!، ګمان نه كوم چي ايوب خان به تر ماتي خوړلو وروسته په داسي حال كي چي د افضل خان زوى د ورتلو مخه ور نه كړي ، هرات ته د تللو توان ولري، نو كه دا كار وشي، ډېر ښه دى...
بېا تر يو لړ غوړه ماليو وروسته زېاتوي: په هرات كي چي د امير افضل خان حكومت د لوړ دولت پر لاس جوړ شي. په دې مانا چي د هرات حكومت به بېا خپلواك حكومت وي، د امير افضل خان دا حكومت به په هرات كي كټ مټ د سلطان احمد خان د حكومت غوندي وي چي له دې ځايه حاكم شو، او هرات ته ولاړ. د افغانستان د نور برخليك په باب نور معلومات هم وركوي او ورته ليكي: د انګرېزانو دوينا له مخي امير عبدالرحمان خان كابل ته نږدې شوى اود انګرېزانو په بلنه كابل ته ځي، احتمال شته چي د كابل حكومت د تركستان سيمه عبدالرحمن خان ته وركړي او د كندها ردا هم شېرعلي خان ته ، او د هرات لپاره يې تر اوسه فكر نه دى كړى او د افغانستان حكومت يې پر دې دريو برخو ويشلى دى،.
د پاچا د سپه سالا ردا ځواب خوښ شوى او ورته ليكلي يې دي: جناب سپه سالار اعظم...
كندهار ته د انګرېزانو سره د جګړې كولو موضوع او كوم تدبير چي تاسو د ايوب خان د ماتي په صورت كي د امير افضل خان د حكومت لپاره كړى ښه تدبير دى او ډېر نيك دى، خو البته لومړئ بايد د شفر له لاري ركن الدوله ته تلګراف و كړى چي دى په خپله د امير افضل خان سره په دې برخه كي پټي خبري او مشورې كړي، كه دى پر خپله پر دې وضعه او ترتيب چي تاسو عرض كړى چمتو شو، و يې منله او رضا يې وښودله ، تر هغې وروسته بايد اقدام و شي، او كه نه ووينو چي په خپله امير افضل خان څه وايي چي هم عاقل دى او هم د افغانستان په چارو كي زيات وارد.
دده له مشورې پخوا بايد كوم كار او حكم و نه شي، ركن الدوله ته تلګرافي شفر وركړى، ځواب يې چي هر څه وو، راته عرض يې كړى !، د ايران پاچا او سپه سالار باور درلود چي ايوب خان به ماته خوري او دوى به بېا هرات لاس پوڅي دولت ته سپاري، خو يو ناڅاپه بل تلګراف راورسېد، چي دوى ته يې د ايوب خان د ماتي د خبر پر ځاى د هغه د بې ساري برياليتوب خبر درلود، چي دې خبر پاچا او سپه سالار دواړه حق پك كړل ، ځكه سپه سالار په ډېره بېړه ورته وليكل:... پرون د ملكم خان تلګراف راورسېد چي لازم شول ډېر ژر دا خبر د ملوكانه حضور ته وړاندي او شاهانه حضور د افغانستان له نويو پېښو نه ډېر په بېړه خبر كړم، د نوموړي تلګراف له مخي چي متن يې وړاندي كيږي، د كندهار په شاوخوا كي افغانانو د انګرېزانو يو بريګاډ( غونډ) بشپړ له منځه وړى او غونډ تر اوو اتو زرو كسانو لږ نه وي ،او دا نوې پېښه د انګرېزانو لپاره يوه ډېره ستونزمنه او يوه ژوره څاه ده، چي ترې وتل زياتي ربړي غواړي، كه دا توهين او لويه سپكه و مني او له افغانستانه و وزي نو په فرنګستان كي به رسوا او فضيحت شي او له باور او اعتماد څخه به و لويږي او و به نه كړاى شي چي هندوستان هم ټينګ كړي اوكه پاته شي او د تلافۍ هڅه و كړي نو بايد يو زېات شمير نوي عسكر افغانستان ته راولي او د هغو لګښت چي پخوا يې كاوه لس برابره نور و كړي او و يې زغمي، اوس څرګنده نه ده چي دا كار په خپله د كندهار خلكو كړى او كه نه هغه هراتي او كابلي لښكر چي له ايوب خان سره جهاد ته تللى وو دا كار تر سره كړى دى. يا هغه ډلي تر سره كړى چي په غزني كي له محمد خان سره راغونډه شوې او يا درې واړه خواوو په ګډه دا كار كړى دى، تر خبرېدو وروسته به نوي معلومات حضور ته وړاندي شي.
پاچا چي دا راپور و لوست هېښ شو او پرې و يې ليكل: جناب سپه سالار اعظم! د يو غونډ انګريزي عسكرو چي دوه ژيمانه كيږي له منځه تلل او تلفېدل زما د زياتي حيرانتېا سبب شول او داسي خبر اورېدو ته مي انتظار نه وو، ددې كار سبب هماغه له هراتي او كابلي لښكر سره د ايوب خان تلل شول، اوس بايد د انګرېز دولت پخپل خبط او تېروتنه پوه شي او متلفت شي چي كه هرات يې بې شرطه ايران ته پرې ايښي واى نو د ايران لښكرو به د هرات او ورڅېرمه سيمو افغانان بوخت ساتلي وو، او له انګليس سره به له جهاد كولو څخه وتلي وو، او هيڅكله به انګرېزان له داسي لويي ماتي سره مخامخ نه كېدل.
پاچا زېاته كړه: ملكم ته بېړنئ تلګراف و كړه چي ددې جګړې او ماتي په اړه چي هر خبر وي ډېر ژر يې دي راواستوي او تر خبر وروسته دي د انګرېزانو اقدامات او څرګندوني هم عرض كړي چي دا كار د عبدالرحمن خان امارت ګډوډوي كه نه ؟ ډېر ژر خبر واخلى،!
په دې ترتيب ايرانېانو هم د انګرېزانو د ماتي او هم د ايوب خان د ماتي په نتيجه كي هرات په خپل لاس كي لوېدلى باله خو دا خوب يې لكه د پخوا په شان خوب پاتي شو او امير عبدالرحمن خان بريالئ شو چي د اوسني افغانستان بشپړ يووالى تامين كړي او د ايرانېانو هغو اندېښنو او تلوسو چي د ميوند له جګړې سره يې تړلي وې او هغه يې په دقت څارله ددوى په ګټه كومه نتيجه ور نه كړه! ( 5)
لمني او سپړني:

1. پر افغانستان د صفوېانو تيري او بېا د ميرويس خان نيكه په مشرۍ د افغانانو له خوا ددوى ماتول او په دوهم ګام كي د شامحمود هوتك په مشرتابه د ايران د هغه وخت پلازمېنه اصفهان نيول او د صفوي دولت له منځه وړل د اتلسمي پېړۍ پيښه ده چي ايران د خپل تيري سزا د خپلي خپلواكۍ په له لاسه وركولو سره و ليدله.
2. جهاني، عبدالباري: هرات، پښتانه او ستره لوبه، 374 مخ، د ساپي د پښتو څېړنو او پراختېا مركز، 1378 ، پېښور
3. ميرزا حسين د ناصرالدين شاه قاجار د دربار لوى او باوري سړئ وو چي د جنګ او باندنيو چارو وزارتونه يې په لاس كي و، د جنګ په وزارت كي يې د " سپه سالار" او د باندنيو چارو په وزارت كي د " مشيرالدوله " لقب درلود، د شهرت ننګېال، اسناد و نامه هاي تاريخي افغانستان، 7 مخ ، دانش خپرندويه ټولنه 1377 كال، پېښور

4.اقاخان جمشيدي هغه څوك دى چي د انګرېزانو په ټونګ له كابل نه هرات ته ددې لپاره واستول شو چي د هرات د واكمن سردار ايوب خان په وړاندي د پاڅون لپاره كار و كړي او د هرات په ښار كي يې له سختو ستونزو سره مخامخ كړي خو مخكي له دې چي دى خپل اقدامات و كړي سردار ايوب خان يې له ارداې خبر شو له ټولو ملګرو سره يې ونيو او په نېزو يې سورئ سورئ كړ.( جهاني: هرات ، پښتانه اوستره لوبه. 373 مخ) نو دا چي دده زوى دي ايوب خان د ارګ متصدي ټاكلى وي د تامل وړ ده، ښايي د اوازې له مخي وي او حقيقت دي و نه لري.

5.كله چي ايران ته له دې پيښو نه څه په لاس ورنغلل نو بېا ئې بريالئ غازي سردار محمد ايوب خان چي له خپلو ملګرو سره يې ايران ته پناه وړې وه په ډېره نامردۍ انګرېزانو ته و سپاره چي انګريزي هندوستان ته راوستل سواو هم هلته وفات سو، اروا يې دي ښاده وي.

د اميرشېر عليخان د زمانې يو ستر شخصيت سيد نور محمد شاه .

د اميرشېر عليخان د زمانې يو ستر شخصيت سيد نور محمد شاه

 

سيد نور محمدشاه چې اوس په كابل كې د هغه په نامه يوه مېنه هم ودانه شوې، د اميرشېر عليخان د زمانې يو ستر شخصيت او سياسي سړى بلل كېږي، دى اصلاً د كندهار د پښين دى، دى په تېـره بيا د امير شېرعليخان د سلطنت په دويمه دوره كې مشهوره شو، داسې چې پرله پسې يـې د افغانستان په سياسي او بهرنيو مسئلو كې د امير شېرعليخان د وزير او فوق العاده استازي په توګه برخه اخيستې او تل يـې د خپل هېواد ولسي ګټې او ملي نواميس په پام كې درلودل. چې په دې توګه د وطن د نورو صادقو خدمتګارانو په ډله كې درېدى شي.
 سيدنور محمدشاه چې امير شېر عليخان پرې تر ټولو زيات باور درلود، د لومړي ځل لپاره په 1285هـ ق (1869م) كې له دغه امير سره د "امباله" لوري ته لاړ او د هند د باندېنيو چارو له وزير (سټين كار) سره يـې چې ډاكټر (ګرمي) يـې ترجمان و، په يو لړ سياسي خبرو لاس پورې كړ، نو د انګرېزانو د ګډووډو اندېښنو له كبله دغې جرګې كومه نتيجه ور نه كړه، امير او وزير دواړه كابل ته راستانه شول. دغه راز په 1288هـ ق (1872م) كې سيد نور محمد شاه د امير شېرعليخان په لارښوونه د پولې (سرحد) د كتنې او د سيستان د اوبو د وېش لپاره وټاكل شو، نو د جرګې تر پايته رسېدو وروسته چې د (ګولډ سمټ) په نامنصفانه حكميت وشوه، د تړون د لاسليك لپاره تهران ته لاړ، خو د اميرشېرعليخان د ناروغۍ د خبر په اورېدو سره كابل ته راستون شو، سيد نور محمد شاه او امير شېرعليخان چې د ګولډسمټ په نامنصفانه حكميت راضي نه و، په دې اړه يـې د احتجاج په نامه خپل غږ پورته كړ، چې د هغه له امله انګرېزانو د زيان د تلافي كولو لپاره پنځه لكه روپۍ ومنلې، خو امير شېرعليخان د دغې موضوع دومره تود هركلى ونه كړ، همغه و چې په 1290هـ ق (1873م) كې انګرېزانو اميرشېرعليخان ته بلنه وركړه، چې هند ته سفر وكړي او په شمله كې د هند له وايسرا سره وګوري، خو امير شېرعليخان چې د امباله له جرګې څخه مايوسه شوى و، فيصله وكړه چې سيد نور محمد شاه دې شملې ته لاړ شي، هغه وو چې سيد نور محمدشاه هند ته روان شو او په پېښور كې يـې ډېر ښه هركلى وشو او په شمله كې يـې له حاكم اعلى (لارد نارت بدوك) او دغه راز د هند د باندېينو چارو له وزير سره خبرې وكړې [د 1290 هـ ق، ربېع الثاني/ د 1873م كال جولاى] څنـګه چې سيد نور محمدشاه يو مدبر او سياستمداره سړى و او د روسيې له پلوه د انګليس په اندېښنو او ستونزو ډېر ښه پوهېدلى و، انګرېزانو ته يې هېڅ ډول امتياز ور نه كړ او په دې توګه سيد نور محمد شاه د 1873م كال په اګست مياشت كې چې د 1290هـ ق كال د جمادي الاول مياشت وه، له هند څخه كابل ته راستون شو، په همدې شپو ورځو كې څنـګه چې امير شېرعليخان د سردار عبدالله جان وليعهد د جشن ترتيبات نيولي وو او د يوه عصري حكومت د جوړولو لپاره چې هغه د صدارعظم ټاكل او د كابينې جوړول وو، ترتيبات ونيول شول، نو سيد نور محمد شاه، پښنګي د هغه د پخوانيو خدمتونو، لياقت او پوهې له امله د صدراعظم په توګه وټاكه [د 1291هـ ق كال/ د 1874م كال جولاى] لكه چې مرحوم واصل په دغه باره كې د يوې قصيدې په ترڅ كې وايي:
 صدراعظم كه بزرګان جهاني خوانند
 (ټول مختار) فلك قدر فلاطون تدبير
 انــكه تــا نــور مــحـمـد بــدلش تــافته
 رايــت بــرتــري افــــروخــتــه بر چرخ اثير
 سيد نور محمد شاه 1877م كال د جنورۍ په دېرشمه نېټه، 1296هـ ق كال د (لتين) په غوښگتنه مامور شو چې پېښور ته لاړ شي او د پېښگور جرګه پيل كړي، همغه و چې سيدنور محمدشاه په پېښور كې يو لړ قاطع او قانع كوونكي دلايل چې د دغه زاړه او مدبر سياستمدار د ستر شخصيت ښكارندوى وو، وړاندې كړل. چې له بده مرغه دغه جرګه د هغه د ناروغۍ له امله قطعي نتيجې ته ونه رسېده.
 (كه څه هم امير شېرعليخان، مستوفي حبيب الله خان وردګ د خبرو د دوام لپاره پېښور ته ولېږه، خو انګرېزانو د خپلو استعماري مقصدونو له مخې د خبرو له دوام څخه ډډه وكړه). او په پېښور كې د سيد نور محمدشاه ناروغي لا پسې زياته شوه او په نتيجه كې په همغه ځاى كې وفات شو. شهزاده عبدالله خان وليعهد د يك لنګه غاښي ته ددغه صادق او مدبر وزير جنازې ته ورغى او د هغه مړى يـې په پوره درناوي سره چې د يوه صادق، تدبيرلرونكي او په كار پوه وزير سره ښايي، په شهداى صالحين كې د بلا صاد غربي دروازې ته نژدې خاورو ته وسپاره. [1296هـ – 1877م كال د مارچ 27 مه نېټه] د هغه قبر كتيبه نه لري .

خوشالخان خټك او د لوى ذهن شاعري يې .

خوشالخان خټك او د لوى ذهن شاعري يې



زه به د خپلې خبرې پيل له دې څخه وكړم چې لوى ذهن څه وي؟ د څه له كبله لوى يادېږي، ايا د عمومي سوچونو له كبله كه د ځانګړو؟ په دې باب به دلته دا ويل هم ضروري وګڼگم چې بنيادمان (باچايان وي كه ګدايان) د سوچ خاوندان وي، كه بې سوچه، فنكاران وي كه فلسفيان او كه همدغسې د نورو – نورو نومونو. اكثره د ډېرو ورځنيو اړتياوو او غوښتنو په وصف له عمومي سوچونو سره ژوند تېروي. چېرې – چېرې او بېخي كم له ځانګړو (خاصو) سوچونو سره او خوشالخان مې په دې اړه عنوان كې د لوى ذهنه په توګه ځكه ياد كړى چې هغه د نورو پښتو شاعرانو په نسبت له ډېرو ځانګړو سوچونو سره په خپل شعر كې زموږ مخې ته ډېر راځي.
د خوشالخان خټك د دېوان په الف له رديف كې د لومړۍ غزلې نقلول چې مسلسل غوندې غزله ده، ضروري ګڼم:

صورتګر چې ښه صورت پر دېوال ساز كا
كُل عالـم يې په صفت زبان دراز كا
د هغه نقاش په صنع نظر نه كا
چې له څه څاڅكي نه دا نقش و طراز كا
سترګې، وروزې، پوزه نوركښېږدي په مخ كې
غاښ و شونډې، ژبه، خوله سره پرداز كا
يو سر بل سر په سر جوړ كا دوه غوږونه
چې په دواړو اورېدنه د آواز كا
بند په بند د لاسو ګوتې وبله كښېږدي
سر تر پايه درست صورت سره يو راز كا
كه څوك زر كتابه وكښي له دې بابه
كه په كښل شي، زر به نور پسې آغاز كا
هر وېښته چې په صورت باندې ليده شي
كه پرې ځير شې، د شناخت ور به در واز كا
خاص بنده د خداى هغه ګڼه خوشاله!
چې د ځان په معرفت يې سرفراز كا

اوس مې چې غزله رانقل كړه، نو پر دې به خبرو ته جوړ شم، چې د موضوع په اعتبار خداى او انسان دواړه په كې موجود دي، د ادراك په اعتبار لكه دبنيادم له حُسن څخه، د هغه د خلاق ذات تر حُسنه پورې، ډېر څه ذهن ته كوزېدونكي او د ټكو په اعتبار ( لكه لويې موضوع ته لوى سوچ چې څنګه ټكى دى، د همدغه درجې وي). كوم ټكى په كې بېځايه دى او بيا پيغام يې لكه په سر كې چې هم د هغه د ذات معرفت په دغه شعر كې دى:

د هغه نقاش پــــه صنـع نـظــر نــه كــا
چې لـه څه څاڅكي نه دا نقش و طراز كا
نو په پاى كې هم د هغه د ذات معرفت په دغه شعر كې دى:
خاص بنده د خداى  هغه ګڼه خوشاله!
چې د ځان پـــه مـعـرفـت يې سرفراز كا

خو دا به اضافي غوندې نور په دغه باب ووايم، چې پوه خوشال يو ځاى له مادي لاحسي صورت څخه د معرفت ښوونه كړې ده او بل ځاى يې په هغه روحاني لاورايي مانا كې چې بس د هغه ذات د پېرزوينې خبره ده، نو ددغې غزلې د څېړنې په اړه چې د څلورم شي په ډول ما پورته دده پيغام ياد كړى دى، كېدى شي چې څوك دا له شاعرۍ څخه د جلا شي په مانا واخلي. خو حقيقت دا دى چې موږ د اخلاقو، معرفت او ښوخويونو پيغام وركوونكي او مبلغان يو، خو په بالراست رنـګ كې نه، بلكې په بلواسطۍ رنـګ كې.
د خوشالخان خټك كلامونه ډېر دي، د پندونو په بڼه، پر اولادونو د نيوكو په بڼه، د عمومي عشقيه كيفياتو په صورت، د مغولو خلاف په خپله جګړه كې د ځان او ملګرو د كردارونو او له دغې جګړې څخه د جلا خلكو او قبيلو او په مجموعي ډول د پښتنو د غندنو په صورت او د دين او تصوف د خيالونو او پيغامونو په صورت او له دغه صورت حال څخه دلته كه يو خوا ماته د غالب هغه ډېره خوږه خبره رايادېږي، چې آدم دې خواږه وي او ډېر دې وي، نو بل خوا دغسې كيسه د روس د ستر ناول كښونكي بالټايي كلاسيك او شهكار ناول (جنـګ او امن) په خپل دغه حيث كې، له دې خبرې څخه ډېر دى، چې كردارونه په كې بېخي ډېر دي او هر باب يـې يوه جلا كيسه ښكاري او بيا لكه څرنـګه چې دا ډېرې كيسې يوه كيسه جوړوي. دلته مې ګواكې دا مطلب نه دى چې د خوشالخان كمزوري، بېكاره، د عمومي سوچ او د لږ ځانګړي سوچ شعرونه نه شته، بلكې مطلب مې خالص او خالص دا دى چې لويه شاعري د لوى ذهن پر اساس ډېر كلام غواړي، د پراختيا ښوولو په موخه او دا په لويه كيسه ليكنه كې د راوستلو يو شرط هم دى.
زه خوشالخان خټك د خپلې مطالعې پر بنسټ د تصور په پرتله زياتره د فكر شاعر ګڼم، ځكه چې دده ټوله شاعري د ده له لومړۍ غزلې خوره وره شمېرم. شعر يې د فكر له مخې لوړ دى، په دې اړه به دا هم ووايم چې د اپلاتون له وخته تصور د منطق د لغت ټكى دى او تعريف يې داسې كېږي چې: تصور له ځانه يو شى او خپله راروان دى او د شي د حكم نشتوالى ورته شرط نه دى، ځكه دى لازوال دى او كه د كوم شي نسبت ورته پيدا شي، نو د نورو شيانو په څېر بدلون منونكى دى. دا دى نه دى، چې نه دى. وحدت الوجوديانو همدغه شى د تصورونو په نامه ورنه د ثانيه اعيان په بدل نامه واخيست او خپل تصوف يې پرې روان كړ. د اوسنۍ زماني فلسفي (جانلاك) د نظر دغه انداز خپل كړ، چې ورايي له ځانه جوړ، ته له ننه د اخيستو وړ داسې يو خيال ته سوچ نه شته. "هر څه له بهر څگخه د ذهن پر تخته ليكل كېږي". ګويا ما نه ددې څېړنې په رڼا كې خوشالخان خټك د لاك د خيال مطابق د بهرنۍ دنيا له مادي او حسي دنيا سره زيات متعلق ښوول، ځكه چې يو خو يې له مغولو سره جګړه وه او پښتانه يې د ځان خوا ته كول غوښتل، بل خو پښتو ژبه او پښتني كلتور ورباندې ډېر ګران وو او درېيم دا چې پر دين او معرفت هم مين و( چې اطلاق يې په ظاهري لښتونو له ظاهري لښتونو څخه كاوه).
او څلورم دا چې دده اكثره شاعري د مجازي حُسن او مينې ده، چې بې ظاهري، مادي او حسي تمثالونو به نه شوه ډكېدى. ټوله خبره به داسې له سمندره كوزه بنده كړم چې: دى له حسياتو او حسي صورتونو سره د متعلقېدو په وجه ډېر د فكر سړى و، نو ځكه يې لښتونه ډېر خوښ و. په مجازي رنـګ لاندېنى رنګول شوى شعر وګورئ:

درسته شپه مو سره راز په پالنـګ وكړ
د وصـال خوښي يې لا نه وه ترسـره
دا بل شعر يې بيا په حسي رنـګ ښكلى شوى دى:
نــه د عشق مدار يوازې په ديدن دى
په دا كار كې لا په هور ته شنيدن دى
او بيا دغه درېيم شعر خو يې كټ – مټ له مجازي عشقي فكر څخه جوړ ښكاري:
بـُتپرست كله د بُت له مينې اوړي
زه كه مينه د يار پرېږدم عار زما دى

بل خوا به راشو چې خپل كلتور هر قوم او ملت ته څه مانا لري؟ بيان ته محتاجه خبره نه ده، ځكه چې يو كلتور چې له څيزونو، دودونو، اصولو، ژبو او د ژبو له اصطلاحګانو څخه په يوه خطه كې كومې څېرې موندلې وي، هغه يې په ډېر عمر، په ډېر غور او ډېرو تجربو او ډېر جاج او نيوكو موندلي وي. ځكه نو له نوي ژوند څخه نوى فكر ډېر هاخوا دېخوا نه شى تللاى. خوشالخان ګويا په دې اړه د پښتني كلتور ترجماني په ډېر ښه او غاوره ډول كړې ده.
خپل هندي جند ( د زړه ټوټې) ته چې يې ډېره بدله، نازك لباسه، نازك قدمه او سره خوله وليده، نو په يوه شعر كې يې ورته له مانا ډكه وينا وكړه:

د پيپلو پاڼې خوره په غره كــــــې اوســه
نه چې پان د هندوستان خورې زما جنده

پښتنې محبوبې ته يې، د مغولي ظلم اوستم (مغلوالي) په اصطلاح په مينه كې په بندونو سره پر ځان د جفاوو په اړه هسې شعر ووايه:

تـــه پـــه اصل پښتنه د كوهستان يې
دا دي خوى د مغلوالې له چا زده كړ؟

پر دغو دوو بيتونو سربېره دا يو بل شعر چې د ډېر ژور حسيت په مرام د ناپيدا د پيداكولو مظهر شعر دى، بايد په خپل فكر يې د خپل مقام په مانا وګورو:

پـښتنې جــونــې دې زلفې باد ته نيسي
چې شمال يې بوى راوړي په (رنتبور) كې

درېيم خوا به راشو دېته چې د جنګ، د پښتنو د خپلونې، د اتفاق، نفاق او دين خبرې خو يې په شعرونو كې ډېرې كړې دي، خو د معرفت هغه به يې چې كميابه شى دى، د كمو خلكو په حقه برخه كېږي، دغه شعر به يې وګورو:

جستجو بــه هــر فـريق په هر طريق كا
كه يې ګورې نور څه نه شته بې وى وى

اخري او څلورمه خوا چې زما ليكنه هم پر دغو څلورو اړخونو ده، د حُسن په اړه به يې دا شعر رانقل كړم:

چا يې راز د خولې تحقيق نه دى موندلى
كــه صــفــت يـې واړه خـلكـو دى ويلى

دلته په دې شعر كې حضرت اويس قرني(رح) راياد شو، چې حضرت على (ك) او حضرت عمر ورته وويل: تا د حضرت محمد  په زړه كې دومره مينه ساتلې وه، نو د هغه ديدار دې ولې نه كاوه؟ ده ځواباً ورته وويل: تاسو خو يې ډېر ديدار كړى و، دا راته وواياست چې د دوو بڼو ترمنځ يې څومره فاصله وه؟ هغوى چوپ پاتې شول، نو د حُسن په هكله د خوشالخان دغه لوړ شعر د څېړونكو دغسې دى، چې چا يې كوم حد ته ځان رسولى دى او لا په حقه يې تحقيق كړى دى. ما يې مخكې د مينې څو شعرونه ليكلي دي، دغه يو شعر يې له هغوى څخه بيا ليكم او مقاله پر دې ځاى پايته رسوم:

بُتپرست كـــــله د بُت له مينې اوړي
زه كه مينه د يار پرېږدم عار زما دى.

دهيواد ستر عالم او اديب ابوالفېض شهيد مولوي عبدالغفار بريالى .

دهيواد ستر عالم او اديب ابوالفېض شهيد مولوي عبدالغفار بريالى

 


له بده مرغه چې افغانستان هم يو له هغو هيوادونو څخه دى چې، علم او عالم پوهه اوپوهان تخصص او متخصصين فن او هنر په کې ارزښت او عالم ، پوه اوهنرمندپه کې په ژوندون قدر نه لري، نه ورته څوک دکار اوخدمت زمينه برابروي،نه دتحقيق او څېړنې ،نه کوم مجهز کتابتون لري او نه کوم منظم پوهنتون ٠نه حکومت، پوهانو ،علماؤ ،متخصصينو او منورينو ته اهميت ورکوي او نه مو د ولس علمي کچه دومره لوړه ده چې دا ډول علماء او منورين ونازوي ، قدر يې وکړي ،دهغوى دعلمي رشد او ذکاوت دلاغوړېدولپاره کار وکړي، دحکومت دزيرې او احسان پرته ورته دکار اوخدمت زمينه برابره کړي ٠که نه افغانستان دډېرو سترو سترو علمي او ادبي هستيو ځاله ده٠ که ددې هيوادعلمي اوفرهنګي تاريخ ته وګورو نووينو چې ،په دې خاوره کې ډېر ډېر نوميالي او په نړېواله کچه پوهان اواديبان زيږيدلي دي چې، په انډوليزه توګه يې، سباوون دډيرو لږو ،دعلم او پوهې خوږې وږمې دنړېوالو پوزو ته رسولي اوداچانس ورته پېدا شوىدىچې ، نړيوال شهرت ترلاسه کړي خو په سلګونو داسې علماءاوپه ديني اوعصري علوموپوه اشخاص لرو چې، دللمي ګل په څېر په خپله راوټوکېدل، هېچا يې له وږمو اوښکلا څخه ګټه وانه خېسته او دخزان سېلۍ زمونږ بې غورۍ او ناشکرۍ ته په کتلو ، له ځانه سره د ابد لور ته بوتلل ٠
ډېر داسې نوابغ لروچې، بايد دلمر په څېر يې درڼا وزرې په ټوله نړۍ خپرې شوې واى٠ خو له بده مرغه زمونږ ټولنيز او سياسي چاپېريال تر ې شمع جوړه کړې ده او رڼا يې يوازې تر يوې خونې محدوده شوه، چې دهمدې امېل( هار ) يوه ملغلره شهيد ابوالفېض الحاج مولوي عبدالغفار بريالى دىچې په لنډ ډول يې درنولوستونکو ته ورپېژنم :
شهيد ابوالفېض الحاج مولوي عبدالغفار بريالى داخترمحمد زوىدى چې ، له نن څخه درې اويا کاله وړاندې يې د زمريو پر ټاټوبي، کندهارښار ته څېرمه دسرپوزې په ګېلان کلي کې په يوه عالمه او متدينه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې پرانستې٠
دارواښاد بريالي همزولي وايي چې، دى په کوچنيتوب کې هم ډېر ذهين ،ډېر با ادبه ډېر زيارکښه هلک وو چې له علم اوپوهې سره يې ډېره مينه وه٠
نوموړي ارواښاد خپلې لومړنۍ زده کړې له خپل پلار څخه پېل کړې ،وروسته يې په ښکار پور بازارکې له ملا جانان څخه زده کړې و کړې، بيا يې د پشين په سيمزۍ سيمه کې معقول اومنقول علوم ولو ستل، بيا يې په زده کړې پسې پېښور ته کډه وتړله او هلته يې د اکوړي په مدرسه((اسلاميه )) کې علوم او فنون لکه احاديث ،تفاسير ،فقه ،اصول،نحوه ،صرف ،علم التحرير ،عروض،حکمت،منطق،معاني،بلاغت ،ميراث ،تجويد،عقايداو فارسي نظم پوره ولوستل ٠ديادونې وړ ده چې نوموړى ارواښاد به تل په خپل ټولګي کې اول نومره وو٠ارواښاد ابوالفېض په پښتو، دري ، اردو اوعربي ژ بوپوهېده اوشعرونه يې هم پرې ويلي دي ٠
شهيدابوالفېض ته دراولپنډۍمشهور عالم مولوي عبدالرحمن دفضيلت پګړۍ وتړله٠ وروسته په کندهار کې په تدريس بوخت شو ٠دتدريس حلقه يې په ډېر لږ وخت کې دومره مشهوره شوه چې نه يوازې دکندهار طالبان بلکه، دهرات ،کابل ،ترکستان او نورو سيموډلې ډلې طالبانوبه يې دتدريس په حلقوکې ګډون کاوه ٠شهيد ارواښاد به هر کال طالبانو ته داحاديثو ټوله دوره کوله٠
نوموړى نه يوازې دا چې دخپل وخت يو ستر او جيد عالم وو بلکې تکړه ليکوال ،خوږ ژبى او اورژبى شاعر هم وو چې،هم په ديني علم او هم په ادب کې ترې ډېر ارزښتمن او قيمتي اثا پاتې دي٠ داحاديثو په تر ټولو باوري کتاب بخاري همداراز په ترمذي ،رسالي ، جغمني اودصرف په مراح الارواح يې شرحې ليکلې دي٠
مرحوم شهيد ابولفېض دخپل وخت تکړه طبيب هم وواو دنبض په کتلو به يې دناروغ ناروغي تشخيصوله٠
نوموړى ډېر حساس،زړور او موشګافه شاعر هم وو دحقايقو په وېلو کې يې دهيچا پروا نه ده کړې ٠نه يې دحاکم په نارواسترګې پټې کړي دي او نه يې دخان او ملک په ظلم٠ دشعر په هرډول کلاسيک او نوي فورم (صنعت)کې يې شعرونه وېلي دي ٠ډېر شعرونه يې دسند غاړو له خوا دموسيقۍ په پردو کې نغښتي او په راډيوګانوکې خپاره شوي هم دي٠ ګڼ شمېر يې دهيواد په خپرونواو په ځانگړي ډول په طلوع افغان ورځپانه کې خپاره شوي دي٠ خو په کتابي بڼه يې دشعرونو کليا ت د آهاړ په نوم په دې وروستېو کلونو کې دمينه والو په مالي مرسته دوه ځله چاپ شو٠
ارواښاد شيخ القران په ١٣٥٧ هجري لمريز کال دحج دمبارکې فريضې دادا کولو لپاره حرمېنو ته تشريف وېووړ ، کله چې له دې مبارک سفر څخه بېرته راستون شو نو، لا کور ته تللى نه وواو د کورنۍ غړي يې دديدن په خوږو ماړه شوي نه وو چې، دليندۍ دمېاشتې په شلمه نېټه، ګوډاګېو اودپردېوډول ته نڅېدونکو کمونستانو چې، لا دمخه يې ورته کمين نيولى وو ونيوه٠ او د اسارت له ورځې څخه ترڅلورومياشتو يې له کور سره خطي( ليکنۍ ) رابطه وه خو له هغې وروسته يې له کورنۍ او دوستانو سره تر دا نن ورځې پورې اړيکې غوڅې شوې دي ٠ داسې ښکاري چې بې رحمه کمونېستانودى هم دنورو زرګونوبااحساسه مسلمانوپوهانو، او علماءوپه څېرپه شهادت رسولى دى او په کوم ټولنيز قبريا په کوم پولېګون کې يې ژوندى تر خاورو لاندې کړى او په بلدوزرونو يې پرې خاورې اړولې دي ٠دا هم د ارواښادشهيد مولوي بريالي دشعر څو نمونې:

غزل
چې پر سد سړى سرمسته دېوانه کې
دا تاثير دى دساقي په پېما نه کې
تور کاکل يې هتکړۍ دي درندانو
مناسب دي سرکښان په زولانه کې
لنډې زلفې تورې شپې ، مخ يې بهار دى
شپې وي لنډې دبهار په زمانه کې
چې قسمت يې دشرابو وي کم سوى
بدبختي ورولي خوب په مېخانه کې
حبشي زلفې يې شپول په لالو شونډو
افي مار وهي کلچه په خزانه کې
ښاپېريوبازار پرېښوده له شرمه
چې شروع کړ ګل سينګار په پس خانه کې
بريا ليه په هجران کې وصل غواړه
پيدا کېږي مدام ګنج په وېرانه کې

ما وليدئ رشتيا
په توره نيمه شپه کې به چا لمر لېدلى نه وي ما وليد برملا
دزاغ به پر ډيوه هيچا ګذر ليدلى نه وي ماوليد برملا
*****************
هندو به چا ليدلى معتکف وي په محراب کې سکروټې په درياب کې
يا ستورى له آسمانه رالوېدلى په سراب کې سپوږمۍ په ګل ګلاب کې
دسروې څه به چا دسېب ثمر ليدلى نه وي ماوليد برملا
******************
په منځ کې دروژې دى کوم سړى اختر ليدلى پر مخ داو بو کلى
دسپو به پر زمريانو چا برى وي اوريدلى اسمان رانړېدلى
پر غاړه دنغري به چا سفر ليدلى نه وي ما وليد برملا
****************
په کسر کې دنيمې شپې څه مراد سياه کاکل دى روښانه لمر چارګل دى
زاغان يې تور ې زلفې ډيوه سترګې يې مشعل دى هندو خال يې کجل دى
محراب يې دواړه وروځې شونډ ې سوراورمدلل دى درياب دخولې منزل دى
دخولې په شان به چا هسې کوثر ليدلى نه وي ما وليدئ رشتيا
******************
ملغلري لکه ستوري په اميل سراب ګرېوان دى سپوږمۍ يې ژېړ پيزوان دى
دهن يې ګل ګلاب، سروه قد سېب زنخدان دى روژه عېن هجران دى
اختر ساعت دوصل اوبه زېرى دخزان دى دزړه کلى هجران دى
ژوندون يې اضطراب دى کې چا شر ليدلى نه وي ما وليدئ رشتيا
****************
رقيب دى عېن سپى سره له بخته دى راغلى غالب رارسېدلى
عاشق لکه زمرى اسمان يې بخت دى ګرځېدلى نغرى دغمو کلى
داوښکوپه مزلو کې همېشه په سفر تللى تر کور نه دى وتلى
صحيح دغه مجاز کې چا دفتر ليدلى نه وي ما وليدئ رشتيا
***************
مراد له تورې شپې څه اسمانونه زنګبار دى لمر پاک نبي سردار دى
په شپه کې دمعراج ختلى پاس نورالانوار دى ثابت مو دا اقرار دى
له زاغه څه شيطان ،ډيوه ادم دټولو پلار دى قائل عبدالغفار دى
قياس که حقيقت کې تا اثر ليدلى نه وي ما وليد ئ رشتيا


ول ول زلفې
چې پر مخ کړې راايله زلفې ول ول  - دچشمانو مفصل دې شي مجمل
ستا دهجر مسلې دي هسې ګرانې - نه حل کېږي په صدرا او مطول
چې وصال دې په نظرکې را حضور شي - بديهي سي بې برهانه مدلل
چې راياد دې تلخګۍ دجدايۍ کړم  -دکوثر عسل مې سي تر خوله حنظل
چې مې جسم انفعال دسترګو واخست  -جواهر مې په عرض سوه ماول
که دعشق په مدرسه کې بريالى شوم - ر اته واړه مشکلات به سي منحل

دچادى
پردماغ مې خطرناک اثر دچادى - دا جحيم بولهبي شرر دچادى
پوه سوم پوه سوم دا له تانه دى حبيبه  -که نه بل دا زبردست ګذر دچا دى
که مې زړه تا په حکمت وېستلى نه دى - وايه نور دا لقماني هنر دچادى
که آسمان دې په ابرو وهلى نه وي  - په کې پروت دا هلالي خنجر دچادى
که ځيګر مې کنعاني کوهي لا نه وي - په کې پروت دايوسفي بشردچادى
وايه تا چې بريالى وژلى نه دى
دا په غېږ کې دې پرې کړى سر دچادى

دوه بيته
دلمر مخ او دعشق اور لره يو خس يم
که مې وسوځي ورتېر له خپل نفس يم
ما معذور ګڼه زاهده په توبه کې
ستا په زهد مې قسم که په خپل وس يم
 

غزل
دادې خط سو رازرغون پر زنخدان
که شپه وختل په غېږ کې داسمان
ادم خورې سترګې پټې کړه په زلفو
په ځنګله کې مناسب دي شنه زمريان
شنه خالونه دې دمخ په صفايۍ کې
لکه بند سي په ښيښه کې لړمان
خط دزنې دې دزلفو ترجمې دي
دغه متن دغه شرحه دابيان
بريالى اوستا رخسار سره پوهيږي
دا کاغذ او دا قلم دي شاهدان

د پښتو ادبياتو د تاريخ ليكلو بنسټ ايښوونكى ( علامه حبيبي )

 د پښتو ادبياتو د تاريخ ليكلو بنسټ ايښوونكى ( علامه حبيبي )

 

ارواښاد استاد علامه عبدالحى حبيبي

     په كندهار كښي د احمد شاه با با د زمانې راهيسي د كاكړو يوې مشهوره كورنۍ افغاني ټولني ته ډير درانه پوهان او ستر روښان فكران وړاندي كړي چي د هغو دجملې څخه يو هم ارواښاد عبدالحى حبيبي صاحب و . ښاغلى حبيبي صاحب د عبدالحق كاكړ كندهاري زوى په ديارلس سوه اته ويشتم هجري سپوږميز كال كښي د كندهار په لرغوني او باستاني  ښار كښي وزيږېد .د ارواښاد د مادي ژوند نسبي ښه حالت هغه ته اجازه وركړه چي د هغه وخت په ښوونځيو كي تر پنځم ټولګى پوري زده كړه وكړي او كله چي په ديارلس سوه شپږم لمريز كال كي د ښووځى څخه فارغ شو نو د ښوونكي په توګه مقرر شو . څرنګه چي محبوب استاد د پياوړي استعداد خاوند و نو ډير ژر يې په ليكلو او شعري پارچو پيل وكړ .

     په پښتو ژبه كي د ادبياتو د تاريخ ليكنه تر ټولو لومړى ارواښاد استاد علامه حبيبي صاحب پيل كړې ده ، په ديارلس سوه دولسم لمريز كال كي  چي دى په كندهاركي د طلوع افغان د جريدي مديرو ، په هغه جريده كي  يې د پښتو ژبي شاعرانو پېژندګلوي ته دوه خاص ستونه

خاص كړل . پياوړي استاد د پښتو ادبياتو او د پښتو ژبي د تاريخ په روڼولو كي ډير   ستر موفقيتونه ګټلي دي او د لويي برخي خاوند دى . ددې كار اغاذ او ادامه تر ډيره حده دده د همت او زحمت د وجي دده د قلمي او علمي خدمت پله يې ډيره درنه كړې ده . او همدا راز ارواښاد د ادب د دنيا خوري وري څانګي راټولي كړي او دنوي پوهي په رڼا كي يې د هنر او د ادب و مينه والو ته ډالۍ كړي چي په دې كار سره يې د لرغوني هيواد د تاريخ اصلي جوهر او تاريخي وركي زېرمي رابرسيره كړي او په خپل بي پايه هاند او هڅو يې څه د پاسه يو سلو دو ديرش ډير مهم شتمن تاريخي او ادبي اثار ليكلي او يا خويې پر هغو داسي سريزي ورزياتي كړي چي واقعا يې د نامالومو ادبي ، تاريخي او تصوفي اثارو زيرمي خلكو ته روښانه كړي.

     لوى استاد نه يوازي داچي د مطبوعاتو په روزنيز اړخ پوه و بلكي عملا يې دغه لاره پاللي او ټينګه تعقيب كړې ده په تېره بيا د ملي ژبي پښتو د احيا او پرمختيا كښي دده هڅي خورا درنې وې ، نه يوازي دا چي دى په پښتو ژبه كي يو پياوړى ليكوال و بلكي په فارسي ژبه كي هم يو پوخ ليكوال و او په دواړو ژبو كي ډير مهم او پاخه اشعار لري او د دواړو ژبو يو خوږ ژبى شاعر او ادبي ليكوال و سربيره پردې چي قدرمن استاد د پښتو او فارسي ژپو يو پياوړى ليكوال و خو ده په انګليسي ، عربي او اردو ژبو كي                هم لوى لاس                          درلود .

     پياوړى استاد په خپل ژوند كي يو لړ ارزښتناكه دندي هم تر سره كړي دي چي نوموړي په ديارلس سوه اووم هجري لمريز كال  كي د طلوع افغان د جريدې مرستيال او وروسته تر درو كلونو د هغې جريدې مسوول شو او همدا راز اروښاد د پښتو ټولني لوى مدير ، د طبوعاتو د مستقل رياست مرستيال ، د پوهني د وزارت مشاور ، د كندهار د پوهني ريس ، په چمن كي د تجارانو وكيل ، د ادبياتو د پوهنځى ريس ، د كابل مجلې مسوول چلوونكى ، افغانستان د تاريخ د ټولني ريس او د كابل په پوهنتون كي استاد پاته سوى دى .د افغانستان د تاريخي خاوري او دكندهار د فرهنګي او باستاني بېدياوي ددې علمي او ادبي شخصيت علمي ، تاريخي ، ادبي ، ژبني او ټولنيز ميراث به د افغانستان د خپل اولس او د هنر او ادب د مينه والو په منځ كښي د يوه مدني ميراث په توګه تر نسلونو نسلونو پوري په ډير ارزښت او درنښت  سره پاته وي .

 

د ادب ډيوه مړه شوه

ته يوګل وې د عــــــــــــــــــــــــرفان ورژېدلې

ته غمخور ددې اولس وكـــــــــــــــــــوچېدلې

تا ټول عمــــــــــــــــر و وقف كړى و اولس ته

ددې خلكو په غمــــــــــــــــــــــــوكي ربړېدلې

ستاوه هيله چي ټول خلــك فهميــــــده شي

شپه او ورځ ددوى لپـــــــــــــــــــــاره كړېدلې

تا د مرګ په ساعت هم فراغـــــــــــــت نكړ

تا پر وخت د زكنــــــــــــــدن پاڼي ليــــــكلې

د هيواد دعلم تــــــــــــــــــــاج د ادب ګل وې

رنځورانو ته د جهل لوى درمــــــــــــــــل وې

ته ددې ميني وتلى علامــــــــــــــــــــــــــــه وې

ددې سيمي د تيارو بله ډيــــــــــــــــــــوه وې

تا د علـــــــــــــــــــــــم تږي ډير دي اوبـه كړي

ته د پوهــــــي د سحرونو مجموعــــــــــه وې

تا په علم باندي پـــــــوه ډير ناپوهـان كړل

ددې خاوري د اسمان رڼه مشعــــــــــله وې

توره شپه كي دي دلمـــــر په شان رڼا كړه

د ايشيــــــــــــا د زړه منلى نابغـــــــــــــــه وې

د افغان د سيمي لوى عالـــــم پښتون وې

پښتونخــوا كي ته سپېدي د سباوون وې

ته ډيوه د فضيــــــلت وې ددې خـــــــــاوري

هم سينــا هم بيـــروني وې ټول دې واوري

ها چي نيم قرن يې خــــــــدمت كړ ودې ملك ته

د هغه په ياد به نن لا اسمـــــــــــــــــــان ژاړي

ليكوالان او اديبـــــــــــــــــان سره را ټول دي

دې نامور او مورخ ته جنــــــــــــــــت غواړي

ها د علم تاج  چي نن  ولاړى  په  ګور شو

د هغه په لوړ نامه به افغان ويـــــــــــــــــاړي

ستر استاد د پښتو ژبي حبيبـــــــــــــي ولاړ

لوى ليكوال او پوخ څېړونكى د دري ولاړ

 

20- 2- 1363 لمريز خيرخانه مينه كابل

د فجر د لمونځ اهميت .

د فجر د لمونځ اهميت

 

د حضرت عبدالله بن جندب  ( رض ) بيان دى چې حضرت محمد (ص) ويلي دي چې " هغه څوك چې د فجر لمونځ ادا كوي هغه د خداى په امان كښې دى."
لمونځ د اسلام د مبين دين ستون فقرات او اساسي ركن  ګڼل كيږي .د پنځه وخته  د ټولو لمونځونو  ادا كول   مهم دي خو د فجر لمونځ  ډير اهميت لري . سهار وختي هغه وخت چې سړی د شيرين  خوب په غيږ كښې  آرام پروت وي ،په دغه وخت كې  له بستر نه پاڅيدل    په سړي باندې  ډير  سخت   تماميږي  . خو يو مومن مسلمان چې كله  د فجر له  آذان  سره د " الصلاة خير من النوم " يعنى   لمونځ له خوب نه بهتر دى  ، په غوږونو واروي  او بيا سمدستي  د الله اكبر او  لا إلله  الإ الله په ويلو د خوندور خوب له خوند څخه تير يږي  او له بستر څخه را  پاڅيږي ،   بيا  ځي   اودس كوي ي   او  په  اوداسه د جومات په لور روانيږي او بيا هلته په جومات كښې په جماعت سره لمونځ ادا كوي . په دغه وخت كښې دا مومن مسلمان د خداى په پناه كښې راځي او د خداى له رحمت څه برخورداره كيږي   او بيا يې  ټوله ورځ د خداى په نګهبانئ كښې تيريږي .
 د يو مسلمان د پاره دا څومره ستره خوشبختي  او  نيكمرغي ده چې خپله ورځ د خداى پاك په   پناه او امان  كښې پيل  او پاى ته  رسوي .
له دى برعكس هغه څوك    چې د شپې تر ناوخته  ناست وي ، دتلفزيون  دبې معنى پروګرامونو په ليدو ليدو كښې ورباندې د سهار دوه يا درې بجې شي بيا تلفزيون ته په كتو كتو ورباندې خوب غلبه وكړي او ويده شي  ، له ويدو كيدو څخه د مخه  نه د خداى نوم په خوله اخلي او نه دعا كوي ، ددې كار نتيجه داده چې شيطان  په  ده   باندې   غلبه پيدا كوي او نه يې پريږدي چې  له آرام خوب  څخه د لمونځ د پاره  را پاڅيږي ، شيطان ورته په زړه او دماغ كښې  وسوسې پيدا كوي او ورته وايي چې  شيرين خوب دې مه خرابوه ، خوب دې پوره كړه . لمر  وخيژي خو دى همغسې په بستر كښې  بې پروا پروت وي بيا كله چې راپاڅيږي نو د وجود  سستيا احساسوي  .خپل وجدان او ضمير ته هم ملامت وي .  خداى پاك  دداسې  بې پروا بنده پروا  نه كوي او هيڅكله يې  په خپل  امان   او  حفاظت  كښې نه ساتي .
هغه مسلمان چې د فجر  لمونځ  ادا كوي هغه تل د خداى په امان كښې وي ، د هغه طبيعت  تل  تر او تازه وي ، هغه د خپل ضمير او وجدان  په وړاندې د ملالمتۍ احساس نه كوي ،  هغه ته خداى پاك جنت په نصيب كوي او له جنهم څخه ورته نجات وركوي ،  د فجر د لمونځ ادا كونكى د خداى  پاك  په ديدار مشرف كيږي. اوس كه څوك د فجر لمونځ نه ادا كوي نو دى به له پورتنيو خوشبختيو څخه بې برخې پاتې  وي  او  داڅومره  د    افسوس  خبره ده چې څوك پخپله او له خپله لاسه  د خداى پاك له  حفظ او پناه  څخه محروم پاتې  شي .
د لمونځ  د ادا كولو د پاره پيسو ته ضرورت  نشته ، د لمونځ د ادا كولو د پاره واسطې ته ضرورت نشته ، په  غريب او  بډاى په  زوړ ، ځوان  ، بيمار په ټولو مسلمانانو لمونځ فرض دى. د  لمونځ قضا كول په هيڅ صورت او په هيڅ وخت كښې روا نه دى .
ډير داسې  مسلمانان  شته چې  په ساعتو ساعتو تلفزيون ته  ناست وي ، فلمونه كوري ، د فوټبال ، كركټ يا  د نورو لوبو تماشه كوي .   د لمونځ وخت راورسي د لمونځ د پاره  آذانونه  هم وشي  خو دوي له ځايه نه پاڅيږي ، لمونځ ورڅخه قضا شي او دوي لا هغسې  ناست وي . داسې   مسلمانانو ته ښايي چې د غلفت له خوبه را بيدار شي  او دا احساس وكړي چې دوي  د لمونځ په اداكولو كښې له  كوتاهۍ څخه كار اخلي. دوي بايد په دى حقيقت ځانونه خبر كړي چې لمونځ په هر مسلمان فرض دى   .   دوي ته ښايي چې د پنځه وخته لمونځونو   او په خاص ډول د فجر د لمونځ د ادا كولو د پاره  پوخ عزم او پخه اراده وكړي . دوي بايد د شپې د وخته ويده شي  او سهار د وخته د لمونځ د كولو د پاره له خوبه راپاڅيږي   د سهار د لمونځ د پاڅيدو د پاره يو كوكي ګړۍ  ته ضرورت دى . نو د مسلمانانو په هر  كور كښې  بايد يو كوكي ګړۍ  موجوده  وي  چې ددې ګړۍ په مرسته د كور يو غړى له خوبه راپاڅياو بيا هغه د كورنۍ نور غړي  د لمانځه د پاره  راپاڅوي .
دعا كوو چې خداى پاك دې مونږ ټولو ته  توان او  توفيق راكړي چې د پنځه وخته لمونځولو په ادا كولو كښې  په پاك نيت سره رسيدګي وكولاى شو او د فجرد لمونځ په ادا كولو سره  تل د خداى پاك په امان او پناه كې ووسو . آمين

په اسلام کې د ښو اخلاقو ارزښت .

په اسلام کې د ښو اخلاقو ارزښت

 

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
عن ابي هريرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم:اکمل المؤمنين ايمانااحسنهم خلقاوخيارکم خيارکم لنساءهم (رواه احمد)
له ابوهريره رضی الله عنه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:په ټولومؤمنانوکې دکامل اوپوره ايمان والاهغه دی ،چې اخلاق يې ښه وي اوپه تاسوکې غوره هغه دی ،چې دخپلوښځولپاره ښه وي.
تشريح :
په دې  حديث کې يې دايمان دکمال معيارښه اخلاق گرزولي دي،اودغوره والي لپاره يې دامعيارگرزولی ،چې څوک دخپل کورلپاره ښه وي نوهغه په تاسوکې غوره اوبهتردی  ځکه  دنوروخلگوسره که انسان ملاقات کوي نولږساعت ورسره تيروي،نوښه اخلاق چلولی شي خوپه کورکې ،چې انسان ډېروخت تېروي که په هغه وخت کی انسان ښه ژوندتېرکړي نوداانسان به رښتياهم غوره اوبهترسړی وي .
دښواخلاقودفضيلت اوارزښت په هکله  ډيرآياتونه اواحاديث  راغلي ،چې يوڅه يې  دلته ليکو:
الله پاک فرمائلي دي :وانک لعلی خلق عظيم. (القلم : ٤) اې نبي(عليه السلام)بيشکه ته په لويواخلاقوباندي يې .
په دې  ايت کې الله پاک دخپل نبي صلی الله عليه وسلم يولوی صفت بيان کړی، هغه دا،چې رسول الله صلی الله  عليه وسلم دلويواخلاقوڅښتن دی .
نوڅوک ،چې په دې  صفت کې دنبي عليه السلام تابعداري وکړي هغه ته به هم ددې  صفت فائده  په دُنيااوآخرت کې په لاس ورشي .
په بل ايت کې فرمايې:خذالعفووامربالعرف واعرض عن الجاهلين :
معافي واخله،په ښوکارونوحکم کوه اوله جاهلانومخ اړوه .امام قرطبي رحمه الله فرمايې :داآيت دښواخلاقو ډيرښه جمع کوونکی دی .
عائشه رضی الله عنهافرمايې :کان خلقه القرآن (رواه مسلم)
درسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق قرآن وو.يعني دکومو کارو او اخلاقوپه هکله ،چې قرآن څه فرمائلي دي دهغوعملي بڼه په رسول  الله صلی الله عليه وسلم کې موجوده وه .په يوه حديث کې راغلي دي:انمابعثت لاتمم مکارم الاخلاق .
زه ددې لپاره راليږل شوی يم ،چې ښه اخلاق پوره کړم .
نوله دې حديث نه داخلاقودښه والي اهميت ډېرښه جوتېږي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي دي ،چې زمادبعثت لوی غرض دادی ،چې ښه اخلاق په دُنياکې راولم اوپوره يې کړم، داکاريې بېشکه ،چې په بشپړه توگه سرته ورسوي، که اوس څوک غواړي ،چې زه څنگه خپل اخلاق سم کړم هغه دي درسول
الله صلی الله عليه وسلم اخلاق اوعادات مطالعه کړي اودهغومطابق دي خپل اخلاق اوعادات جوړکړي نوپه يقين سره  به داسړى ددې فضائلوحاصلوونکی اودښواخلاقو څښتن وي .له عائشه رضی الله عنه څخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي:بيشکه الله پاک مهربان دی اومهرباني اونرمي خوښوي،اوپه نرمۍ سره هغه څه ورکوي ،چې هغه په سختۍ سره  نه ورکوي،او،چې کوم شی په نرمۍ اومهربانۍ سره ورکوي هغه له نرمۍ پرته په بل څه نه ورکوي.(مسلم)
ددې حديث مطلب داسې دی ،چې الله پاک پخپله مهربان دی لدې لامله خپل مخلوق ته ډول ډول نعمتونه ورکوي،نوتاسوهم په يوه اوبل مهرباني کوئ نوالله پاک به پر تاسومهرباني وکړي اوله تاسوسره به نرمي وکړي.
په يوه بل حديث کې له عائشه رضی الله عنهاڅخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي:چاله ،چې له نرمۍ څخه برخه ورکړل شوه،نو ددنيااوآخرت له خيره  برخه ورکړل شوه،څوک ،چې دنرمۍ له برخي محروم کړل شونوددنيااوآخرت له خيره محروم کړل شو.(شرح السنه)
له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:،چې په تاسوکې هغه څوک ماته ډيرمحبوب دی ،چې اخلاق يې ښه وي(بخاري)
له همدغه صحابي رضی الله عنه  څخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:په تاسوکې غوره هغه دی ،چې اخلاق يې ښه و ي(بخاري،مسلم)
دمزينه قبيلې له يوه سړي څخه روايت دی ،چې په صحابۀ کرامورضی الله عنهم کې چاله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه :،چې په هغوټولونعمتونوکې ،چې الله پاک انسان ته ورکړي کوم غوره اوبهتردی؟رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:ښه اخلاق(بيهقي)
له ابوالدرداءرضی الله عنه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:دقيامت په ورځ به دمؤمن دنيکواعمالوپه تله کې ترټولودروندشى ښه اخلاق وي،اوالله پاک دبې حياء اوعبث خبروکوونکو سره مينه نلري(ترمذي)
له عائشه رضی الله عنهاڅخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:،چې مؤمن په ښواخلاقوسره دشپي دعبادت کوونکي اودورځي دروژه نيوونکي درجي ته رسيږي(ابوداؤد)
صحابۀ کراموبه درسول الله صلی الله عليه وسلم داودس اوبه په ځانوپوري مږلي،رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:تاسو دې کار ته څه شي هڅولي  ياست؟
صحابۀ کرامورضی الله عنهم وفرمايل :ستاسره دمحبت له لامله داکارکوواوکېديشي الله زمونږسره محبت وکړي اى دالله رسوله ؛
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که تاسوغواړئ ،چې ستاسوسره الله اودهغه رسول محبت وکړي نوددريوخويونوپابندي وکړئ :رښتيني وينا،دامانت اداکول اوښه همسايه توب،ځکه همسايه اوگاونډي ته تکليف ورکول نيکئ داسي ختموي لکه لمر
،چې يخی ختموي. (رواه الطبراني في الاوسط باسنادصحيح)
له عبدالله بن مسعودرضی الله عنه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم
وفرمايل :زه تاسوته هغه څوک دروښيم ،چې ددوزخ په اورحرام دی اوهغه څوک ،چې  ددوزخ اورپه ده حرام دی،هرهغه څوک ،چې نرم مزاجه،نرم خويه او خلگوته نزدې وي. .(احمد،ترمذي)
په دې حديث کې زېری دی هغه چاته ،چې اخلاق يې ښه وي ،چې دابه بريالی وي  او دده برخليک به جنت وي  عائشه رضی الله عنهاته رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي وو:ارفقى فان الرفق لايکون في شئ قط الازانه ولانزع من شئ قط الاشانه (رواه ابوداؤدباسنادصحيح)
نرمي کوه ځکه کله ،چې په يوشي کې نرمي موجوده شي،هغه شی ښائسته کوي او،چې کله له يوه شي نرمي وايستل شوه هغه بدرنگه کېږي. په يوه حديث کې راغلي دي:،چې دکوم کوروالاته نرمي ورکړل شوه نوخامخادوی ته فائده کوي اودکوم کوروالا،چې نرمي نکوي خامخابه هغوی ته تاوان کوي.(طبراني)
په يوه حديث کې راغلي دي:لاخيرفي من لايضيف په هغه چاکې هيڅ خيرنشته څوک ،چې ميلمستيانکوي .(صحيح)
يعني څوک ،چې ميلمستيانکوي له خيره عاري اوخلاص  دي،داهم دښه اخلاق يوه نښه ده ،چې  څوک  ميلمستياوې کوي،که په چاکې دميلمستياصفت نه وي  نودده لپاره په دې حديث کې ډيرلوی وعيدذکرشوی،که څوک فکرولري .
اوس به راشودېته ،چې ښه اخلاق څه ته ويل کېږي؟
دکوموکارونوپه اختيارولوسره انسان  خوش اخلاقه کېږي،دا گڼ شمېرکارونه دي، که داعادات په انسان کې راغلل نوهغه انسان خوش اخلاقه دی هغه دادي :
1- دالله بندگانوته فائدې رسول .
٢-چاته تکليف نه رسول،بايدخلگ دده دلاس اوژبي له ضرره خوندي و اوسي.
3-دهرمؤمن مسلمان سره په پراخ تندي ملاقات کول
4-دچاپه تکليف صبراوبرداشت کول .
5-دايمان شعبې اوڅانگي په ځان کې راوستل لکه شکر،صبر،احسان،عبادت،عاجزي اوداسي نور .
6-داټول کارونه به درياء اوښودنې لپاره نه بلکې دالله جل جلاله درضالپاره کوي .
که داصفات ټول په چاکې راغلل نوهغه انسان دښواخلاقوخاونددی.
دښواخلاقودشتون علامه داده ،چې کله ته له خلگوغائب شې يابلې علاقې ته ولاړشې نودوی دې ارمان کوي .
بله علامه يې داده ،چې پرهيچابه عيب نه لگوي مگردهغه دخيرخواهۍ لپاره اودچاسره به حسداوبغض نه کوي،يوازي دالله لپاره به دانسان دوستي اودښمني وي اوچاته به په سپکه سترگه  نه گوري  نورې يې هم گڼي علامې شته ،چې هرچاته معلوميږي .
اوس به راشودېته ،چې څنگه يوانسان کولی شي په ځان کې ښه اخلاق راولي ددې
لپاره داکارونه کول پکاردي :
1- کوشش کول ،چې په ځان کې هغه  صفتونه راولي ،چې هغه دښه اخلاق صفتونه دي .
2 - دزړه نرمي:په ځان کې هغه صفتونه راوستل ،چې په هغوسره دانسان زړه نرميږي .
3-يوه لويه اومؤثره طريقه داده
،چې درسول الله صلی الله عليه وسلم تابعداري انسان په هرحالت کې وکړي ځکه دانسان داخلاقولپاره  دالويه ترازوده .
4- دُعاءکول ددې لپاره ،چې الله پاک په انسان کې داښه صفت پيداکړي .
5-بله طريقه داده ،چې له انسانه څوک خفه نشي ،چې دچاسره دې دستړيا،غم اوغصې په حالت کې ملاقات نکوي .
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين