۲۵۰ تنو غربیبانانو ډلیز واده وکړ .

۲۵۰ تنو غربیبانانو ډلیز واده وکړ .

 

د هند امرتسر ښار ته نږدې ۱۲۵ جوړو چې د واده وس یې نه درلود د هندوانو په یوه مقدس مکان کې چې ورته ګوردواره وایې په ډلیزه توګه واده وکړ.

د دغو جوړو د واده لګښت د سیمې د یوه خان له خوا ورکړ شوی وو.

دغو جوړو د Guru Granth Sahib په مقدس کتاب لاس کیښود او ژمنه یې وکړه چې په شریک ژوند کې به یو بل ته وفاداري کوي.

د ډلیز  واده دغه مراسم دړ بابا جلنداس په ګوردواره کې تر سره شول .

په هند کې معمولاً فقیرې کورنۍ ډلیزو ودونو ته زړه ښه کوي.

د واده په دغو له ګڼه ګوني ډکو مراسمو کې جالبه خو دا وه چې یوه سړي له دوو میرمنو سره په یوه وخت کې واده کړی وو خو کله چې د واده د مراسمو منتظمینو  واده شوې جوړې شمیرلې نو ولیدل شول چې یوه ښځه سر ته وزي او خاوند یې نشته چې وروسته معلومه شوه چې دغه ښځه د هغه سړې برخه ده چې یو بله ناوې یې هم دغه محفل ته ورسره را وستلي ده .

د فجر د لمونځ اهميت .

د فجر د لمونځ اهميت

 

د حضرت عبدالله بن جندب  ( رض ) بيان دى چې حضرت محمد (ص) ويلي دي چې " هغه څوك چې د فجر لمونځ ادا كوي هغه د خداى په امان كښې دى."
لمونځ د اسلام د مبين دين ستون فقرات او اساسي ركن  ګڼل كيږي .د پنځه وخته  د ټولو لمونځونو  ادا كول   مهم دي خو د فجر لمونځ  ډير اهميت لري . سهار وختي هغه وخت چې سړی د شيرين  خوب په غيږ كښې  آرام پروت وي ،په دغه وخت كې  له بستر نه پاڅيدل    په سړي باندې  ډير  سخت   تماميږي  . خو يو مومن مسلمان چې كله  د فجر له  آذان  سره د " الصلاة خير من النوم " يعنى   لمونځ له خوب نه بهتر دى  ، په غوږونو واروي  او بيا سمدستي  د الله اكبر او  لا إلله  الإ الله په ويلو د خوندور خوب له خوند څخه تير يږي  او له بستر څخه را  پاڅيږي ،   بيا  ځي   اودس كوي ي   او  په  اوداسه د جومات په لور روانيږي او بيا هلته په جومات كښې په جماعت سره لمونځ ادا كوي . په دغه وخت كښې دا مومن مسلمان د خداى په پناه كښې راځي او د خداى له رحمت څه برخورداره كيږي   او بيا يې  ټوله ورځ د خداى په نګهبانئ كښې تيريږي .
 د يو مسلمان د پاره دا څومره ستره خوشبختي  او  نيكمرغي ده چې خپله ورځ د خداى پاك په   پناه او امان  كښې پيل  او پاى ته  رسوي .
له دى برعكس هغه څوك    چې د شپې تر ناوخته  ناست وي ، دتلفزيون  دبې معنى پروګرامونو په ليدو ليدو كښې ورباندې د سهار دوه يا درې بجې شي بيا تلفزيون ته په كتو كتو ورباندې خوب غلبه وكړي او ويده شي  ، له ويدو كيدو څخه د مخه  نه د خداى نوم په خوله اخلي او نه دعا كوي ، ددې كار نتيجه داده چې شيطان  په  ده   باندې   غلبه پيدا كوي او نه يې پريږدي چې  له آرام خوب  څخه د لمونځ د پاره  را پاڅيږي ، شيطان ورته په زړه او دماغ كښې  وسوسې پيدا كوي او ورته وايي چې  شيرين خوب دې مه خرابوه ، خوب دې پوره كړه . لمر  وخيژي خو دى همغسې په بستر كښې  بې پروا پروت وي بيا كله چې راپاڅيږي نو د وجود  سستيا احساسوي  .خپل وجدان او ضمير ته هم ملامت وي .  خداى پاك  دداسې  بې پروا بنده پروا  نه كوي او هيڅكله يې  په خپل  امان   او  حفاظت  كښې نه ساتي .
هغه مسلمان چې د فجر  لمونځ  ادا كوي هغه تل د خداى په امان كښې وي ، د هغه طبيعت  تل  تر او تازه وي ، هغه د خپل ضمير او وجدان  په وړاندې د ملالمتۍ احساس نه كوي ،  هغه ته خداى پاك جنت په نصيب كوي او له جنهم څخه ورته نجات وركوي ،  د فجر د لمونځ ادا كونكى د خداى  پاك  په ديدار مشرف كيږي. اوس كه څوك د فجر لمونځ نه ادا كوي نو دى به له پورتنيو خوشبختيو څخه بې برخې پاتې  وي  او  داڅومره  د    افسوس  خبره ده چې څوك پخپله او له خپله لاسه  د خداى پاك له  حفظ او پناه  څخه محروم پاتې  شي .
د لمونځ  د ادا كولو د پاره پيسو ته ضرورت  نشته ، د لمونځ د ادا كولو د پاره واسطې ته ضرورت نشته ، په  غريب او  بډاى په  زوړ ، ځوان  ، بيمار په ټولو مسلمانانو لمونځ فرض دى. د  لمونځ قضا كول په هيڅ صورت او په هيڅ وخت كښې روا نه دى .
ډير داسې  مسلمانان  شته چې  په ساعتو ساعتو تلفزيون ته  ناست وي ، فلمونه كوري ، د فوټبال ، كركټ يا  د نورو لوبو تماشه كوي .   د لمونځ وخت راورسي د لمونځ د پاره  آذانونه  هم وشي  خو دوي له ځايه نه پاڅيږي ، لمونځ ورڅخه قضا شي او دوي لا هغسې  ناست وي . داسې   مسلمانانو ته ښايي چې د غلفت له خوبه را بيدار شي  او دا احساس وكړي چې دوي  د لمونځ په اداكولو كښې له  كوتاهۍ څخه كار اخلي. دوي بايد په دى حقيقت ځانونه خبر كړي چې لمونځ په هر مسلمان فرض دى   .   دوي ته ښايي چې د پنځه وخته لمونځونو   او په خاص ډول د فجر د لمونځ د ادا كولو د پاره  پوخ عزم او پخه اراده وكړي . دوي بايد د شپې د وخته ويده شي  او سهار د وخته د لمونځ د كولو د پاره له خوبه راپاڅيږي   د سهار د لمونځ د پاڅيدو د پاره يو كوكي ګړۍ  ته ضرورت دى . نو د مسلمانانو په هر  كور كښې  بايد يو كوكي ګړۍ  موجوده  وي  چې ددې ګړۍ په مرسته د كور يو غړى له خوبه راپاڅياو بيا هغه د كورنۍ نور غړي  د لمانځه د پاره  راپاڅوي .
دعا كوو چې خداى پاك دې مونږ ټولو ته  توان او  توفيق راكړي چې د پنځه وخته لمونځولو په ادا كولو كښې  په پاك نيت سره رسيدګي وكولاى شو او د فجرد لمونځ په ادا كولو سره  تل د خداى پاك په امان او پناه كې ووسو . آمين

په اسلام کې د ښو اخلاقو ارزښت .

په اسلام کې د ښو اخلاقو ارزښت

 

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمدلله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده امابعد:
عن ابي هريرة رضی الله عنه قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم:اکمل المؤمنين ايمانااحسنهم خلقاوخيارکم خيارکم لنساءهم (رواه احمد)
له ابوهريره رضی الله عنه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:په ټولومؤمنانوکې دکامل اوپوره ايمان والاهغه دی ،چې اخلاق يې ښه وي اوپه تاسوکې غوره هغه دی ،چې دخپلوښځولپاره ښه وي.
تشريح :
په دې  حديث کې يې دايمان دکمال معيارښه اخلاق گرزولي دي،اودغوره والي لپاره يې دامعيارگرزولی ،چې څوک دخپل کورلپاره ښه وي نوهغه په تاسوکې غوره اوبهتردی  ځکه  دنوروخلگوسره که انسان ملاقات کوي نولږساعت ورسره تيروي،نوښه اخلاق چلولی شي خوپه کورکې ،چې انسان ډېروخت تېروي که په هغه وخت کی انسان ښه ژوندتېرکړي نوداانسان به رښتياهم غوره اوبهترسړی وي .
دښواخلاقودفضيلت اوارزښت په هکله  ډيرآياتونه اواحاديث  راغلي ،چې يوڅه يې  دلته ليکو:
الله پاک فرمائلي دي :وانک لعلی خلق عظيم. (القلم : ٤) اې نبي(عليه السلام)بيشکه ته په لويواخلاقوباندي يې .
په دې  ايت کې الله پاک دخپل نبي صلی الله عليه وسلم يولوی صفت بيان کړی، هغه دا،چې رسول الله صلی الله  عليه وسلم دلويواخلاقوڅښتن دی .
نوڅوک ،چې په دې  صفت کې دنبي عليه السلام تابعداري وکړي هغه ته به هم ددې  صفت فائده  په دُنيااوآخرت کې په لاس ورشي .
په بل ايت کې فرمايې:خذالعفووامربالعرف واعرض عن الجاهلين :
معافي واخله،په ښوکارونوحکم کوه اوله جاهلانومخ اړوه .امام قرطبي رحمه الله فرمايې :داآيت دښواخلاقو ډيرښه جمع کوونکی دی .
عائشه رضی الله عنهافرمايې :کان خلقه القرآن (رواه مسلم)
درسول الله صلی الله عليه وسلم اخلاق قرآن وو.يعني دکومو کارو او اخلاقوپه هکله ،چې قرآن څه فرمائلي دي دهغوعملي بڼه په رسول  الله صلی الله عليه وسلم کې موجوده وه .په يوه حديث کې راغلي دي:انمابعثت لاتمم مکارم الاخلاق .
زه ددې لپاره راليږل شوی يم ،چې ښه اخلاق پوره کړم .
نوله دې حديث نه داخلاقودښه والي اهميت ډېرښه جوتېږي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي دي ،چې زمادبعثت لوی غرض دادی ،چې ښه اخلاق په دُنياکې راولم اوپوره يې کړم، داکاريې بېشکه ،چې په بشپړه توگه سرته ورسوي، که اوس څوک غواړي ،چې زه څنگه خپل اخلاق سم کړم هغه دي درسول
الله صلی الله عليه وسلم اخلاق اوعادات مطالعه کړي اودهغومطابق دي خپل اخلاق اوعادات جوړکړي نوپه يقين سره  به داسړى ددې فضائلوحاصلوونکی اودښواخلاقو څښتن وي .له عائشه رضی الله عنه څخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي دي:بيشکه الله پاک مهربان دی اومهرباني اونرمي خوښوي،اوپه نرمۍ سره هغه څه ورکوي ،چې هغه په سختۍ سره  نه ورکوي،او،چې کوم شی په نرمۍ اومهربانۍ سره ورکوي هغه له نرمۍ پرته په بل څه نه ورکوي.(مسلم)
ددې حديث مطلب داسې دی ،چې الله پاک پخپله مهربان دی لدې لامله خپل مخلوق ته ډول ډول نعمتونه ورکوي،نوتاسوهم په يوه اوبل مهرباني کوئ نوالله پاک به پر تاسومهرباني وکړي اوله تاسوسره به نرمي وکړي.
په يوه بل حديث کې له عائشه رضی الله عنهاڅخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمائلي:چاله ،چې له نرمۍ څخه برخه ورکړل شوه،نو ددنيااوآخرت له خيره  برخه ورکړل شوه،څوک ،چې دنرمۍ له برخي محروم کړل شونوددنيااوآخرت له خيره محروم کړل شو.(شرح السنه)
له عبدالله بن عمر رضی الله عنهما څخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:،چې په تاسوکې هغه څوک ماته ډيرمحبوب دی ،چې اخلاق يې ښه وي(بخاري)
له همدغه صحابي رضی الله عنه  څخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:په تاسوکې غوره هغه دی ،چې اخلاق يې ښه و ي(بخاري،مسلم)
دمزينه قبيلې له يوه سړي څخه روايت دی ،چې په صحابۀ کرامورضی الله عنهم کې چاله رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه :،چې په هغوټولونعمتونوکې ،چې الله پاک انسان ته ورکړي کوم غوره اوبهتردی؟رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:ښه اخلاق(بيهقي)
له ابوالدرداءرضی الله عنه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:دقيامت په ورځ به دمؤمن دنيکواعمالوپه تله کې ترټولودروندشى ښه اخلاق وي،اوالله پاک دبې حياء اوعبث خبروکوونکو سره مينه نلري(ترمذي)
له عائشه رضی الله عنهاڅخه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:،چې مؤمن په ښواخلاقوسره دشپي دعبادت کوونکي اودورځي دروژه نيوونکي درجي ته رسيږي(ابوداؤد)
صحابۀ کراموبه درسول الله صلی الله عليه وسلم داودس اوبه په ځانوپوري مږلي،رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:تاسو دې کار ته څه شي هڅولي  ياست؟
صحابۀ کرامورضی الله عنهم وفرمايل :ستاسره دمحبت له لامله داکارکوواوکېديشي الله زمونږسره محبت وکړي اى دالله رسوله ؛
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: که تاسوغواړئ ،چې ستاسوسره الله اودهغه رسول محبت وکړي نوددريوخويونوپابندي وکړئ :رښتيني وينا،دامانت اداکول اوښه همسايه توب،ځکه همسايه اوگاونډي ته تکليف ورکول نيکئ داسي ختموي لکه لمر
،چې يخی ختموي. (رواه الطبراني في الاوسط باسنادصحيح)
له عبدالله بن مسعودرضی الله عنه روايت دی ،چې رسول الله صلی الله عليه وسلم
وفرمايل :زه تاسوته هغه څوک دروښيم ،چې ددوزخ په اورحرام دی اوهغه څوک ،چې  ددوزخ اورپه ده حرام دی،هرهغه څوک ،چې نرم مزاجه،نرم خويه او خلگوته نزدې وي. .(احمد،ترمذي)
په دې حديث کې زېری دی هغه چاته ،چې اخلاق يې ښه وي ،چې دابه بريالی وي  او دده برخليک به جنت وي  عائشه رضی الله عنهاته رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي وو:ارفقى فان الرفق لايکون في شئ قط الازانه ولانزع من شئ قط الاشانه (رواه ابوداؤدباسنادصحيح)
نرمي کوه ځکه کله ،چې په يوشي کې نرمي موجوده شي،هغه شی ښائسته کوي او،چې کله له يوه شي نرمي وايستل شوه هغه بدرنگه کېږي. په يوه حديث کې راغلي دي:،چې دکوم کوروالاته نرمي ورکړل شوه نوخامخادوی ته فائده کوي اودکوم کوروالا،چې نرمي نکوي خامخابه هغوی ته تاوان کوي.(طبراني)
په يوه حديث کې راغلي دي:لاخيرفي من لايضيف په هغه چاکې هيڅ خيرنشته څوک ،چې ميلمستيانکوي .(صحيح)
يعني څوک ،چې ميلمستيانکوي له خيره عاري اوخلاص  دي،داهم دښه اخلاق يوه نښه ده ،چې  څوک  ميلمستياوې کوي،که په چاکې دميلمستياصفت نه وي  نودده لپاره په دې حديث کې ډيرلوی وعيدذکرشوی،که څوک فکرولري .
اوس به راشودېته ،چې ښه اخلاق څه ته ويل کېږي؟
دکوموکارونوپه اختيارولوسره انسان  خوش اخلاقه کېږي،دا گڼ شمېرکارونه دي، که داعادات په انسان کې راغلل نوهغه انسان خوش اخلاقه دی هغه دادي :
1- دالله بندگانوته فائدې رسول .
٢-چاته تکليف نه رسول،بايدخلگ دده دلاس اوژبي له ضرره خوندي و اوسي.
3-دهرمؤمن مسلمان سره په پراخ تندي ملاقات کول
4-دچاپه تکليف صبراوبرداشت کول .
5-دايمان شعبې اوڅانگي په ځان کې راوستل لکه شکر،صبر،احسان،عبادت،عاجزي اوداسي نور .
6-داټول کارونه به درياء اوښودنې لپاره نه بلکې دالله جل جلاله درضالپاره کوي .
که داصفات ټول په چاکې راغلل نوهغه انسان دښواخلاقوخاونددی.
دښواخلاقودشتون علامه داده ،چې کله ته له خلگوغائب شې يابلې علاقې ته ولاړشې نودوی دې ارمان کوي .
بله علامه يې داده ،چې پرهيچابه عيب نه لگوي مگردهغه دخيرخواهۍ لپاره اودچاسره به حسداوبغض نه کوي،يوازي دالله لپاره به دانسان دوستي اودښمني وي اوچاته به په سپکه سترگه  نه گوري  نورې يې هم گڼي علامې شته ،چې هرچاته معلوميږي .
اوس به راشودېته ،چې څنگه يوانسان کولی شي په ځان کې ښه اخلاق راولي ددې
لپاره داکارونه کول پکاردي :
1- کوشش کول ،چې په ځان کې هغه  صفتونه راولي ،چې هغه دښه اخلاق صفتونه دي .
2 - دزړه نرمي:په ځان کې هغه صفتونه راوستل ،چې په هغوسره دانسان زړه نرميږي .
3-يوه لويه اومؤثره طريقه داده
،چې درسول الله صلی الله عليه وسلم تابعداري انسان په هرحالت کې وکړي ځکه دانسان داخلاقولپاره  دالويه ترازوده .
4- دُعاءکول ددې لپاره ،چې الله پاک په انسان کې داښه صفت پيداکړي .
5-بله طريقه داده ،چې له انسانه څوک خفه نشي ،چې دچاسره دې دستړيا،غم اوغصې په حالت کې ملاقات نکوي .
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

د شخصيت په جوړولو كښې د مور برخه او ارزښت .

د شخصيت په جوړولو كښې د مور برخه او ارزښت

 

د ښه  شخصيت   د جوړولود پاره ښه  تعليم او ښې تربيې ته ضرورت دى.  ښه تعليم او ښه تربيه د شخصيت   د بنسټ  په ايښودلو  كې  مهمه برخه  لري. كه دا بنسټ په اساسي ډول  په كوچنيوالي كښې كيښودل شي نو دا به ډير موثر وي او پايښت به يې  هم دوام دار وي.

د ماشومومانو د تعليم او تربيې او د شخصيت په جوړولو كښې د مور برخه  اساسي او بنيادي ګڼل كيږي. د ماشومانو د شخصيت  جوړولو  سرچينه د مور غيږ ده .  د ماشوم  دتعليم او تربيت لومړنى  سبق   د مور په غيږه كې پيل كيږي . د مور غيږ  د ماشوم د پاره د درس او تعليم لومړنئ  وړكتون دى. ما شوم چې هرڅه په دى وړكتون كښې يادوي هغه  لكه  دکاڼي  ګرښه ده .دا داسې مضبوط علم دى چې د ژوند تر پايه د ماشوم په ذهن كښې  تر او تازه پاتې كيږي.

يو ستر مفكر ويلي دي :
" د ژوند د ابتداء نقوش   كه هغه د خوشحالۍ وي او يا د غم وي ، هغه تل  ډير ژور وي ، همدغه ابتدائي  نقوش  په مسلسل ډول د ده ذهن كښې وده كوي او پاتې كيږي."

ددې معنى داده چې  كوم  نقوش  چې په وړكتوب كې د ماشوم په ذهن كښې رسم شي نو هغه نقوش   د وخت په تيريدو سره زړيږي  او قيمت  يى زياتيږي.

     نو ځكه دا خبره د پام وړه ده چې كه يوه مور له  لومړي سر نه خپل ماشوم ته د توحيد د كلمې  معنى دده په زړه او  دماغ كښې واچوي نو په يقين سره به دغه كلمه دده په زړه  او  دماغ كښې ځاى ونيسي او په راتلونكي كښې به كله چې دى لوى  شي نو لكه د يوې با ثمرې ونې  شكل  به غوره كړي ،  خو كه چيرې برعكس يوه مور خپل ماشوم ته د ماشومتوب په وخت كښې غير اسلامي خبرې په زړه او   دماغ  كښې واچوي نو هغه خبرې د ماشوم په زړه او  دماغ كښې نقش كيږي او  پاتې كيږي . دا ماشوم بيا  له سمې لارې نه انحراف كوي او له دې سره  له داسې يو  ماشوم څخه په  راتلونكې كښې د خير اميد كيداى نه شي.
سعدي عليه الرحمه ويلي دي :

خشت اول چون نهد معمار كج
تا  ثريا    مى رود     ديواركج
نو دا د مور وظيفه ده چې  د خپل ماشوم د ژوند د جوړولو د بنسټ  خښته سمه كيږدي . كه كومه  مور دا خښته كږه كيږدي نو د ماشوم د ژوند ماڼۍ به يې كږ ه   او  له ډول ډول خطرونو سره به  مخامخ وي .
همدا وجه ده چې رسول الله صلى الله عليه وسلم  د ماشومانو د ساتنې او تربيې مسؤليت په ميندو اچولى دى او داسې يې فرمايلي دي .

" ښځه د خپل خاوند د كور او اولاد ساتونكې ده." ( بخاري )
 ښځې  هغه وخت خپل مسؤليتونه  او ذمه دارئ په ښه شان سره سرته رسولى شي چې پخپله په اسلامي تعليماتو پاپندې وي . 
يوه صالحه او نيكه ښځه د حق د لارې  سرښندونكي تيارولى شي . ناپليون بوناپارټ ويلي دي . " تاسې  مونږ ته  ښې   ميندې  راكړئ ، مونږ به تاسې ته ښه اولادونه دركړو."

يو عربي شاعر ويلي دي :

الام مدرسة اذا اعددتها
اعدت شعبا طيب الاعراق
" مور يوه مدرسه ده كه ته دا مدرسه جوړه كړې ګويا  ته  يو ښه نسل جوړو يا تربيه كوې ."
      د نن ورځې ميندو ته ښايي  چې له هر څه نه د مخه  خپل ځانونه اصلاح كړي. كومه ښځه چې نيكه وي ، كومه ښځه  چې   په زړه او دماغ   كښې  يې  د خداى پاك  د فرمانبردارۍ ، د شكر او احسان ، د زهد او تقوى ، د قناعت ، د خپل خاوند د اطاعت او د اولاد د بهترين تربيت جذبه  وي ، هغه په حقيقت كښې يوه  كاميابه او موفقه  ښځه ګڼل كيږي  او په يقين سره داسې يوه ښځه د خاوند د پاره يو عظيم دولت  او سرمايه  وي.

حضرت محمد (ص) فرمايلي دي :
 " الدنيا كلها متاع و خير متاع الدنيا المرأة الصالحه ."
دنيا ټوله يوه متاع ده او په دنيا كښې ښه متاع صالحه ښځه ده.
نن ورځ ډيرې داسې ميندې شته چې د اولاد په سالمه تربيه كښې كوشش نه كوي ، خپل اولاد  د پلار احترام ته نه هڅوي بلكې برعكس كوشش كوي چې د پلار په ضد يې وهڅوي . كه پلار  خپل اولاد ته نصيحت كوي او يا يې د كوم ناوړه كار په خاطر رټي يا يې وهي  نو مور  په ناحقه  د خپل اولاد دفاع كوي . كله چې يوه ښځه د خپل خاوند په مقابل كښې ودريږي او دخپل اولاد  په   ناوړه  كړو پرده واچوي نو  بيا هغه اولاد  له پلار څخه نه يريږي او له دې سره د اولاد تربيه خرابيږي. كله چې د اولاد تربيه خرابه شي نو بيا هغه اولاد د كورنۍ د پاره او د ټولنې د پاره درد سر جوړوي.
 هوښياره مور هغه ده چې  د اولاد په بدو كارونو پرده وانه چوي . مور بايد د اولاد په تربيه كښې د پلار  رول مهم وګڼي  كه د اولاد په تربيه كښې مور او پلار په خپلو كښې تفاهم ونلري نو له دې سره د اولاد تربيه خرابيږي .
نن سبا زياتره ميندې  په كور كښې له خپلو خاوندانو سره په هسې خبرو لانجې او جكړې كوي. دغه لانجې او جكړې د اولاد په تربيه  باندې منفي اثرات لري. 

د اسلامي  امت د  نوي نسل  راتلونكې د ميندو په لاس كښې ده . ميندو ته ښايي  چې خپل اولادونه  له لاسه ونيسي او  د اسلام په لار يې ثابت قدمه روان كړي.  ميندو ته ښايي چې خپلو اولادونو ته  د اسلامي شخصيتونو د كارنامو يادونې وكړي ، خپلو اولادونو ته د بى مفهومه فلمونو ، هندي  او نور بى معنى  سندرو  د سي ډيانو پر ځاى د قران پاك او اسلامي درسونو ، علمي ، فرهنګي  ، او تعليمي  موضوعاتو مربوط  سي ډيانې او كسټونه  په اختيار كښې كيږدي  او كوشش وكړي چې د اولادونو په زړونو كې يې د اسلام د مبين دين سره د شوق احساس او جذبه پيدا شي.

همداشان ميندو ته ښايي چې  خپل اولادونه   تشويق او وهڅوي چې له اوه كلنې نه  د لمونځ د ادا كولو د پاره   جوماتونو   ته لاړ شي .كه چيرې دوي  له اوه كلنئ نه په جومات كښې  دلمونځ  په ادا كولو عادت شي نو بيا دا عادت د تل د پاره پاتې كيږي.
يوه  هوښياره مسلمانه  ښځه   د اولاد او د خاوند كور آبادوي او كم عقله او ناپوهه ښځه د خاوند او اولاد كور ورانوي.

خداى دې هر مسلمان ته ښه ښځه او ښه مور ورپه نصيب كړي.
ښځه كه له يوې خوا د اولاد د شخصيت په جوړولو كې ستره برخه  لري نو بلى خوا  يې د خاوند د شخصيت په جوړولو كښې هم لري .

كه يوه ښځه د خپل خاوند د خپلوانو احترام وكړي ، كه يوه ښځه د خاوند د دوستانو او ميلمنو قدر وكړي نو له دې سره  د خپلوانو او دوستانو په منځ كې  دده عزت زياتيږي  او په شخصيت يې مثبت تأثير كوي.

داسې ډير سړي شته چې د خپلې بدې ښځې له ويرې نه شي كولاى چې خپل خپلوان او دوستان كورته راوغواړي يا يې ميلمانه كړي ، داسې سړي هيڅكله د عزت او شخصيت خاوندان كيداى نه شي.

په درنښت .

داپرېل فول شرعي حيثيت .

داپرېل فول شرعي حيثيت

له شک پرته دروغ يوکرغېړن عمل دی چي ټولوشريعتونويې حراموالی بيان کړی اوله دې سره سره انساني فطرتونه اوسليم عقل هم ددې پربدوالي قائل دي اوزموږپه حنيف شريعت (کتاب وسنت) کي ددې کارله کولومنعه شوې،پرحرمت يې اجماع ده اوددروغ ويوونکي په دنيااواخرت کي بده پايله ده .

په شريعت کي دروغ ويلوته له څوځايونوپرته هيڅ اجازه نه ورکول کېږي  هغه هم هغه ځايونه چي ديوچاحق خوړل کېږي،وينې تويږي اوپرعزت يې تېری کيږي داداسي ځايونه دي چي ددروغ ويلوهدف پکي ديوچاساتنه،ددووخلکوپه منځ کي اصلاح اودښځې ومېړه ترمنځ دمينې اومحبت پيداکول دي .

دخلکوپه منځ کي  داپريل فول په نوم يوخوراناوړه اوغلط رسم رواج دی چي په اړه يې خلک فکرکوي چي دمېلادي کال په څلورمه مياشت يعني داپريل پرلومړۍ نېټه دروغ له کومې شرعي ضابطې پرته روادي .

ددروغودحراموالي دليل :

(۱) دالله جل جلاله ويناده :
((  إِنَّمَا يَفْتَرِي الْكَذِبَ الَّذِينَ لاَ يُؤْمِنُونَ بِآيَاتِ اللّهِ وَأُوْلـئِكَ هُمُ الْكَاذِبُونَ  ] النحل: 105[.
بې شکه هغه خلک دروغ وايي چي دالله تعالی پرنښوايمان نه راوړي اوهمدوئ دروغجن دي .
ابن کثيررحمه الله وايي : بياالله جل جلاله خبرورکړچي رسول الله صلی الله علیه وسلم دروغجن نه دی ځکه پرالله جل جلاله بدمرغه خلک دروغ وايي چي دالله تعالی پرنښوايمان نه لري لکه کفاراوملحدين چي په خلکوکي په دروغجنومشهوردي . محمدصلی الله عليه وسلم خوپه خلکوکي ترټولوغوره اورښتنی دی،دايمان،باور،علم اوعمل له پلوه ترټولوباکماله دی . په خپل قوم کي په رښتني شهرت لري لکه چي دوئ يې په محمدامين رابولي . (تفسيرابن کثير۲ / ۵۸۸)

(۲) ابوهريره رضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وايي : " دمنافق درې نښې دي چي خبرې کوي دروغ وايي،چي ژمنه کوي پوره کوي يې نه اوچي امانت ورته کښېږدي خيانت کي کوي ." (بخاري ۳۳ ، مسلم ۵۹)

ددروغوترټولوبدترين ډول ... دمزاح په توګه دروغ دي .
ځيني خلک فکرکوي چي دټوکويامزاح په ډول ددروغوويل روادي اوهمداهماغه عذردی چي دوئ يې په لومړي اپريل اويادنوروورځوپه دروغوکي دبرخې اخيستنې لپاره وړاندي کوي خوداغلط دي،داپه سپېڅلي شريعت کي هيڅ اصل نه لري دروغ که دګپې په بڼه وي يادحقيقت په هرصورت کي حرام دي .

ابن عمررضی الله عنه وايي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : زه خندوونکې ګپه کوم خوصرف حق  خبره کوم . (داحديث طبراني په معجم البلدان ۱۲ / ۳۹۱ کي روايت کړی دی اوعلامه الباني رحمه الله په صحيح الجامع (۲۴۹۴) کي صحيح ګڼلی دی)

ابوهريره رضی الله عنه وايي : خلکووويل چي اې دالله رسوله! ته له موږسره خندوونکې ګپه کوې؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل : " زه صرف حق خبره کوم" . (داترمذي روايت کړی دی حديث نمبر(۱۹۹۰)
ترکومه چي داپريل فول خبره ده نوددې دروغوداصليت هيڅ پته نه شته خوپه اړه يې يو شمېررايې وجودلري .

دځینوويناده چي داديوويشتم مارچ دورځې اوشپې دبرابرېدوپروخت دبسنت (دګوډيانودالوزولونړيواله ورځ) سره يوځای رامنځ ته شوه،دځينوويناده چي دابدعت له پخواراهيسي رواج دی دپسرلي په لومړيوکي له يوې ځانګړې نېټې سره دتړاوله کبله دبت پرستودخوښۍ ورځ ده ځکه دادبت پرستويوپخوانی رسم دی . همدارازويل کېږي چي په ځينوهيوادونوکي به دښکاردپيل په لومړيوورځوکي ښکارناکامه کېدی نوداداپرېل مياشتې په لومړۍ ورځ کي دله ځانه جوړېدوونکوخبرويوه قاعده شوه .

ځيني نوربياددې دروغوداصليت په اړه داسي ليکي :
په موږکي  ډېری کسان داپريل فول ورځ لمانځي چي حرفي يالفظي ژباړه يې (داپريل چل) دی خوڅومره خلک دي چي په دې پټ رازپوهېږي؟.

له ننه تقريباًزرکاله وړاندي چي کله مسلمانانوپه اسپانيه کي واک چلاوی نويوداسي طاقت ول چي ماتول يې ناشوني ووخودلوېديځ نصاری  تل په دې فکرکي ووچي له نړۍ اسلام ختم کړي اوهغوئ په دې کارکي تريوحده بريالي هم شول .

دې خلکوپه اسپانيه کي داسلام دوړاندي تګ ددرولوپه هدف په ځلونوځلونوګړندۍ هڅې وکړې خوهرځل يې ناکامۍ پښې ښکلولې له دې  وروسته کفارو اسپانيې ته دمسلمانوپه جامه کي خپل جاسوسان په دې تکل واستول چي دمسلمانانودنه ماتېدواصل رازڅرګندکړي نوهغوئ وموندله چي دمسلمانانودنه ماتېدواصل لامل تقوی اوپرهېزګاري ده .

نصاری چي کله دمسلمانانوله دې رازه خبرشول نوهغوئ دمسلمانانوددې قوت دماتولوپه غرض يوپلان پرکارواچاوی چي پربنايې هغوئ اسپانيې ته مفت شراب اوسګرېټ استول پيل کړل .

لوېديځ له دې پلانه ډيري غوره پايلې لاسته راوړې په اسپانيه کي دمسلمانانوپه ځانګړي ډول دنوي نسل عقيدې کمزوري شوې پايله يې داراووته چي کاتوليک (Catholic) نصاراوواسپانيه ترخپلې کرغېړنې سلطې لاندي راوسته اوله يوې داسي ځمکې يې دمسلمانانودحکومت ټغرټول کړچي مسلمانان پکي اته سوه کاله واکمن پاتي شوي وواوداپريل پرلومړې نېټه دمسلمانانووروستۍ کلاغرناطې هم سقوط وکړله دې کبله دا(اپريل فول) داپريل چل بولي .

له هماغه کاله ترننه ددې ورځې لمانځنه روانه ده اومسلمانان ناپوه ګڼل کېږي داحماقت اوناپوهي صرف دغرناطې له پوځ سره خاصه نه ده بلکه ټول اسلامي امت جاهل ګڼل کېږي خوکه موږپه دې جشن کي ګډون وکړونودډېرجهالت خبره ده اوکه موږددې خبيث فکرپه لوبه کي دهغوئ ړنده انځورګري وکړونودايوداسي ړوندتقليددی چي په موږکي ځينودهغوئ په پيروي کولوخپل جهالت بربنډکړ،که موږددې جشن دپيداکېدلو په عواملوپوه شونوبيابه هيڅکله دخپلې ماتې جشن ونه لمانځو.

کله چي موږپه دې حقيقت پوه شوونوراځئ! له ځان سره کلکه ژمنه وکړوچي بيابه هيڅکله هم ددې ورځې لمانځنه ونه کړوپرموږلازمه ده چي داسپانيې له اوسېدوونکو عبرت واخلو،پراسلام په حقيقي ډول عمل وکړواوهیڅکله  خپل ايمان کمزوری نه کړو.

موږته ددې دروغوداصل حقيقت له معلومولوڅخه زياته اړينه داده چي ددروغودويلو حکم ځان ته معلوم کړواوموږپه بشپړباورسره وايوچي داسلام دلومړۍ پېړۍ په روڼوورځوکي ددې څرک هم نه وونوددې بنسټ ايښوونکي مسلمانان نه ووبلکه دادمسلمانانوددښمنانوله لوري دي .

په اپريل فول کي رامنځ ته کېدوونکې پېښي ډېري زياتې دي څومره خلک دي چي هغوئ ته په دروغودهغوئ دلور،خوريايودوست دمړه کېدلوخبرورکول شوی هغوئ له ډېره غمه وفات شوي دي،څومره خلک دي چي هغوئ ته ددوئ دنوکرۍ دله منځه تللو، داورلګېدلو،اهل اوعيال ته يې ديوپېښي دکېدلوخبرورکول شوی اوهغوئ په فالج اونوروخطرناکوناروغيواخته شوي دي،ځينوخلکوته په دروغوويل شوي چي دهغوئ مېرمنې له فلاني سړي سره وکتل نوداخبره دهغې دوژنې اوياطلاق لامل کېږي همدارازډېری داسي پېښي دي چي پای نه لري خوددې ټولوترشاددروغوپديده ده هغه چي نقل اوعقل يې حرام ګڼي . ومن الله توفيق

(تازه خبر)په آمريکا باندي بې ساری بريد شوی

(تازه خبر)په آمريکا باندي بې ساری بريد شوی

 

دآمريکامتحده ايالات له هغه ځايه چې په وروستيو وختونوکې ددوي په ژبه له ترهګرۍ نه ترپوزي راغلي ده، دادی اوس دترهګرۍ له یوې نوي څپې سره لاس اوګريوان شوي ده.
پرآمريکاباندي دیوه نوي لښکر دبريد له امله داسې انديښنې رامنځ ته شوي دي چې په دغه هيواد کې دي بېړنی حالت اعلان شي اوددغه هيواد ټوله بوديجه دې له همدغه آفت سره دبیړنۍ مبارزې لپاره په کارواچول شي. دآمریکاحکومت اعلان کړی دی چې هغوي په بيړني ډول ددغه بريد دټیکاوپه موخه دمشرانو اوپوهانو یو دوه ورځنی سيمينار راغوښتی دی. امريکا همدا راز له نوري نړۍ هم غوښتي دي چې ددغه بېساري بريدپه وړاندي هغوي یواځي پرې نه ږدي!
خوپرآمريکاباندي دغه وروستنی بريددالقاعده،حماس،حزب الله اوطالبانو له ډلې نه هیڅ یوې هم نه دی ترسره کړی.بلکي دغه پراخ اوسرتاسري بريدپه حقيقت کې دخسکواوياهم کټملانو له لوري ترسره شوی دی.
دخبرونو ترمخه له نیویارکه نیولي ترهانولولو پوري په آمريکاکې داسې څوک نه ترسترګو کيږي چې سهاردفتر،ښونځۍ اوياهم خپل کارځای ته دتګ پرمهال دخپل بدن کومه برخه اوياهم کوم حیاتي غړی نه ګروي!


دالجزیرې دیوه راپور له مخي آمريکاته په ورتګ سره سړی داسي ګومان کوي چې دځان ګرول په آمريکاکې یو ملي فيشن دی ځکه نوله پوليسه نيولي ترجاروکښه پوري هرچاڅان ته نوکان نیولي وي اوګروي يې. دالجزيرې دخبريال په وينادنيويارک پرهوايي اډه دکوزيدا پرمهال چې کله مادګومرک اواستخباراتو مامورين اوهمداراز نور ولسي وګړي وليدل چې ځانونه ګروي،نوماهم ددې لپاره چې دنړيوالو دپیر(آمريکا) ړنده اتباع مي کړي وي،دښنوترمنځ دځای په ګرولو مې پیل وکړ. خووروسته داراته په ډاګه شوه چې داڅه کوم ملي فيشن نه دی بلکې داڅه پرآمريکاباندي دکټملانو دبريد زیږنده ده. دآمريکا دروغتيا اوچاپیريال ساتني دسازمان دمشر لويس راسي په وينا دخسکو دغه پراخ بريدپه حقيقت کې دآمريکايي ټولني ستني لړزولي دي اوله حکومته يې دالاره ورکه کړي ده چې دهغو دمخنيوي لپاره څه ډول ګامونه پورته کړل شي.
دنوموړي په وینا تردې مهاله دخسکو دمخنيوي لپاره پنځه سوه ډوله دارو ازمويل شوي دي خوددې پرځای چې خسک له منځه یوسي هغه يې نورهم پنډ کړي دي.دالاڅه په نیویارک،واشنګټن،بالتيمور اونورو سيموکې دغو داروګانو دخسکوتوليدي ځواک خوارپیاوړی کړی هم دی اوپه دې ډول دهغوي په شميره کې دری برابره زیاتوالی راغلی دی.
دويری جینا دایالت دچاپېریال ساتني دادارې دمشري ډاني مېلرپه وینا دخسکو ورستنی بريد څوکاله وړاندي دايډز بريدته ورته دی چې په ناڅاپي ډول يې امريکاي ټولنه داسې اغیزمنه کړه چې ترننه پوري يې امريکایان ځانونه له اغیزو نه شي خلاصولای.
دنوموړي په وینادغه خسکونه داوسيدلو له کورونو نيولي ترهوټلونو،دفترونو،روغتونونو،ښوونځیو او آن دنڅاګانو ترکلبونو پوري رسيدلي دي اوداسي څوک نشته چې هغه دې په یوه نه یوه ډول خسک نه وي ځورولی.
دآمريکادحکومت پروینا هغوي یو بیړنی دوه ورځنی ورکشاپ رابللی چې دغه آفت ته دحل لاري دموندلوپه موخه یوه ملي استراتیژي جوړه کړای شي.
ديادولو وړ ده چې دآمريکاحکومت دغه مهال دخپلو ورځنیو دندو ۹٪ سلنه دکټملانو مخنيوي ته ورکړي ده خو دچاپیريال اوروغتيا دساتني ۸۰۰ دولتي اوغير دولتي ټولنو له حکومته غوښتي دي چې دخپلو دندو ٪۲۵ برخه ددغه آفت مخنيوي ته ورکړي. خوحقیقت دادی چې که داسي وشي،دامريکايي حکومت لويه دنده به داوي چې دخسکانو دترهګرۍ مخه ونيسي.

نړۍ تر 2025 کال پورې

نړۍ تر 2025 کال پورې

دا لیکنه دهغی لیکنې منځ ټکی را څیړې چی د امریکا د متحده ایالاتو د کار پوهانولخوا په هغه رپوټ کی چې هر څلور کاله یو ځل د نړۍ د راتلونکې سیاسې ، اقتصادی او نظامی حالاتو په اړوند خپریږې را غلې دې . په دې  رپوټ کی د پام وړ ټکې دادې :
امریکا به تر 2025 کال پوری خپل نننۍ نړیوال ځاۍ په اقتصاد او سیاست کې دلاسه ور کړې ،
چین به د نړۍ ستر اقتصادې ځواک وګرځې خو په نظامې برخه کی به امریکا تر وړاندی وې،
به را تلونکو 15ـ17 کالو کی به سره ددی چی د حرارتې انرجی پر نورو ډولونو به ډیر کار وشې بیا هم د تیلو او ګازو پر سر به د کنترول لپاره سیاسی او نظامې هڅې د اوس په شان تودی پاته شې ،
د سعودی عربستان ، روسی او ایران په شان هیوادونو ا قتصاد به چی تر ډیری کچی په تیلو پوری تړاو لرې داسی بر مخ تګ ونکړې لکه اوس اوس جې ﺉ لرې . کیداې شی په ایران کی به پورتنی دلیل د دولتی تغیر شاهیدان ؤسو ،
روسیه به د نړۍ پنځم اقتصادې ځواک وګرځې . ددی هیواد چټک اقتصادې پر مخ تګ به تر 2017 کال بوری دنن په شان چټک وې ،
داوسنې لیبرال اقتصاد ځاۍ به دولتې پانګوالۍ ته چی د روسې او چین اقتصادی سیستم  ﺉ بیلګه کیداۍ شې ونیسې ،
د کوریا دوه هیوادونه به سره یو او دا وچه به د اتومی سلاح نه پرته غیر نظامی هیواد و ګر ځې،
د منځنی ختیځ حالات به هم داسی کړکیچن وی او ځنې هیوادونه به په دغه منطیقه کې اتومی سلاوی ولرې ،
د هند و ستان د و ګرو شمیر به د چین تر وګړو ډیر شې
د نړۍ د خلکو شمیره به اته ( 8) میلیارده ته ورسیږې ،
ددی رپوټ ځانګړتیا په دی کی ده چی په لمړې ځل د امریکا لوړ پوړې سیاسی او نظامې چارواکی او کار پوهان دا منې چی امریکا به تر 2025 کال پوری خپل لو مړۍ څاۍ به سیاست او اقتصاد کی د لاسه ور کړې او نړۍ به څو رنګه نړۍ وې .

یادونه : دا لیکنه د بی بی سی د روسی څانګې د ژورنا لیست الکساندر ژوراولیوف د لیکنې او رپوټ نه لیکل شوی او ژباړل شویده

majid.tanha_iiui@hotmail.com
majid.tanha_iiui@yahoo.co.uk 

زمونږ وسيع کائېنات

زمونږ وسيع کائېنات
په کائېناتو کې زمکه زمونږ کور او په لمريز نظام کې درېمه سياره ده. دسېارې لغط اصلاً يو عربي لغط دی چې په يوناني ژبې ورته پلانېټ وائي. د پلانېټ  لغط په يوناني ژبه کې د ګرځېدؤ په معنا ده. زمونږ په لمريز نظام کې اته نور ګرځېدؤنکي شته. دوي ټول د مرکزي ستوري ، لمر په شاؤخوا ګرځي. نور اسماني موجودات لکه وړې سيارې، لکۍ لرؤنکي ستوري او د ځينو سيارؤ سپوږمۍ هم خپل سفرونه د لمرپه شاؤخوا څرخېدؤ سره پوره کوي. د لمر د جذبولو قوې دغه نظام کې دغه ټولې سيارې سره يوځائ په محورونو ساتلي.



 

زمونږ لمريز نظام په کهکشان کې د شيدؤ لارې (مېلکيوې ) يوه برخه ده. د شيدؤ لار په کهکشان کې يوه مارپېچ ډوله نظام دی چې له بيليونونو ستورو او نورو اسماني موجوداتو څخه جوړ شوئ. مونږ هم د همدغې مارپېچ ډوله نظام په يو مټ کې واقع يو کوم يو چې د اورين مټ په نامه يادېږي. په کهکشان کې د شيدؤلار(مېلکيوې ) تقريباً 100,000  نوري کاله پلنه ده. يو نوري کال ( 5.88 ټرېليونه ميله دی). زمونږ ګاونډئ کهکشان چې انډرومېډا نومېږي ، يو بل مارپېچ ډوله کهکشان دی چې زمونږ نه څه د پاسه 2 ميليونه نوري کاله ليرې دی.
شيدؤ لار او انډرومېډا د کهکشانونو هغه دوه لوی څانګې دي چې سائينسپوهانو زمونږ د کون و مکان په يوه ګروپ نومولي.
سائينسپوهان پدې اند دي چې په کائيناتو کې له 50 نه تر 100 بيليونه پورې کهکشانونه شته. څرنګه چې دوی د کائيناتو د دغه جوړښت د نقشې په جوړولو بوخت دي، ددې برسېره لا د نورو څانګو نمونې موندل شوي. ځينې سائينسپوهان دکائيناتو همدغه جوړښت د صابون ځګ او يا هم سفنج ته ورته بولي.
هر کال زمونږ پوهه د دغه وسيع او عجيب نظام په هکله لا نوره هم زياتېږي. ددغه نظام په هکله هره يوه نوې اختراع، سائينسپوهانو د دغه نظام د ماضي، حال او مستقبل په هکله د لا نورو تېوريانو پر مخ ته بوولو قابل کوي. او لا تر اوسه پورې پدې اړه يوه مجبوره پوښتنه شته، هغه دا چې آيا په کائيناتو کې په يو بل ځائ کې هم داسې ژوند شته؟ د راډيوئي ټيلېسکوپونو د سېګنالونو او ژورې فضاء ته د ازمېښتونو په لېږلو سره لا تر اوسه پورې د اسمانونو زيرڅارنه کېږي، هغه ددې په طمع چې يوه ورځ مونږ دغې پوښتنې ته ځواب پېداء کړو
                         majid.tanha_iiui@hotmail.com